د اسلامي نړۍ تکفيري ډلې او د خوارجو بیا سپانسر کیدل

مجیب احمد

له جدې نه خپرېدونکې “اردو نیوز” ورځپاڼې د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۱۳مه نېټه په خپله خپرونه کې خبر ورکړ، چې د سعودي عربستان د ښوونې او روزنې وزارت د سعودي په ښوونځیو کې د افراطي افکارو د خپرولو په خاطر تر ۲۰۰۰ زیات ښوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د فکري امنیت سلاکار ډاکټر عبدالرحمن الهدلق د دغه خبر د خپریدو پر مهال وویل: “چې دغو استادانو په درسونو کې د نصاب اهداف او مقاصد شاته غورځولي وو او په ځای یې افراطي افکارو او تاوتریخوالیو ته لمن وهله، په دا استادانو کې ځينې داسې استادان هم دي، چې د انګلیسي ژبې د تدریس استادان کافر بولي؛ ځکه د دوی د فکر له مخې د انګلیسي ژبې ښوونکي د کفر د ژبې ښوونکي دي او د انګلیسي ژبې زده کړه د کفر د زده کړې سره برابره ده”.

د اسلامي لارښوونو څخه د غلط تعبیر او د خپلو باطلو افکارو په اساس د افراطیت، تنګ نظرۍ او تاوتریخوالي دا ډول رجحانات نه یوازې په سعودي عربستان کې د لا مذهبه (غیر مقلدینو) ډلو ټپلو لخوا مخته وړل کیږي؛ بلکې په مختلفو اسلامي هیوادونو کې شتون لري او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سیکولر او اسلام ضد کړیو لخوا د دوی سپانسر دوام لري.

له نن څخه درې لسیزې وړاندې په الجزایر کې د مذهبي ګوندونو متحدې جبهې «د اسلامي نجات جبهه» د یاد هېواد د عمومي ټاکنو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۸۰ سلنه رایې وګټلې، چې ورسره یې ټول نړیوال او کورني سیکولر حکومتونو سخت ټکان وخوړل.

کله چې د اسلامي ګوندونو اتحاد او بیا د ټاکنو د ګټلو دا لوی سیلاب سیکولرانو ولید؛ نو د اسلامي ګوندونو د دغسې اتحاد د ختمولو او په الجزایر کې د یو اسلامي حکومت د راتلو د مخنیوي لپاره ټولو سیکولرانو نه یوازې د انتخاباتو سم نتایج رد کړل او هیواد یې پوځ ته وسپاره، بلکې د غربي استعمار په بشپړ ملاتړ یې د مذهبي ډلو او دیني حلقو پر ضد ستر عملیات تنظیم کړل او د مذهبي ډلو پر وړاندې یې وحشتناک بریدونه هم ترسره کړل.

غربي استعمار د دغه عملیاتو پر مهال غیر مذهبي ډلې سپانسر کړې او نتیجه دا شوه، چې د دې پر ځای، چې اسلامپال ګوندونه په یوه اتفاق له دغه سخت حالت سره مقابله وکړي او د سیکولرانو او غربي استعمار مخه ونیسي، دا غیر مذهبي ډلې را پورته شوې او د تکفیر فتواګانې یې ولګولې او د الجزایر مسلمانان یې یوې وحشتناکې کورنۍ جګړې ته ور ټیل وهل، چې د متقابل تکفیر د دغه کمپاین په نتیجه کې تر یو لکو زیات خلک ووژل شول او د الجزایر د مذهبي سیاست ځواک په کې یو له مخې له منځه لاړ.

د الجزاير د اسلامي ډلو تر منځ د يو بل پر ضد د تکفير پر بنسټ را منځته شوې کورنۍ جګړې د پېړيو ـ پېړيو وړاندې د هغه (خوارجو) يادونه را ژوندي کړل، چې پر مسلمانانو يې د تکفير په نامه بريدونه وکړل او زرګونه مسلمانان يې ووژل.

کله چې خوارجو بصره اشغال کړه؛ نو څه باندې شپږ زره مسلمانان په کې ووژل شول. په کوفه باندې د خوارجو د یو قوماندان ضحاک له تسلط وروسته هم همدغه شان حالت رامنځته شو، خو د حنفي مذهب بنسټګر او د فقهې ستر امام ابو حنيفه رحمه الله د مداخلې او حکمت له امله د کوفې د خلکو ژوند وژغورل شو.

د خوارجو قومندان ضحاک د کوفې والي عبدالله بن عمر ته، چې د عمر بن عبدالعزیز زوی و ماتې ورکړه او کوفه یې ترې ونیوله، په زرګونو خوارج تورې په لاس د کوفې په جامع جومات کې ولاړ او دا اعلان يې وکړ: دا چې د کوفې خلک مرتد شوي وو؛ را دې شي او د دوی په لاسونو دې توبه وباسي او بيا دې اسلام قبول کړي.

امام ابوحنيفه د دې خبرې په اورېدو سره ضحاک ته ورغى او ورته ويې ويل: زه یوه خبره باندې د ځان پوهاوي لپاره راغلی یم او هغه دا، چې تا دې کوفې عام مسلمانان مرتد اعلان کړي دي، که دوی توبه ونه باسي او نوی ایمان را نه وړي؛ نو ته به یې ووژني؟ هغه وویل: هو! ما دا اعلان کړی دی؛ ځکه چې دا ټول مرتد شوي دي او په اسلامي شریعت کې د مرتد سزا مرګ دی.

امام صاحب ورته وویل: مرتد هغه څوک دی، چې خپل دين پريږدي او بل دين اختيار کړي، خو دغو خلکو خو خپل دين نه دی بدل کړی، بلکې په هم هغه دين دي، چې پرې پيدا شوي دي، نو څنګه به مرتد شي؟

ضحاک خارجي په خبره لږ پوه شو، نو امام ابو حنیفه ته یې وويل: څه دې، چې وويل یو ځل بيا یې تکرار کړه. کله چې امام صاحب خپله خبره بیا تکرار کړه، نو ضحاک خپله طلایي توره ښکته کړه او ویې ویل: «اخطأنا» موږ تېروتنه کړې وه، بیا یې خپلو ملګرو ته د تورو د ښکته کولو امر وکړ.

په دې توګه د کوفې د خلکو ژوند د امام اعظم ابو حنیفه د تدبر، فراست، حکمت، حوصلې، فکر، هوښیارۍ او زړورتيا له امله وژغورل شو، چې په اړه يې ابو مطیع بلخي ویلي: “اهل الکوفة کلهم موالي ابي حنیفة” د کوفې ټول خلک د امام ابو حنیفه ازاد کړي غلامان دي؛ ځکه د ده په وجه د کوفې د خلکو ژوند ژغورل شوی دی.

د اسلامي نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د دغه ډول تکفیري او متشددو ډلو په لیدو سره سړي ته بیا د خوارجو د تیر دور تاریخ بیا تازه کیږي، خو زه د اسلامي امت محترمو علماوو ته یو عاجزانه عرض کوم، چې په وړه خبره باندې د یو مسلمان تکفیرول او مرګ روا بللو او د تکفیر د کلمې په اساس او بنسټ د بې ګناه مسلمانانو د قتل عام په اروا پوهنه باندې د ښه پوهیدلو لپاره اړینه ده، چې موږ تاسو باید د پخوانیو خوارجو تاریخ دقیق مطالعه کړو او د اهل السنة و الجماعة د امامانو په تېره بیا د امام ابو حنیفه رحمه الله له سیاسي مبارزې سره اشنایي پیدا کړو، له دې پرته د نن د متشددو او تاوتریخجنو ډلو روانيت او ذهنیت په بشپړ ډول درک کول اسانه کار نه دی.

له بده مرغه نن ورځ موږ له یوې خوا د تش په نوم روڼ اندو سره مخ یو، چې موخه یې د غرب پیروي او د مسلمانانو په منځ کې د غربي ټولنې او کلتور د چاپېریال رامنځته کول او د اسلامي ارزښتونو او دودونو له منځه وړل دي او له بلې خوا د اسلام په لمنه کې دا تکفیري ډلې ټپلې را ګډې شوې دي، چې پایله یې په هره خبره باندې د تکفیر او تفسیق فتواوو په صادرولو سره د مسلمانانو تر منځ کورنۍ جګړې او خپل منځي بې باورۍ ته لمن وهل دي.

نن ورځ هم زموږ لپاره د اهل السنة والجماعة تیر امامان او اکابرین «اسوه» ایډیالان دي، چې دې معتزله په نامه «روڼ آندي» او د خوارجو په نوم «تنګ نظره» دواړه رد کړي او د اعتدال او توازن لاره یې اختیار کړې ده او امت مسلمه یې له دغو دوو انتهاګانو څخه ژغورلی.

خدای دې وکړي، چې زموږ دیني رهبري او علمي مرکزونه د دې وضعیت نازکوالی او جديت درک کړي او په اعتدال او توازن سره د اسلامي امت د سمې لارښونې دنده ترسره کړي. آمین یا رب العلمین.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version