د اسلامي نظام مزاياوې! څلورمه برخه

أحمد راشد الزرقاء

د اسلامي نظام د مزاياوو په لړۍ کې، ځینې نورې مزاياوې هم شته، چې په لاندې ډول یې یادونه کوو:

 

۵:- اسلامي نظام عالمي نظام دی:

د اسلام پروګرام داسې نړيوال پروګرام دی چې د ټول بشريت، ملتونو، ټولنیزو طبقو او مسؤوليتونو لپاره دی او هيڅ يوه ټاکلې دوره، ځانګړې ډله یا زمانې پورې محدود نه دی، بلکې دا د بشر د ژوند بشپړ نظام دی، چې د اخرت تر ورځې پورې د انسانيت د لارښوونې لپاره راغلی دی.

اسلام غواړي چې مسلمانان د واحد امت په توګه يو نړيوال اسلامي نظام جوړ کړي، چې دا کار د مسلمانانو د ګډ کار، يووالي او اطاعت له لارې ممکن دی، الله جل جلاله د قرآن عظيم الشان په بېلابېلو آيتونو کې دا حقيقت څرګند کړی چې اسلامي نظام يو عالمي نظام دی.

 

۱:- «قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا»

ژباړه: ووايه، ای خلکو! زه ستاسو ټولو لپاره د الله رسول يم – الأعراف: ۱۵۸

دغه آيت دا څرګندوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول انسانانو ته لېږل شوی دی، نه يوازې يوې خاصې ډلې ته.

 

۲:- «وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ»

ژباړه: ما ته دا قرآن وحي شوی، تر څو تاسې او هر هغه څوک چې دا ورته ورسيږي، ور باندې ووېرول شي. الأنعام: ۱۹

 

۳:- «وما ارسلناک إلا رحمة للعالمين»

ژباړه: موږ نه يې ليږلی ته، مګر زېری ورکوونکی نيکانو ته او وېرونکی د بدانو له دوزخ څخه.

 

۴:-«وما هو إلا ذکر للعالمين»

ژباړه: نه دی دا قرآن مګر پند او نصيحت دی و ټول عالم لره.

همدارنګه نبي علیه الصلاة والسلام فرمايي «وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: مخکېني انبياء خپلو قومونو ته ليږل شوي وو، خو زه محمد صلی الله علیه وسلم ټول بشريت ته لېږل شوی.

 

نو هر کله چې اسلام يو عام او کامل نظام دی، نسخ، تبديل او تغيير نه قبلوي نو د دې تقاضا داده چې عقلاً بايد په هره زمانه او هر مکان کې د تطبيق وړ وي، الله جل جلاله د يهوديت او نصرانيت چې د بني اسرائيلو پورې خاص دي فرمايي: «فأتيا فرعون فقولا اني رسول رب العالمين ان ارسل معنا بنی اسرائيل»

ژباړه: د فرعون لور ته ولاړ شئ او ورته ووایئ: بېشکه موږ د ربُ العالمین (د ټولو جهانو د رب) لخوا استازي یو، بني اسرائیل زموږ سره رخصت کړه.

 

اسلام يوازې د يوې سیمې یا يوې زمانې لپاره نه دی راغلی، بلکې د ټول بشر لپاره دی، سياسي نظام يې هم نړيوال، ټول شموله او د تل لپاره جوړ شوی دی، دا د دې لپاره دی چې ټول انسانان د يو خدای بنده‌گان دي، او ټول د هغه له خوا لارښوونې ته اړ دي.

 

۶:- اسلامي نظام متوازن او منځنی نظام دی:

 

د اسلام له ځانګړو صفاتو څخه یو دا دی چې نظام یې تعادل او توازن لري.

الله جل جلاله فرمايي: «وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ» (البقره: ۱۴۳)

ژباړه: «او همداسې مو تاسې د منځنۍ امت په توګه غوره کړئ، تر څو د خلکو پر وړاندې شاهدان و اوسئ.»

 

اسلام یو معتدل دین دی، هم له نظر د عقيدې، هم د عبادتونو، اخلاقو، اجتماعي ارزښتونو، فکر او د سياسي نظام له نظره، د اسلام سياسي نظام هم متعادل او منځنی دی، په خلاف د هغو نظامونو چې يا په افراط ولاړ وي، لکه مطلق ديکتاتوري، یا په تفريط لکه مطلقه ديموکراسي.

 

اسلام دا نه مني چې واک دې مطلقاً د يو فرد سره وي، لکه استبدادي نظام، او نه دا چې ولس دې بې له قيده هر څه پخپله وکړي، لکه مطلق ديموکراسي، بلکې د اسلام په سیاسي فکر کې زعیم او رهبر د “اهل حل و عقد” له لورې ټاکل کېږي، یعنې داسې خلک چې له علم، تقوا او تخصص سره سم وي.

 

نبي علیه الصلاة والسلام فرمايي: «خَيْرُ الأُمُورِ أَوْسَطُهَا»

(بيهقي وغيره)

ژباړه: «د کارونو غوره طريقه منځنۍ لاره ده.»

بناءً اسلامي نظام د افراط او تفريط نه پاک، یو معتدل، علم‌محور او مشورتي نظام دی، واک پکې نه استبدادي دی، نه مطلق ولسي، بلکې د متخصصو خلکو په مشوره او علم ولاړ نظام دی، د دې ډول متوازن سیاسي نظام موخه دا ده چې هم عدالت تامین شي، هم نظم وساتل شي، او هم دین د هر وخت او هر نسل لپاره د تطبیق وړ پاتې شي.

Exit mobile version