د استکبار د ځواک ماته او د ايراني ملت د مقاومت بريا

سيف الدين

په اوسني عصر کې چې نړۍ د یو قطبي نظام له انحصار څخه د وتلو په حال کې ده، موږ د داسې سیاسي جریانونو شاهدان یو چې د لوېدیځ، په ځانګړې توګه د فرعوني دريځ لرونکې امریکا د “استکبار او زبرځواکۍ منطق” یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دا منطق، چې یوازې پر پوځي زور، اقتصادي بندیزونو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر مداخلې ولاړ دی، نن سبا د سیمې د ملتونو د بې ساري مقاومت له امله خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده.

په همدې لړ کې، د امریکا د ولسمشر لخوا ایران ته د وروستي ضرب‌ الأجل د پای شېبې هم د شرمناکې ماتې سره هم‌مهاله پای ته ورسېدې؛ هغه ګواښونه چې په سیمه کې یې د لوی بدلون غوغا جوړه کړې وه، یو ځل بیا د دیپلوماتیکو بدلونونو په ګرداب کې لاهو شول. دغه وضعیت نه یوازې دا چې د فرعون صفته امريکا د استکبار رنګ يې پیکه کړ، بلکې په نړیواله کچه یې دا پوښتنه یو ځل بیا راپورته کړه چې ایا د سختو ضرب‌ الأجلونو سیاست لا هم خپل اغېز لري، او که دا یوازې د یوې بلې داسې لوبې پیل دی چې پایله یې یوازې د لفظي شخړو تر حد پورې محدوده پاتې کېږي.

د ایراني ملت د تېرو څو لسیزو تاریخ دا ثابتوي چې د بهرنیو فشارونو او ظالمانه بندیزونو په وړاندې درېدل یوازې یو شعار نه، بلکې یو عملي واقعیت دی. سره له دې چې امریکا په بېلابېلو پلمو هڅه کړې چې د ایران اقتصاد فلج او اراده یې کمزورې کړي، خو دغه ملت د خپلې سیاسي خپلواکۍ او ملي غرور په ساتلو سره وښودله چې د “فشار منطق” د هغو خلکو په وړاندې کار نه ورکوي چې د مېړانې او مقاومت کلتور لري. د امریکا د “سياسي فشار منطق” او د استکبار بې منطقه دعوې ناچله شوې دي، ځکه دوی غواړي خپله اراده او منطق پر نورو تحميل کړي، مګر د ایران ملت دا ثابته کړه چې د نړۍ د تقدیر پرېکړه یوازې په سپینه ماڼۍ کې نه کېږي.

د منځني ختيځ د روانو کړکېچنو په تړاو، د افغانستان اسلامي امارت د یو مسؤل او خپلواک نظام په توګه تل پر دې ټینګار کړی چې د سیمې ستونزې باید د خبرو اترو او متقابل احترام له لارې حل شي، نه د بهرنیو قدرتونو د لمسون له مخې. د اسلامي امارت دا موقف چې د ګاونډیو هېوادونو د ثبات ملاتړ کوي او د لوېدیځوالو د نفاق اچونې سیاست ردوي، د یوې ريښتونې اسلامي او خپلواکې پالیسۍ ښکارندویي کوي.

خو بلې خوا ته، د ایران او افغانستان د خپلواکو دریځونو په مقابل کې، بدبختانه د پاکستان پوځي نفوذ لرونکی رژيم د یو داسې بحران ښکار دی چې ریښې یې په “نیابتي سیاست” ولاړې دي. غوره بېلګه يې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف وروستي اقدامات، په ځانګړې توګه هغه ټویټ دی؛ چې لومړی په غير شعوري ډول په داسې شکل خپور شو چې دستوري بڼه يې لرله او بیا سملاسي د بهرنیو لارښوونو پر اساس پکې اصلاحات رامنځته شول؛ دې ټويټ دا په ډاګه کړه چې د ياد هېواد سیاسي تقدير په اسلام اباد کې نه، بلکې د نورو هيوادونو په پلازمېنو کې ليکل کېږي.

دا ډول “دستوري سیاست” د یو ملت د خپلواکۍ د سلبولو په معنا دی. د پاکستان د پوځي نفوذ لرونکي رژیم لخوا د سیاسي بدلونونو مدیریت او د بهرنیو زبرځواکونو د خوښۍ لپاره د ملي ګټو قرباني کول، هغه څه دي چې نن سبا د سیمې په کچه غندل شوي او د نیابتي سیاست د ناکامۍ د ثبوت په توګه یادیږي.

Exit mobile version