د ا.ا.ا له بياځل واکمنتيا وروسته له ګاونډيو اسلامي هيوادونو څخه دا تمه کېدل چې د خواخوږو رول به ولوبوي او د افغانستان پر وير لړلي او غمځپلي ولس به خپله مرسته او همکاري ولوروي، خو له بده مرغه چې دا توقعات ناسم وختل؛ يو شمېر ګاونډويو هيوادونو د پرديو په لمسون له افغانستان سره غدر، خيانت او درغلۍ ته مخه کړ، چې پاکستان هيواد په ياد رديف کې لومړۍ مقام لري.
پاکستاني ځواکونو د ا.ا.ا له بريا وروسته په مکرر ډول د هوايي بريدونو، بمباريو او توغنديزو حملو په مټ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته سپکاوى وکړ، دا چې د پاکستان هيواد ياد حملات د نړيوالو اصولو او ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي؛ په خپل ځاى دې پاتې وي، خو دا بايد جوته شي چې افغان ولس له دې هيواد څخه د اسلامي ګاونډيتوب او ورورۍ توقع لرل نه دا چې د دښمنۍ ډګر ته راودانګي او کرکې ته لمن ووهي.
د دوست په جامه کې ياد دښمن داسې مهال افغانستان له خوږ ګوتې راټېنګوي چې تازه له اوږدې او خورا بلاخورې جګړې راوتلى دى او هڅه کوي د خپلو زخمي مټو په مرسته پر خپل څلوېښت کلنو ژورو سياسي او نظامي ټپونو ملهم کښېږدي، پاکستان د نظامي يرغلونو سربېره د افغان ولس دښمنو کړيو ته په خپلې خاوره کې ځاى هم ورکړى دى تر څو وږي ليوان هلته وساتي او له فرصت سره سم يې د خپلو منافعو لپاره وکاروي.
اوس مهال پاکستان د يو لړ پټو سياسي هڅو ښکار ګرځيدلى دى تر څو په افغانستان کې شته ثبات له مېنځه يوسي او افغان ولس يوځل بيا له ګڼ شمېر ناخوالو سره لاس او ګريوان کړي؛ له همدې امله يې په غيرسنجيده توګه څو ځلې تيروتنې کړي دي.
بل لورې ته د ا.ا.ا په مکرر ډول يادونه کړې ده چې افغانستان د نړۍ له ټولو هيوادنو په خاصه توګه له ګاونډيو سره په اسلامي چوکاټ کې دننه ښې اړيکې غواړي او په عين حال کې د متقابل احترام ليدلوري ته ژمن دى چې نور جهتونه هم بايد ياد حکومت ته په درنه او پسته سترګه وګوري؛ خو پاکستان هيواد لکه چې په خوږې او پستې لهجه هېڅ نه پوهيږي او يا دا چې ځان يې تغافل کې اچولى دى چې موږ سياسي درايت او پوهه نه لرو.
لنډه دا چې پاکستان د خپلو مکررو تېروتنو او سرغړونو له امله د افغانستان اسلامي امارت نظامي ځواکونه اړ ويستل چې ترکي ته په ترکي ځواب ورکړي او هغه شرير عناصر او استخباراتي لاسونه وځپي چې د ياد هيواد په مرسته يې د افغان ولس د وير او ژړا پلانونه جوړول.
د ډيورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته پر فسادګرو وروستى بريد چې تېره شپه د ا.ا.ا د زړورو ځواکونو په مټ ترسره شو؛ نه يوازې د خپل ولس د غچ اخيستنې قاطع اقدام و بلکې د هغو معصومو وينو پور هم وو چې څو ورځې وړاندې د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني فوج له لورې وبهول شوې.
د ابدالي او غزنوي مېړني او سرتېري بچيان خپل د خاورې هره لويشت ساتي او پرې غيرت به کوي، د ا.ا.ا سربېره پر دې چې خورا پراخه او پخه سياسي سينه لري خو کله ناکله نورو ناپوهانو ته د ادب لپاره له ډب څخه کار اخلي تر څو بل ځل داسې سرغړونه ترې و نه شي، د ابدالي او غزنوي مېړنيو بچيانو بيا ځل ګاونډيو ته په ډاګه کړل چې د دښمن هر ډول وحشت ته قاطع او کلک ځواب ورکولاى شي او څوک دې زموږ د برباديو خوبونه نه ويني.