درېمه شبهه

دواعش خپلو پلويانو ته القاء كوي، چې دوی ځکه په حق دي، چې د دنيا ټول کفار په یوه سنګر کې د دوی په خلاف سره راټول شوي دي، په دنيا کې هیڅ داسې دولت نشته، چې له دوی دې ملاتړ وکړي ټول غلامان او باداران د دوی په وړاندې په جنګ سره يوه خوله دي. د خلافت په وړاندې د دنيا د ټولو کافرانو ائتلاف د دې دلیل دی چې په حق دی.

ځواب د دې سوال داده: چې د حضرت علي رضي الله عنه په دور کې د هغه خوارجو چې په اړه يې صحيح نصوص موجود وو، هم ډیر زیات دښمنان وو، ټول کافران هم د دوی دښمنان وو او ټول مسلمان هم د دوی دښمنان وو، خو نه دوی او نه د دوی مخالفينو دا د خوارجو د حقیت دليل وباله، بلكي كه تاريخ وكتل شي خوارج د خپلې پليتې عقيدې له امله نه په مسلمانانو کې خواخوږي لري او نه په کافرانو کې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version