داعش څنګه خپل مالي لګښت پوره کوي

دا چي داعش يو وحشي، بي رحمه، بي زړه او تروریستي بانډ دى، نو هرومرو به يي د مالي لګښتونو سرچينې د غير قانوني او غير شرعي لارو له طریقه تمويليږي
له 2015 کال را پدې خوا مختلفو کميټې له ډيرو څيړنو څخه دي نتيجې ته ورسيدل تر څو د داعش د مالي سرچينو، نظامي تمويل، او د دوى د غذايي تغذيې سيستمونو معلومات تر لاسه کړي
څيړنې وايي چي د داعش ډلې مياشتنۍ مصارف تر هغه څه لوړ دي کوم چي دوى يې په مياشتنۍ توګه ترلاسه کوي
څيړونو دا هم ويلي چي داعش له مختلفو غير قانوني لارو په ورځنۍ توګه تر 1 ميليون ډالرو زيات عايد تر لاسه کوي
د (رينډ کورپوريشن) څيړونکې ادارې هغه لارې چارې چي داعش يي د مالي تمویل په توګه کاروي په ډاګه کړې
نوموړي اداره کاږي چي : داعش له لاندې لارو خپل مالي لګښت پوره کوي
لومړۍ : د بډایه کسانو اختطاف
اداره زياتوي چي داعش هميشه د شتمنو کسانو په لټه کي وي، هغوى اختطاف کوي، بيا يې د کورنیو څخه د ډيرې شتمني په بدل کي پيسې اخلي
دوهم : د کم عمره ماشومانو اختطاف
اداره وايي چي دوى د ماشومانو اختطاف ځګه کوي چې بيا يې له وژل کيدو وروسته د بدن څخه اروپا ته د هيرويينو د قاچاق په توګه کار اخلي
دريم : د بانکونو څخه په زور مياشتنى جاج اخيستل
څلورم : په عراق او سوریه کې د تيلو له څاګانو څخه خام تيل ايستل او بيا يې په غير قانوني توګه پر ترکيه او ورته نورو هېوادونو خرڅول
پنځم : له خلکو څخه په يو او بل نوم پيسې اخيستل يا د غربي نړۍ په اصطلاح Extortion
شپږم : د شتمنو خلکو اجداد غصبول
اووم : د هيرويينو قاچاق له افغانستان څخه د نايجيريا بوکوحرام له لارې بيا اروپايي نړۍ ته
اتم : د انتيک او قيمت بها شيانو خرڅول
څيړونکي وايي چي دوى د عراق او سوریې ټول موزيمونه او قيمت بها شيان د بوت پرستى تر کاذب عنوان لاندي لوټ کړل اما هغوى يې بيا په تور بازار کي خرڅ کړل
د روسيې او عربي نړۍ د اقتصادي چارو کميټو د يادو څيړنو په تاييد سره اضافه کوي چي داعش خونخواره ډله د مالي لګښتونو په پوره کولو سره له هيڅ لارې څخه سرفه نه کوي، حتا تر دي چي د جعلې پيسو له لارې او حيواناتو د غلا کولو له لارې هم خپل مالي لګښت پوره کوي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version