داعش په افغانستان کې له بشپړې ماتې سره مخ دی طالب العلم صفت الله (سیاح)

#image_title

الله جل جلاله له خپلو مؤمنو بندګانو سره د فتحې وعده کړې ده او الله جل جلاله تر ټولو ستر وعده پوره کونکی دی، په همدې خاطر الله جل جلاله په خپلې وعدې یو ځلې بیا وفا وکړه او مسلمانانو ته یې مبینه فتحه ور په برخه کړه.

عصري خوارج (داعش) چې د تیر دیموکرات نظام په ملاتړ یې په افغانستان کې ریښې محکمې او قوي کړې وې؛ د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ سره متزلزلې شوې، په ډېره کمه موده کې عصري خوارجو خپل ټول مرکزونه، مشهور او مخور مشران، عواد، ځواک او نور حمایوي وسایل له لاسه ورکړل، چې بیا تر ننه سره منسجم نه شول او نه به ان شاالله بیا دا موقع پیدا کړي؛ چې سره منسجم شي.

تېر دیموکرات نظام په دومره لږه موده کې؛ نه د خپلې ماتې او نه د داعش د له منځه تللو فکر کړی و، هغوی دلته داعش ډېر زیات محکم کړي و، په لوی لاس یې دا فرصت ورکړی و؛ چې محکم شي او د مسلمانانو و اسلامي نظام مخه ونيسي.

د ننګرهار ولایت د خلګو د استازي ظاهر قدیر په وینا؛ چې کله به هم د اسلامي امارت د سرتېرو او د خوارجو جګړه وه؛ ډرون به له پاسه صرف طالبان ویشتل، تر څو د داعش د ماتې او ناکامۍ مخه ونیسي، د داعشي خوارجو ټپیان او وژل شوي جنګیالي به یې په طیارو کې د جنګ له صحنې پورته کول، چې دا خبره د ننګرهار د اچین، بټي کوټ او اګام اوسېدونکو ته ښه معلومه ده.

خو کله چې امریکا او د هغوی لاس پوڅو میدان بایلود، نو داعش ته هم کوم د امید در پاتې نه و، ځکه خو یې د اسلامط امارت په وړاندې په لږ وخت کې ماتې وخوړه او لله الحمد چې زمونږ ملت اوس له دې لویې فتنې په امان دی.

ابو جلال
Exit mobile version