داعش له موصله تر ننګرهاره(۱۱ برخه)

قاري سعید خوستی
د بغدادي خلافت او د نظرخاوندان
د خلافت د شرعي حیثیت په آړه موږ د هغه علماؤ او د جهاد امامانو نظرونه راخلو چې د اسلامي امت صالحه طبقه د هغوی د ربانیت ګواهي ورکوي، هغه علماء چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ضعیفانو مظلومینو د حمایت لپاره یې د امت په بیدارۍ کې رول لرلی دی، هغه علماء چې د نړۍ په هر کونج کې د طاغوت په وړاندې جنګیدونکي مبارزین د دوی په فتوی میدان ته وتلي دي، هغه علماء چې د جهاد په دؤو پړاؤونو(د سوسیالیزم او امپریالیزم په وړاندې جهاد) کې په لکونو مسلمانانو خپلې وینې د دوی په فتوی اوبهولې، هغه علماء چې د دیموکراسۍ او جمهوریت په طاغوتي نظامونو کافر دي، هغه علماء چې چې د مصلحتونو او مُترَف ژوند په ځای د زندان، مهاجرت، سنګر ژوند غوره بولي.
موږ د داعش په آړه د هغه علماؤ نظر ته اعتناء نه ورکؤو چې د بلعم بن باعوراء مسیر یې خپل کړی، هغه علماء چې د امت د یوې لویې طبقې د ګمراهۍ سبب شول،هغه علماء چې په دربار یې خپل دین او ایمان وپلورلو، هغه علماء چې د صلیب او طاغوت په وړاندې مقدس جهاد تروریزم بولي،هغه علماء چې د شیطاني مصلحتونو په بنیاد د دیموکراسۍ او جمهوریت په ډنډ کې ترپکې وهي.

(۱) د.ایمن الظواهري د القاعدې د نړیوال تنظیم مشر
« د القاعدې ډله د اسلامي دولت له ډلې سره هیڅ تنظیمي اړیکې نه لري د دولت په جوړولو کې له القاعدې سره نه مشوره شوي ده او نه ترې اجازت غوښتل شوی او نه د دولت په جوړلو القاعده تنظیم خوښ دی، بلکې دوی له دولت جوړولو څخه منع شوي ؤ بناءا اسلامي دولت د القاعدې څانګه نه ده او نه القاعده د دوی د تصرفاتو مسؤلیت په غاړه لري» (مؤسسة السحاب بیان بشأن علاقة قاعدة الجهاد بتنظیم الدولة).
ډاکټر ظواهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسو له داعش سره په کومو ټکو خلاف دی؟ هغه په ځواب کې داسې اویل: زموږ او د دوی اختلاف منهجي دی زموږ منهج (تګلاره) دا ده چې په اوسني وخت کې باید د زمانې په هبل (بت) امریکا او د دوی په صلیبي ائتلافیانو او د صهیونستانو او د دوی په اجیرو خاینانو تمرکز وشي او له جانبي جنګونو څخه باید ځان وژغورل شي. زموږ منهج دا دی چې باید په وینو کې احتیاط وشي او له هغه عملیاتو څخه ډډه وشي چې پکې د بې ګناه انسانانو وینې توییږي. بالخصوص هغه عملیات چې په بازارونو اومساجدو او د اوسیدو په ځایونو کي بلکې د مجاهدینو په مینځ کې ترسره کیږي.
نوموړی بل ځای داسې وایي:آی مجاهده: ته شام ته د دې لپاره راغلی یې چې د الله کلمه لوړه شي او د کافرانو کلمه ټیټه شي نو خپله لار مه ورکوه او پام چې ځینې خودغرضان دې په خپلو لانجو کې ونه کاروي. هغوی چې د واک، ځواک او القابو اومنصبونو لپاره جګړه د دین په نوم کوي. زه تاته وایم: که زه تاته امر وکړم چې پخپلو مجاهدینو وروڼو تجاوز وکړه او یا ځان د دوی په مینځ کې منفجر کړه نو زما اطاعت مه کوه او زما نافرماني وکړه ځکه زه له تا څخه د الله عذاب نشم ګرځولی.
نوموړی بل ځای د ابوخالد السوري په هکله هغه چې دواعشو شهید کړ داسې وایي:
ومن السعاة إلى المناصب دونها هتكـــوا المحـــارم جهـــرةً وفجــــورا
أسلافهـــــم قتلــــوا الخليـــــــفة ثالثًا يتلـــو الكتاب مســــالمًا وصبــــورا
طعنـــوا أبا الحسن الإمــام مصليًا حجبت شمـــــوسًا طعـــنةٌ وبـــدورا
سيخيب في أرض الشآم حفيدهم وكفــى بربك هــــــاديًا ونصيــــــرا
ژباړه:هغوی چې د لوړو څوکیو لپاره هڅې کوي، په څرګنده او ناروا یې عزتونه څیري کړل. د دوی پلارانو دریم خلیفه په داسې حال کې شهید کړ چې د الله د کتاب لوستونکی ؤ. هغه سوله خوښوله او صبر یې کولو. د حسن پلار(علي) یې په داسې حال کې په نیزه اوهلو چې لمونځ یې کولو د ده د نیزې ګذار سپوږمۍ او د لمر سترګې پټې کړې. د هغه خوارجو لمسی (ابوبکر بغدادي)به د شام په زمکه کې ناکام شي او ستا رب د هدایت او نصرت لپاره بس دی.

نور بیا…….. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version