داعش د سنیانو د ځپلو توطئه که د بل شوروي د ژوندې کیدو چانس

استاد محمد زمان مزمل

داعش ته نيژدې سیاسي شنونکې عقیده لري چې :

داعش څو کاله وړاندې په عراق او سوریه کې د سني مظلومو پرګنو د جذب په موخه افراطي  ډلو او د صدام حسین د استخباراتي شبکو د پاتي شونیو په وسیله جوړ شو .

داعش په سیمه کې د شیعه ډلو د مسلسو تیریو او په تعصب ولاړو عملیاتو په وړاندې د یو طبیعي غبرګون په توګه د جنګ ځپلو سیمو ځوانان په خپله خوا کې د یوې معجزې په ډول را ټول کړل ولی د تنظیم د امکانیاتو او وسائلو پریماني او بیا په هغه عربي سیمه کې ناڅاپي بریو ټوله نړۍ اریانه کړه او هم یي وپاروله .

دا چې داعش په خپل لوي قلمرو کې داسې اجراءات وکړل چې په لیري دنیا کې ان په اروپا او امریکا بلکې په شوروي کې د مشرانو او ملتونو اندیښنې وپارولې .

او چې کله د داعش د مشرانو توند اظهارات او ورپسې خونړي اجراءت د خپل سیاست او موخو طبیعې برخه کړل بیا نو د دغې ډلې په هر کور کې د ویرې او اندیښنو توپان پورته کړ .

داعش چې په پیل کې په عراق او سوریه کې وزیږید هغه په دویم قدم کې په لیبیا او بیا په افغانستان کې هم پلویان پیدا کړل .

په ننګرهار او زابل کې یې له ځانه سره ترخه حوادث رواړل ولی د افغانستان او عربي سیمې داعش په خپلو کړو وړو کې ډير توپیر لري .

په اول پړاو کې د داعش په اړه ویره له امریکا سره وه او بیا له روسيې سره پیدا شوه .

روسیه چې په خپل شرقي یوکراین کې دامریکا مداخلو پوره بې ثباتی ته وښویوله پای د روسيي رئیس پوتین پکې دا لوي ابتکار وکړ چې د نړۍ لپاره ببو داعش په سوریه کې د نوي روسیې د قوت ښودلو لپاره وسیله او داعش په داسې یو سیاست و ځپي، چې امریکا پکې د روسیې د مداخلو په باب د اعتراض او مخالفت هیڅ څه و نه شې ویلای او په دې ډول روس او ایران د داعش د ځپلو په پلمه ایله د خپل محاصره ملګرې بشار نه د دفاع او حمايي ښه چانس پیدا کړ او دا پکې د نوي شوروی په خوا د پوتین اول کامیاب قدم شو .

په سوریه کې د پوتین د داعش په ضد روان نظامي مانور هغه څه دی چې پوتین پکې د چانس او عمل له مخې د امریکا د یو طرفه نفوذ په وړاندې د یوه واقعي نړیوال رهبر او د یو بل نوي شوروي په خوا دروسي د غځولو په اړه مناسب کردار ادا کړ .

پوتین له تجربې دا زده کړل چې اوسنۍ امریکا په سیمه کې د سني مسلمانانو سره د یوه داسې اخ و ډب په عروج کې واقع ده چې امریکا د شیعه ایران سره یا ملګری یا هم د سني مسلمانانو پر ضد د یوه وسیله په توګه  په کار واچوی او پوتین د همدغسی یوه سیاسي طرف نه په استفاده روسیه د منځني ختیځ او خلیج په شا اوخوا کې د امریکا د نظامي کمپاین په دننه کې خپله برتري و ښودله او د ایران او سوریې په وسیله یې خپل سیاسي عمق دغه سیمې ته ور وغځاوه .

داعش چې د خطر لویه موخه یي په ظاهر د هغه غرب او امریکا پر ضد ده چې امریکا یي په سیمه باندې د نیمې پیړۍ راهیسی مسلطه ده او هغه په ظاهر د روسيې لپاره هیڅ ګواښ نه ګڼل کیږي منتهی دروس ملګری ایران پکې تر هر چا زیات د کواښ طرف دي پوتین دامریکا سره په ټکر کې واقع داعش داسې په لیري سوریه کې په نښه کړ چې امریکا پکې د اعتراض خوله نه شوه خلاصولی او دا ځکه چې ډيری فکر کوي داعش د امریکا داستخباراتي پټو هڅو جوړه کړي ډله ده چې اصلا د سني او شیعه په منځ کې روان امریکایې  پلان ته جذبه او متره ورکړي د همدې ځایه امریکا د شوروي دغه نظامي مداخله وزغمله او پوتین پکې د نوي شوروي پخوا د روانیدو ښه چانس پیدا کړ .

ایران په عراق او سوریه کې په خپله غلطه پالیسۍ د سیمې سنیان تر حد زیات وپارول او د سیمې د نوۍ لوبې لپاره چې امریکا پیل کړي وه د هغې د کامیابۍ لپاره یې امریکا ته بندې لارې خلاصې کړي او په سیمه کې د شیعه او سني تضادونه چې امریکا غوښتل هغه ایران پر یو بد سطحي پالیسیۍ کې هغسی وپارول چې یواځې به امریکا له هغو ګټه پورته کړي .

که څوک په عربي سیمه کې د داعش پیدا کیدو ته او بیا په سیمه کې د ایران او روس مخامخ طرف کیدو ته نظر واچوي و به ګوري چې امریکا په سیمه کې په اوله درجه د سني مسلمانانو سره اخته ده او په دویمه درجه کې دهغی روسی سره په یو بل اخ و ډب کې چې د بل ساړه جنګ خوا ته روانه ده .

چې یوه خوا یې یوه قوی روسیه یې ضرورت لمسوي او په دې اړه روسیه په دغه خیز کې دایران او هند په دوستۍ حساب کوي .

د داعش پیدایښت که د سني مسلمانانو د مظلوم حالت یو غیر طبیعي نا معقول غبرګون دی هغه کیدای شي د سني اسلام د بدنامۍ په اړه د امریکا یو استخباراتي عمق تر شا ولري .

امریکا د سني اسلام سره په روانه مقابله کې هغه مهال د روسيې د درندې مقابلې سره مخ شو چې په سوریه کې د امریکا او پرنګیانو مداخله درې کاله مخکې د یوې پریکړې حد ته ورسیدله ولې هغه مهال پرنګیان د مداخلې نه په شا شول او بیا امریکا پکې سوریه همدغسی کډ وډې ته پریښودله .

امریکا دسني اسلام په ځپلو کې د ایران خوا په تدریج او یوه قوي د پلوماسی پرانستله ولی د عربي سیمې اوضاع امریکا د روس د یوه ژوندی مقابلې سره مخامخ کړه او په دې لحاظ امریکا په نړۍ او سیمه کې یو پیچلې پړاو ته داخله شوه .

امریکا اخواني فکر او ډلې د سعودي پاچا ملک عبدالله په احمقانه سیاست او ملګرۍ ښې و ځپلي او په مصر او تونس کې یې ددغه نهضت را روانه څپه شنډه کړه ولې په عراق او سوریه کې د شیعه ایران پلویانو نظامونه هومره لوي دهلیز پرانیست چې دایران په ځای پکې پوتین هم په عربي سیمه کې د ناصر د مهال د شوروی د ماتې غچ واخیست .

امریکا په نوي پیچلې پالیسۍ کې چې هم د سني مسلمانانو سره اخته ده او هم د پوتین د هغې روسيې مقابله کوي چې قدم په قدم د یو بل شوروي د زیږیدو په خوا روانه ده .

په دې اړه امریکا په څو محورو کې مصروفه ده .

اول محور:

د اخواني او سني مسلمانانو د ځپلو په اړه:

په دې اړه امرکا په خپله زړه پالیسۍ کې روانه ده او هغه دا چې :

۱ : سیاسي اسلام په تروریزم باندې تورن کړي

۲ : مذهبي لیبرالان د هغوی په وړاندې په خپلو صفونو کې درولي دي.

۳ : په افراطي ډلو کې یې خپل جاسوسان ننویستلې او د هغوی په ذریعه داسې اجراءات کوي چې ټول خلک او په خپله مسلمانان د دغو ډلو د اجراءاتو او عمل نه کرکه وکړي او یا یې پیدا کړي .

۴ : دغه ډلې له هغو ډلو او حکومتونو سره اخته کړي چې امریکا یې مخامخ ننګه کوي او ټولې دغه ډلې د امریکا مرستو ته لکه اکسیجن ضرورت لري لکه په افغانستان ، عراق او د نړۍ په نورو ځایونو کې .

دویم محور :

د پوتین د نوې شوروي سره مقابله :

په دې اړه امریکا څو عمده پلانونه په مخ کې اچولې دي! .

۱ : دا چې ایران د پوتین په قدم روان دی نو امریکا هڅه کوي چې ایران په غیر مستقیم ډول د داعش او سني مسلمانانو سره مصروف کړي او په دې پلان کې د امریکا موخه د سني مسلمانانو کمزوري او د پوتین په قدم روان ایران ته تنبیه ده .

۲ : امریکا هڅه کوي چې د پوتین نژدې ملګري ایران او هندوستان په خبرو او په نسبي هغو روابطو د پوتین دوه ملګرې له پوتین لیرې یا یي هغو ته مشکوک کړي .

د ایران سره د اتومي پروګرام په اړه د امریکا موافقه د همدغه سیاست برخه ده لکه هندوستان ته د لویې دیموکراسی لقب ورکول او یا هم د هند سره د لويې ټکنالوژۍ په اړه د امریکا تیره او روانه همکاري هماغه څه دي چې امریکا غواړي هند د روسیې له مداره یا لیري کړي او یا یي د روس سره د نژدې ملګرۍ نه مصروف کړي .

امریکا په عربي سیمه کې د سني مسلمانانو د ځپلو په موخه ایران ته په عراق کې نوی امتیاز ورکړ ولی ایران سیمه کې د خپل نفوذ ډير څه د همدغه پوتین سره د تفاهم او شریک سیاست په حساب خوري نه د امریکا له خوا د ورکړل شوي امتیاز په حساب .

سره له دې چې زمونږ په سیمه او عربي نړۍ کې دری جهتونه مصروف دي :

اول : امریکا  .

دویم : د دویم شوروی په خوا تلونکې روسیه

دریم :  او په خپلو کې ویشلې مسلمانان .

بیا هم شیعه ګان پکې د یوې رهبرۍ خاوندان دي ولی سني مسلمانان په خپلو کې تقسیم دي نیم یې دامریکا په تشو وعدو دوکه دي او نیم نور هغه هم په یو بې رهبره حالت کې هم د شیعه د ایران او هم د پوتین او هم د اوباما ګذارونه خوري .

دا چې پوتین په سوریه کې خپل موثر نظامي مانور اجراء کړ او لویدونکې بشار ته یې د مذاکراتو یا په واک کې د پاتی کیدو بل چانس ورکړ دا د پوتین لپاره که یو نظامي بری دی د بلې خوا دا د تیر شوروي د مهال د شوروي د یوه زاړه ملګرې هیواد نه د نوې دفاع او نوی ملګرۍ ثبوت دی .

په سوریه کې د روسیې د پوتین تیر کردار چې د داعش د غښتلي حضور په ځپلو کې و ښود دا که د یوه سریع اقدام په توګه د پوتین سیاسي جرأت ښیئ ولې د سوریې نه د پوتین د قوتونو وتل دا پکې هغه څه و چې نوي روسی ته د افغانستان په قضیه کې د یوي تجربې نه په استفاده د نوي سیاست په اړه هم زده او هم عملي کړ .

داعش چې په هر حساب په سیمه کې پیدا شوی وي څه هغه د غرب او امریکا لخوا په غیر مستقیم دسني او شیعه د جنګولو لپاره پیدا کړې وي او یا هم په دویم قدم کې د افغانستان په شمال کې د شوروی د جنوبی پولو د نفودي سیمو د بد امنه کولو په خاطر پیدا کړي وي یا لا هم په سیمه کې د زوریدلو سنیانو یو نیم پوخته سیاسی غبرګون یې وګڼو، په هر صورت له هغه نه د پوتین روسیې په یو فعال دریځ کې د روسي د شهرت او نړیوال قوی حضور په اړه ښه استفاده وکړه .

دا چې داعش په خپلو موخو او سیاستونو کې ډير پارونکی او د هر چا لپاره د خطر پارول سیاست لري او د سني مسلمانانو  جذب او تمثیل هغه د ایران د شیعه جبهې لپاره هم زیات مطرح کونکی شو .

که څه هم ایران په سیمه کې باید هومره پراخ او داسې مخامخ نه ده لتاړ شوی ځکه چې که سني پراخ ژورتابه په یو چانس کې د یو واحد دریځ او ګډ ایتلاف متحد کړ بیا نه دا چې ایران به ډېر شاته ولاړ شي بلکې روسیه او هند له هم د ایران سره د ملګرۍ کرښه د خپلو ګټو په خاطر پریدي .

د سیمې د هیوادونو په معافیت کې راغلي پالیسي او د سعودي عربستان د ملک عبدالله غلط سیاستونه باید ایران د سیمې د شغالې کیدو په اړه هومره نه وو هڅولې چې د سني اکثریت هیوادونو سره جدي طرف شي ځکه په ایران کې هومره سیاسي او اقتصادي ریزرف توانمدي نشته چې د اوږدو مداخلو په لړ کې ننی ایران پکې همدا ایران پاتې شي.

دا چې ایران پکې د یوه مذهبي ایران نوم او شعار لري ایران ته په دې حساب محتاط دریځ او د مداخلو نه ګوښي سیاست په کار دی ځکه روسیه هم د غرب سره د اوږده نفس د ستایلو توان نلري او چې ایران د روسېي ملګری وي امریکا به د سني مسلمانانو د ښه کړولو او امریکا ته د جدي ضرورت په مهال د سني اکثریت څنګ نیسې او هلته به ایران په سیمه کې د شاه د ایران د وروستیو کلونو بلې ګډوډې ته وګرځي  ځکه سیکولر ډلې او امریکا پلوي ایرانیان په امریکا کې د همدغسې بدې مرحلې انتظار باسي .

دا چې نن په سیمه کې ایران او یا روسېي د عربي سیمې میدان خالې او دخپلو مداخلو لپاره مناسب ویني دا حالت د افراطي مسلمانانو د غیر مسؤلانه پالیسیو او ګډوډيو څخه او خپله د عربي عیاشو حکومتونو د خامو پالیسیو نه پیدا دي ولې ملتونه تر شا د یوه نوي اتحاد خوا چې کیداې شي ترکیه او مصر هم د یو داخلې تحول وروسته د ځان سره ملګری کړي روانه ده او هلته به روسیه او ایران په دې لویه سیمه کې د یوه نوي سیاسي جغرافیې او نوي تشکیل سره مخامخ شي او په خپلو سپینو مداخلو به پښیمانه وي خو د تلافۍ فرصت به بیا پکې نه وي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version