داعش د خپل جګپوړي قومندان أبو احمد اللبناني وژل ومنل

 

أبو احمد اللبناني چې، خپل نوم یې عبد الرحمن موسی القرحاني دی، د داعش د جګپوړو نظامي قومندانانو څخه وو، چې د عراقي ځواکونو لخوا په انبار ولایت کې ووژل شو.

أبو احمد اللبناني په 1995 ميلادي کې د لبنان په طرابلس ښار کې زيږېدلی او هماغلته لوی شوی وو. په طرابلس کې د سُنيانو او علويانو تر منځ په جنګونو کې چې په 2012 کې رامنځته شوي وو، زندان ته تللی وو، د زندان په دوران کې یې داعشي تأثر اخستی وو، څلور کاله وروسته، دی په 2016 کې له زندان څخه خلاص شو.

وروسته وتوانېد، چې د قاچاقي لارو په واسطه ځان له لبنان څخه عراق ته ورسوي.

داعش وایي، چې أبو احمد د 2020 په وروستيو کې داعش ليکو ته داخل شوی وو.

آخر کې د عراق انبار ولایت په صحرا کې مستقر شو، لومړی یې د داعش په معسکراتو کې نظامي روزنه ترلاسه کړه، وروسته د معسکر نظامي او شرعي درسونو استاد پاتې شو.

د ده مهارت ته په کتو، دی د انبار ولایت د داعش جنګيدونکې مفرزه قطعو د روزنې مسؤل وټاکل شو، چې د روزنې په دوران کې یې ځای د عراقي ځواکونو لخوا کشف شو، او د عملياتو په دوران کې ابو احمد سره د نورو ملګرو د مقابلې په جريان کې ووژل شو.

د يادونې وړ ده چې چې أبو احمد اګر که د داعش د مشرانو له نګاه نه په څلورمه کټګورۍ کې راځي، لیکن د داعش دريو کټګوريو مشرانو له منځه تلل، د أبو احمد په څېر د قومندانانو اهمیت له خپلې سويي لوړوي، د دغو خلکو وژل د داعش په تابوت کې د اخرنيو ميخونو په څېر دي.

داعش ټول وړو ماشومانو ته پاتې دی، او القاب خو د دوی خپل دي، چې دُښمن ته پرې ځان يو څه لوړ ښکاره کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version