داعش د خلافت بدنامونکي! دویمه او وروستۍ برخه

عزیر عازم

#image_title

۲:- ښه او بد مسلمان

غربي او کفري استخباراتي حلقو د مسلمانانو تر منځ د نفاق د رامنځته کولو لپاره مسلمانان د «ښه او بد» یا ناښه په ډلو ووېشل او د دوستو هېوادونو په نامه یې ځينې را خپل او ځينې هم تر بندیزونو او نیوکو لاندې راوستل.

 

هغه مسلمانان چې غربي او امریکايي ارزښتونو ته یې په ښه سترګه کتل، په خرېیلې ږیره، نېکټايي او نظریاتو کې د دوی په شان وو او یوازې نوم یې د مسلمان و ښه و، خو د مسلمان په څېره جوړې، محجبې مېرمنې او د اسلامي شعایرو لپاره د ژمنو مسلمانانو لقب یې نا مطلوب او بد مسلمانان وو، چې ستر امیتاز یا بدل یې د همغه هېواد تابعیت تر لاسه کول وو.

 

۳:- د خوارجو تمویل او فتنې ایجادول

د خوارجو رامنځته کول او د فتنو ایجادول د سړې او فکري جګړې له ډېرو خطرناکو وسیلو څخه ګڼل کېږي، چې له دې لارې مسلمانان د اسلام له اصلي روح او مسیر څخه په زور او رضا منحرفوي او د یو لړ رنګینو امکاناتو او سازشونو له لارې یې په خپل دام کې را ښکېلوي او بیا ورو ورو پر اسلام دننګ، جهاد او استقلال روحیه په کې وژني او دې ته د ځان وژنې په سترګه ګوري.

 

په عراق، شام او بیا «د خراسان اسلام دولت» په نوم د خوارجو رامنځته کول د همدې فتنو سترې بېلګې دي چې په افغانستان کې یې هم په ټول ځواک او ملاتړ د اسلام د سپکاوي لپاره و درول، خو د اسلامي امارت مجاهدینو یې نوم او نښان داسې نابود کړی، چې خپله نړیوال هم په دې اقرار کوي.

 

۴:- شعیه او سني

د سني او شعیه په نامه د مسلمانانو تر منځ د بېلتون راوستل او تر منځ یې وسله والو شخړو ته لمن وهل، چې پروژه او تمویل یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په غاړه و، د سړې جګړې بله پروژه وه چې د داعش خوارجو پر مټ عملي کېږي.

 

د جمهوریت پر مهال د جمهوریت له ملاتړ څخه برخمنو داعشي خوارجو په کابل او نورو ولایتونو کې پر تیکه خانو او عبادت ځایونو سخت بریدونه وکړل، عبادت کوونکي، ښځې او ماشومان یې ووژل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا هر څه ختم شول.

 

۵:- تندلاری او منځلاری مسلمان

د افراطي یا په اصطلاح د تندلارو او منځ لارو مسلمانانو رامنځته کول د خارجي فتنې او اشغال بله ستره وسیله وه، چې تر دننه د مدني نهادونو، ګوندونو او ډلو په ایجادولو سره واقعي او هغو مسلمانانو ته چې په خپل دین او ارزښتونو ننګ کوي تند لاري او هغوی چې یوازې تر دعا او مانځه پورې محدود وي، په سیاست او د اسلامي ټولنې په رغښت او ساتنه کې لاس ونه وهي، د منځلاري مسلمان په سترګه ګوري چې دا فتنه د غربي او شرقي مسلمان تر منځ د ټګر په یوه ستره وسله اوښتې ده.

 

۶:- د عدم تشدد پر نظریه ولاړ اسلام

که څه هم اشغالګر او د سړې جګړې مخته وړونکي خوارجو ته د فزیکي چلند، شخړو او جګړو لپاره هر ډول پوځي او د تشدد امکانات ورکوي، د کرايي قاتلانو په توګه یې کاروي، خو بلې خوا ته بیا د عدم تشدد فلسفه غږوي او برحق جهاد ته د تشدد په سترګه ګوري چې دوی ته د منلو وړ نه دی، ځکه پوهېږي چې د اسلامي هېوادونو د خپلواکۍ او واقعي اسلامي نظام د حاکمیت تر ټولو غوره لار جهاد او وسله واله مبارزه ده، تر څو د یرغلګرو خولې ماتې کړي.

 

۷:- متمدن او عصري اسلام

په اروپا کې په شپاړسمه پېړۍ کې د رنسانس له رامنځته کېدو سره دا نظریه مطرح شوه چې دین او سیاست باید سره جلا وي، عیسویت او سیاست باید جلا شوی وی، ځکه چې دا منسوخ دین دومره تحریف او بدل شوی و چې اصلي لار یې له ټولو هېره وه.

 

غرب پرمختګ وکړ او له بده مرغه چې ځینو مسلمانو رهبرانو هم د اسلام او سیاست د جلا کولو نظریې وړاندې کړې چې له یوې مخې باطلې وې، ځکه چې اسلام په هر وخت کې یو معقول او په معنوي ارزښتونو ولاړ عالي سیاست دی. دوی هغه مسلمانان متمدن وبلل چې د جمهوري نظامونو او غربي ټکنالوژۍ تر اغېز لاندې یې خپل حکومتونه د فرضي ټاکنو له لارې جوړول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version