د اسلام په زرینه فلسفه کې جهاد یو داسې مفهوم دی، چې تل یې خپل اتباع د حریت په پوړیو خېژولي، او مخالفین یې له یوې شرمونکې ماتي سره مخ کړي دي، د جهاد مقدسه کلمه څو تورو او منحوسو څېرو سخته بدنامه کړه، د خلافت او دولت اسلامي اصطلاحات هغه اصطلاحات دي، چې په خپل ذات کې مقدس دي، خو یو څو باغیانو او وینه تویونکو وداغل، ځینو را وارد شویو تحریکونو داسې بدنام کړ، چې تمام امت یې له نامه زړه توری کړ، دوی د جهاد په نامه د مسلمانانو وینې توی کړې، معصوم ماشومان یې شهیدان کړل، او د ټولنې هیڅ قشر یې بې زیانه پرې نښود.
نو ویلای شو، چې داعش د جهاد تر زرین نامه شاته د پردیو طرحې او پلانونه پلي کوي، د غرب له لوري دوی ته د وړاندي شویو طرحو مجازي مخ دی، کنه اسلام هیڅکله چاته د جهاد په نامه د مسلمان وژنه روا نه ګڼي، د حکامو په وړاندي بغاوتونه، د علماوو، ماشومانو او اهل حق شهادتونه نه یوازې دا چې جهاد نه دی، بلکې د اسلام له نظره یو مردود او قبیح عمل دی، چې مرتکب یې باید له متعال رب نه ددې سترې ګناه مغفرت وغواړي.
اسلام حتی د کفارو په وړاندي لومړی د جهاد پروسه نه کاروي، بلکې خپلو سرسپارلیو ته د دعوت ورکولو توصیه کوي، تر څو کفار له جهاد پرته په سولییزه توګه مسلمانان شي او وینه توی نشي، نو د مسلمان په وړاندي به څنګه د جنګونو اجازه ورکړي، دغه که عقیدوي برداشت وي، هم ناسم دی، او تجاهل وي، یا د پردیو د حربو پلي کول وي، هم له امت سره ستره جفاء ده.
دوی نه یوازې دا چې دغه اصول یې پایمال کړي، بلکې په جهاد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اوامر یې هم پایمال کړي، چې وایي: “استوصوا بالأساری خیرا” المعجم الکبیر للطبراني، (۹۷۷).
یعنې له بندیانو سره نېک چلند کوئ، داعش د هیڅ بندي سره نبوي چلند نه دی کړی، تل یې مسلمانان د خپلو باطلو افکارو له مخي تکفیر کړي، او بیا یې حلال کړي، یا سوځولي دي.
په حدیث هم نه دي عاملین: “عن عمران بن حصین قال: کان رسول الله یحثنا علی الصدقة و ینهانا عن المثلة” سنن أبي داود (۲۶۶۷)
ژباړه: “عمران بن حصین وایي: موږ به رسول الله صلی الله علیه وسلم صدقې ته هڅولو او له مثلة نه یې منع کولو”
مثلة (له مقتول نه د اندامونو پرې کول) د داعش یو دوامداره معمول دی.
دا راز په اور سوځونه د دوی یو ځانګړی معمول دی، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: عن أبي هريرة قال: بعثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في بعث، فقال: “إنْ وجدتم فلانا وفلانا فأحرقوهما بالنار”، ثم قال: “حين أردنا الخروج إني أمرتُكم أن تُحرقوا فلانا وفلانا، وإن النار لا يعذب بها إلا الله، فإنْ وجدتموهما فاقتلوهما”. صحیح البخاري (۲۸۵۲)
ژباړه: ابو هریره وایي: مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې ټولۍ کې ولېږلو، راته ویې ویل: که مو فلان او فلان پیدا کړلو، نو په اور یې وسوځوئ، بیا مو چې کله د وتلو اراده وکړه، نو راته ویې ویل: ما تاسو ته امر وکړ، چې فلان او فلان وسوځوئ، خو په اور باندي له الله پرته بل څوک تعذیب نشي کولای، که مو هغوی دواړه پیدا کړل، نو ویې وژنئ.
حتی علماوو لکه ابن عبد البر او صنعاني رحمهما الله د مثلة د حرمت په اړه اجماع د امت رانقل کړې ده، خو اسلامي دولت راوستونکي(!) په ډېره بې باکې سره د امت د اجماع خرق کوي، دغه یو مجال نه دی، دوی په بېخي ډېرو مجالونو کې د امت اجماع خرق کړې، چې یو ستر مجال د تکفیر مجال دی، دوی د تکفیر په تړاو له ټولو متفقه ضوابطو بغاوت کوي، او د کبیره ګناه مرتکبین کافر بولي.
عجیبه خو لا دا چې دغه مثلة، او د اسلامي اصولو خلاف د بندیانو ځورونه دوی په کفارو نه ترسره کوي، داهرڅه په هغو مسلمانانو ترسره کوي، چې غرب ترې وېره لري، دوی کټ مټ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه قول مصداق دي: “یقتلون أهل الإسلام، و یدعون أهل الأوثان” صحیح البخاري (۳۱۶۶).
ژباړه: دوی (خوارج) مسلمانانو وژني، او کفار پرېږدي.
خلاصه: داعش چې د جهاد په نامه پردۍ پروژې مخته وړي، هیڅ جنګي تګلاره یې له جهاد سره اړخ نه لګوي، د جهاد ټول ضوابط یې پایمال کړي، جهاد وحشت نه دی، لکه دوی چې کوم وحشتونه ترسره کوي، جهاد له کفارو سره وي، خو دوی تل مسلمانان ټارګیټ کړي دي.