داعش د بشریت سرسخت دُښمنان

قلب الأسد الافغاني

 

داعش په اسلامي امارت تورونه لګوي او وایي: چې دوی له نامحرمو ښځو سره ناستې کوي؛ مګر د دوی خپلو کړنو ته هېڅ سوچ نه دی؛ په پښتو کې متل ده: کارغه مُرداري خوري او مښوکه څنډي! نو تاسو چې په اسلام دومره کلک ولاړ یاست بیا مو ولې همیش غیر انساني کړنې ترسره کړې دي؟

د داعش ډیرې زیاتې غیر انساني کړنې دي، خو مونږ به یې یو څو درته روښانه کړو.

 

لومړی: په ۲۰۱۴ کال په عراق او سوریه کې داعش تر ۱۱ کلنو ځوانې ایزیدي نجونې د وینځو په توګه له ځانه سره ساتلې وې.

 

دویم: په ٢٠١٨ کال کې داعش د جوزجان ولایت د قوشتپې او درزآب ولسوالیو کې نجونې په زور نکاح کړې وې او له کم عمره هلکانو یې ناوړه جنسي استفاده کړې وه.

یوه کم عمره هلک؛ چې مستعار نوم یې عبدالله دی ویل: داعش د ناوړه جنسي ځورونو لپاره د هغوی پوځي مرکز ته بیولی دی.

عبدالله زیاتول: له داعش سره شاوخوا پنځوس نور هلکان هم ول، چې داعشیانو ترې ناوړه استفاده کوله.

 

له درزآب څخه بیځایه شوې کورنیو هم ویل: چې داعشیانو د هغوی د کوچني عمر ماشومان پوځي مرکزونو ته د ناوړه جنسي ځورونو لپاره وړل.

 

درېم: په ۲۰۱۸ کال کې په جوزجان کې ۲۵۰ تنه داعشیان حکومت ته تسلیم شول، چې اکثره یې کم عمره هلکان وو، نو آیا داعش دا هلکان د جنګ لپاره ساتلي وو او که د جنسي ځورونې لپاره؟

د دوی یوازې همدا عمل نه ده؛ بلکې دوی د خپلې ډلې د زیاتولو لپاره هر کار ته تیار دي.

په ۲۰۲۳/۸/۸ کې سلام ټایمز داسې خبر نشر کړی وو: کردي چارواکو المشارق ته وویل: د داعش ښځې چې د شمال ختیځې سوریې په الهول کمپ کې ژوند کوي، تنکي ځوان هلکان مجبوروي چې له هغوی سره یوځای شي او امېدوارې یې کړي؛ هغوی دا کار د داعش جنګیالیو د راتلونکي نسل د روزلو د پلان په لړ کې کوي.

همدارنګه داعش دومره د مړه ضمیرونو خاوندان دي، چې د خپلو ملګرو په ښځو هم صرفه نه کوي او یوازې خپل شهوت پوره کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې کابل ټکی کام، د شبانې په نوم د یوې میرمنې حالات نشر کړي وو.

«شبانه: د مېړه د جنازې په شپه د بل داعشي له لوري د جنسي تېري ښکار شوم.

شبانه اوس ايله د ۲۱ کلونو ده او درې ماشومان لري، چې له درې مېړونو ورته پاتې دي.

هغه تېره مياشت له يو شمېر داعشي کورنيو سره په ننګرهار ولايت کې حکومت ته تسليم شوه او اوس هوډ لري بېرته خپل پلارني ټاټوبي وزیرستان ته ستنه شي.»

نو تاسو به په کومو سترګو په اسلامي امارت دا تور ولګوی چې دوی له نامحرمو ښځو سره ناستې کوي؟ ستاسو دا ډول غیر انساني کړنې خو اسرائیلو ته هم د منلو وړ نه دي؛ خو دا ورځ هم لرې نه ده چې تاسو به د دې ټولو کړنو ځواب ویونکي شئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version