داعش او پوځي رژیم د یوې سکې دوه مخونه دي!

اکبر جمال

د تېري ورځي د پېښې له مخې، د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس شهادت او ورپسې سمدستي د داعش خراسان د پاکستانۍ څانګې له لوري د دې برید د مسئولیت منل، د هېواد په پوځ‌پاله رسمي روایت کې ګڼ درزونه را برسېره کړل. په دې پېښه کې تر ټولو د پام وړ ټکی د داعش هغه تبلیغاتي دریځ دی، چې دا برید یې «د افغان پولې ته نږدې» بللی دی. حال دا چې د پېښې ځای چارسده ده، چې له پولې څخه شاوخوا سل کیلومتره لرې یو ګڼه‌ګوڼه ښاري سیمه ده.

د داعش دغه جغرافیایي تېروتنه هغه تور نور هم پیاوړی کوي، چې ګواکې د دې ترهګرې ډلې واګې د پاکستان د پوځ له مرکزي قومندانۍ (GHQ) څخه خوځول کېږي. ځکه «د افغان پولې ته نږدې» اصطلاح هغه روایت دی، چې تل د پاکستان پوځ د اسلامي امارت پر ضد کاروي. نو ځکه، د داعش له لوري د همدې پوځ‌پال روایت کارول دا ښيي، چې هدف یې دا دی څو د پاکستان د کورنیو ستونزو پړه پر افغانستان واچوي.

د پاکستان سیاسي تاریخ دا څرګندوي، چې هلته سیاسي او پوځي کړیو تل دیني عالمان او مذهبي قشر د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره د سون توکي په توګه کارولي دي. کله چې اړتیا وه، هغوی یې «مجاهدین» کړل او جګړه‌ییزو سیمو ته یې ولېږل؛ او کله چې نړیوال فشار زیات شو یا تګلاره بدله شوه، همدغه عالمان یا خپله او یا د داعش په څېر ډلو په لاس له منځه یوړل شول.

نن سبا چې په خیبر پښتونخوا کې جید عالمان یو په بل پسې په نښه کېږي، دا تور لا پیاوړی کېږي چې ګواکې پوځ له دې څېرو د خپلو موخو لپاره کار اخیستی او بیا یې ترهګرو ته پرې ایښې دي. دا یوه خواشینوونکې واقعیت دی، چې هغه عالمان چې د دولت او پوځ له روایت سره ولاړ وي، تر ټولو لومړی د داعش په مرمیو لګېږي.

اوس د پاکستان په سیاسي او ولسي کړیو کې دا پوښتنه په شدّت سره راپورته کېږي، چې ایا د داعش او پوځ ترمنځ کومه پټه «تفاهم» شته که نه؟ په ښاري سیمو کې د داعش منظم حضور او بیا د پوځ له روایت سره ورته ادعاوې دا شک نور هم پیاوړی کوي، چې دا ډله د یوې «اسانتیا برابروونکې» په توګه کار کوي، څو پوځ ته په ځانګړو سیمو کې د امریکایي موخو لپاره د پوځي عملیاتو پلمه برابره کړي.

د تیراه درې بېلګه زموږ مخې ته ده، چېرته چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نوم ځایي خلک د ژمي په سړو کې په بې رحمۍ بې ځایه کړل شول، خو پایله یې د سولې پر ځای د داعش لا پیاوړتیا وه. اوس نو دا خبره نوره پټه نه ده پاتې، چې پوځ داعش د یوې «ډارونکې وسیلې» په توګه ساتي او د سیاسي مخالفینو یا هغو دیني عناصرو د لرې کولو لپاره یې کاروي، چې نور ورته ګټور نه وي.

په پاکستان کې د داعش شتون اوس څرګند حقیقت دی، خو ریښې یې تر ځمکې ډېرې په هغو «خوندي پټنځایونو» او «ستراتېژیکو پالیسیو» کې ښکاري، چې له هغه ځایه ورته ساه ورکول کېږي. د شیخ ادریس شهادت دا هم وښوده، چې د پاکستان عالمان د دوه‌مخیز تلوار پر سر ولاړ دي: له یوې خوا د ترهګرو هدف دي، او له بلې خوا د دولت هغه دوه‌مخیزه تګلاره ده، چې له کار اخیستنې وروسته یې یا د ساتنې توان نه لري او یا په قصدي ډول پرې سترګې پټوي.

که چېرې پوځ رښتیا هم د داعش پر ضد جدي وای، نو د ښارونو په منځ کې د عالمانو دا ډول وژنې ناشونې وې. که یو عالم، سره له دې چې سیمه یې تل د پوځ تر کلکې څارنې لاندې ده، بیا هم وژل کېږي، نو دا څرګندوي چې دا پېښه د همدې څارنې تر سیوري لاندې شوې ده.

دا هغه وخت دی، چې د پاکستان ولس، په ځانګړي ډول علماء، باید سره یو موټی شي او د پوځ د «جګړه‌ییز اقتصاد» او د عالمانو په وینو د روانو ستراتېژیکو لوبو پر وړاندې ودرېږي؛ کنه، نو د علماوو پاتې شوني شتون به هم د دې خونړي بهیر قرباني شي. نعوذ بالله!

Exit mobile version