داعش او مقاومت د یوې سیکې دوه مخونه

شهاب مایار

#image_title

افغانستان ته د ا.ا په راتګ سره د ځینو جبهو جنګي څرخونه په تاوېدو دي چې د دې جنګي ډلو لباسونه بېل مګر اهداف او تمویلوونکي یې مشترک ادرسونه دي.

 

په تاجکستان کې د پاکستان څارکرې ادارې مسؤلینو تېر کال د شر او فساد رهبري غړو سره ناسته وکړه او په دې ناسته کې یوه هوکړه منځ ته راغله چې پاکستان به د شر او فساد ډلې د ملاتړ لپاره داعشي خوارج له پولې را اړوي او بغاوتګر به ورته د اوسېدو ځایونو او پټنځایونو تدارک کوي.

 

د شر او فساد د ټیټې کچې مسؤلینو ترمنځ یو څه دا موضوع جنجالي شوې وه خو مشرانو یې خپلو کشرانو ته قناعت ورکړی وو.

 

د دوی دا تړون ځکه کامیاب نه دی ثابت شوی چې له بغاوتګرو سره لا یو لوېشت ځمکه نشته، نو د داعش جنګیالیو ته چېرته پناه او ځای ورکړي؟

 

په افغانستان کې د ناأمنیو تر شا انګریزي لاسونه دي چې پاکستاني جنرالان د انګریزي لوبغاړو د لاس نانځکې دي؛ د داعش او بغاوتګرانو تر شا انګریز بادار دی، دواړه د انګریزانو نیابتي جنګیالي دي چې یو ته یې د مقاومت کمیس په تن کړی بل ته یې داعش.

 

دواړه ډلې ځکه د یوې سېکې دوه مخونه دي چې دواړه پروژې دي، د دواړو تر شا لاسونه بهرني دي، د دواړو اهداف هم د افغانستان له دیني او کلتوري روایتو سره په ټکر دي او دواړه ډلې د افغان خاورې د تجزیې لپاره خپله انرژي مصرفوي.

 

د ا.ا.ا د سرتېرو د قربانیو او د بهرنیو چارو وزارت د کامیابې دپلوماسۍ له برکته دواړه ډلې ډېرې کمزورې شوي.

 

د مقاومت په نوم ترکیه کې څو شوراګانې جوړې شوې چې ډېر په کې درزونه پېدا شول او د شوراګانو فلیټ فارم مات شو؛ په دې شورا کې «د افغانستان ملي مقاومت» په نوم یوه ډله وه، او بله ډله پکې «د افغانستان د خلکو د نجات او مقاومت شورا» په نوم وه چې دواړو پکې ماته وخوړه.

 

د نجات او مقاومت شورا په تشکیل کې دوستم، عطا محمد نور، رحمت الله یارمل، سیاف، اسمعیل خان او ډېر نور استفراق شوي اشخاص وو چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دوی په ناستو او سیاسي غونډو بندیز ولګېده؛ حتی د دوستم چریکان له ترکیې اخراج شول او د مقاومت شورا دړې وړې شوه.

 

په بل اقدام کې د تاجکستان له لوري د ملي مقاومت په نوم د خیالې جبهې دروازه وتړل شوه او دوی ته خبر ورکړل شو چې خپل بار او بسترې وتړي.

 

په دوه هېوادونو کې په دوی بندیز کومه ساده خبره نه ده، بلکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د فعالې دپلوماسۍ برکت دی.

 

په بهر کې د بهرنیو چارو وزارت د فعالې دپلوماسۍ له امله د دوی سیاسي حرکتونه وځپل شول او په کور دننه د افغانستان د کشفي او امنیتي ادارو د سختو او درندو ګوزارونو له امله سر نه شي پورته کولای.

 

د افغانستان خلک پوهېږي چې دا مقاومتونه یوازې د تعصب قدرت مانورونه دي، دوی بیا غواړي معدونونه او بندرونه چور کړي، افغانستان په خپل انحصاري مارکيټ بدل کړي او دا ټوله شتمني په بهر کې په خپلو قصرونو او فابریکو ولګوي.

 

که تاسې یواځې د عطا نور مارکیټونه، تجارتي انجیوګانې او موسسې حسابې کړﺉ د سر ویښتان به مو ودرېږي؛ د لورګانو، زامنو، خيښانو او خپلوانو په نومونو د نیم افغانستان د شلو کلونو عایدات یې چور کړي چې له همدې امله به ورته ډاکټر رمضان بشر دوست د عطا چور خطاب کاوه.

 

بالاخره د مقاومت په نوم جریان د شرمناکې ماتې سره مخ شوی، دوی کوښښ کوي خپل شرم د داعش په کالیو اغوستلو کې پټ کاندي؛ خو یاد ساتئ چې داعش او د مقاومت په نوم د شر او فساد ډله د یوې سېکې دوه مخونه دي چې افغان ولس ته یې څهرې او نېتونه بربنډ دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version