داعش او صلاح الدین ایوبي

زلمی حمدان

داعش په خپلو نشراتو کې طالبان هم کافران بولي او هر ځل چې د طالبانو د اسلامي امارت نوم یادوي نو داسې تعبیر ترې کوي( حرکة الطالبان المرتدة) یعني طالبان مرتدان. په شریعت کې تر ټولو اغلظ او سخت کافر ته مرتد وايي. د داعش په کتاب کې که یهود او نصارا عادي کافران دي او  طالبان بیا تر ټولو سخت کافران یعني مرتدان دي. شاید همدا علت وي چې داعش د دې په ځای چې له یهودو او نصاراوو سره جنګ وکړي له طالبانو سره یې جهاد اعلان کړی دی.

یو شناخته په دې ډیر پاریدلی و چې داعش طالبانو ته کافر ویلي دي. ما ورته وویل چې یاره پریږده یې، ددغه احمقانه فکر په لارویانو پسې ډیر سر مه ګرځوه، قسم په خدای چې دوی د صلاح الدین ایوبي په زمانه کې وای، هغه به یې هم کافر بللی و او د صلیبیانو په عوض به یې د صلاح الدین ایوبي په خلاف جهاد اعلاناوه.

د دغې ادعاء د اثبات لپاره زما دلائل دا وو.

لومړی: که داعشیان د صلاح الدین ایوبي په وخت کې وای، نو هغه به یې لومړی په دې کافر بللی و چې صلاح الدین ایوبي د خپل مستقل دولت له تأسیس وړاندې دوه کاله د مصر په فاطمي دولت کې د وزارت وظیفه سرته رسوله. تاسو ته معلومه ده چې د مصر فاطمیان شیعه ګان و او دا چې صلاح الدین ایوبي ته یې د وزارت څوکۍ ورکړې وه ضرور به یې د فاطمیانو له حاکم سره بیعت هم درلود. صلاح الدین ایوبي  به شاید مخکې له دې چې په فاطمیانو کودتاه وکړي او څو سوه کلن حکومت یې نسکور کړي. د داعشیانو په هغو قتل عامي بریدونو کې له منځه تللی و چې دوی یې له دنیا څخه د رافضي نسل د ورکولو لپاره ترسره کوي او باور لري چې د شیعه ګانو په جوماتونو، مارکیټونو او عامه ځایونو کې په چاودنو سره به د ۲۰۰ میلیونه شیعه ګانو نسل په یو مخیز ډول د ځمکې له مخ نه ورک کړي.

دوهم: صلاح الدین أیوبي د عقیدې په لحاظ د اهل السنة و الجماعة د اشعري ډلې پیرو و او د هغه مهال له اشعري صوفیانو لکه شیخ عبدالقادر جیلاني او د هغه له پیروانو او مریدانو سره یې ښه تعلقات درلودل. که هغه وخت داعش وای ضرور به یې صلاح الدین ایوبي ته ویلي وای چې اصلا خو نه اشعري عقیده سمه ده او نه هم ماتریدي. بلکې سمه عقیده د سلفیت ده، او دا چې د سلفي منهج له مخې اشاعره او ماتریدیه د الله تعالی د صفاتو په موضوع کې د اهل السنة له ډلې خارج دي نو صلاح الدین هم که تکفیر نه کړو یوازې اهل قبله ورته ویلی شو.

دریم :کله چې صلاح الدین ایوبي په مصر کې حاکم شو او وروسته یې د شام او حجاز د ډیرو سیمو په نیولو سره ایوبي دولت رامنځته کړ، نو د بغداد له عباسي خلافت سره یو ځای نه شو، بلکې د مستقل حاکم په حیث یي جلا امارت جوړ کړ چې په تاریخ کې ایوبي دولت بلل کیږي. که هغه وخت  داعشیان وای ضرور به یې صلاح الدین ایوبي د بغداد له خلافت نه په سرغړولو واجب القتل بللی و لکه اوس چې طالبان، القاعده، حماس او نورې ډلې ځکه له اسلامه خارجې او واجب القتل بولي چې د دوی له بغدادي خلیفه سره یې بیعت نه دی کړی.

څلورم: صلاح الدین ایوبي په دې شهرت لري چې د جګړو په مهال یې له عفوی او تسامح نه ډیر کار اخیست، هغه هیڅکله بندیان نه وژل، حتی له صلیبیانو سره د جنګونو په مهال به یې چې کوم ښار فتحه کړ نو خپل خاص کسان به یې په دې ګمارل چې بندیان، تسلیم شوي کسان او عام مسیحیان له انتقامي قتل څخه وژغورل شي. د صلاح الدین ایوبي دا صفت دومره مشهور و چې حتی اروپايي تاریخ لیکونکي یې هم مني او نوموړی یو رحمدل جنګي قائد بولي چې په ډیر احتیاط یې جنګونه کول.

اما داعش خو نو په دې برخه ډیر ښه درمعلوم دی چې له نیول شویوکسانو، بندیانو او د مخالف جهت له عامو خلکو سره  څه وړ چلند کوي. داعش خو په عراق کې د کردانو او زیدیانو ښځې مینځې او کورونه چور کړل. د موصل له نیولو څو میاشتې وروسته د عراق تکریت ته نږدې د اسپایکر په نوم د عراقي پوځ یوه قرارګاه چې دوه زره عسکر په کې وو، داعش ته د یوې معاملې له مخې تسلیم شول. خو داعشیانو د هغو له جملې ۱۷۰۰ کسان په ډلییز ډول قتل عام کړل چې شاید ویډیوګانې یې تاسو لیدلي وي چې په ډلییز ډول په موټرو کې راوړل کیږي او په مرمیو ویشتل کیږي.

پنځم: صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس او د فلسطین د نورو برخو له فتحې وروسته د عکا له صلیبي اشغالګر دولت سره  اوربند وکړ چې په تاریخ کې په ( صلح الرملة) سره شهرت لري. صلاح الدین ایوبي د فلسطین په شاوخوا کې له نورو دولتونو سره سفارتي روابط لرل. د ده په ګاونډ کې د عکا صلیبي دولت موجود و چې صلاح الدین ایوبي د مسلمانانو د مصلحت په خاطر ورسره نرم روابط درلودل او د هغوی له حملو یې بیت المقدس خوندي کړی و. که هغه وخت داعشیان وای ضرور به یې له صلیبیانو سره د صلاح الدین دغه وړ د ګاونډیتوب چلند د ولاء او براء د عقیدې خلاف بللی وای او دی به یې ورباندې تکفیر کړی وای.

شپږم:صلاح الدین ایوبي به په دې هم د داعشیانو تر عتاب لاندې و چې ولې یې د یونس علیه السلام هغه قبر او زیارت نه دی ړنګ کړی چې د ده تر واک لاندې موصل کې له څو پیړیو راهیسې ودان و او مسلمانان به زیارت ته ورتلل. رښتیا په دې برخه کې له نبوي دور نه بیا تر اوسه ټول مسلمانان داعش ته ملامت دي. ځکه په موصل کې د یونس علیه السلام قبر د اسلام له اولو وختونو راهیسې ودان و او هیچا ورباندې کار نه درلود. موصل چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې فتحه شو هم یې د یونس علیه السلام قبر ړنګ نه کړ. مګر کله  چې موصل داعشیانو ونیو او اول کار یې همدا و چې په دې قبر یې  بلډوزر تیر کړ او  وران یي کړ. داعش په دې کار سره اسلامي امت ته وښودله چې اصلي اسلام ایله اوس( څوارلس پیړۍ بعد) ځمکې ته راکوز شوی دی.

لنډه دا چې د خدای فضل و چې د صلاح الدین ایوبي په وخت کې داعشیان نه ول، کنه تر صلیبیانو مخکې به یې په صلاح الدین بریدونه کول، لکه اوس چې له اسرائیلو مخکې په حماس بریدونه کوي او د امریکایانو په نسبت طالبانو ته سخت کافران وایي. که هغه وخت داعشیان وای ګومان مې نه راځي چې صلاح الدین ایوبي دې د صلیبیانو په ماتولو او د بیت المقدس په آزادۍ توانیدلی وای، ځکه داعشیانو به کله هم دې ستر کار ته نه وای پرې ایښی.

د خدای فضل دی چې داعشیت څوارلس پيړۍ ناوخته شو. کنه اقصی به له هغه وخته تراوسه د صلیبیانو په لاس کې وای.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version