داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي؟

فاروق قریشي

داعش څه وکړل ؟
د داعش ډلې د جنایاتو څو بېلګې:

په سوریه کې داعش ډلې د یوې میاشت په ظرف کې پر مجاهدينو 42 ځان مرګي بريدونه وکړل .

هغه مجاهدين چې د داعش ډلې له خوا شهيدان شوي دي؛ لیست يې په لاندې ډول دی:

د ډلې نوم- شمیر – زخمیان
الجبهة الاسلامية: 1700 شهیدان 950 زخمیان

الجبهة النصرة : 450 شهیدان – 500 زخمیان

جيش المجاهدين:200 شهیدان -120زخمیان

ټول اجمال : 2850 شهیدان 2000 ټپیان شول.

داعش ډلې دومره مجاهدين يوازې تر ( 2014 م ) پورې شهيدان او ټپیان کړ .

آيا داعش خوارج دي ؟

ددې مسئلې د وضاحت لپاره باید لومړی د خوارجو نښې او صفات وپېژنو.

په احاديثو کې د خوارجو صفات او نښې:

1- رسول الله ﷺ فرمايې:
يخرُجُ في آخرِ الزَّمانِ قومٌ أحداثُ الأسنانِ سُفَهاءُ الأحلامِ يقولونَ مِن خيرِ قَولِ النَّاسِ يقرءونَ القرآنَ لا يجاوزُ تراقيَهُم يمرُقونَ منَ الإسلامِ كما يَمرُقُ السَّهمُ منَ الرَّميَّةِ فمَن لقيَهُم فليقتُلهم فإنَّ قتلَهُم أجرٌ عندَ اللَّهِ لمن قتلَهُم.

ااراوي : عبدالله بن عباس | المحدث : ألباني / المصدر : صحيح ابن ماجه |
الصفحة او الرقم : 138 .

ژباړه : ژر ده چې په آخر زمانه کې به یو قوم ( ډله ) پيدا شي .
کم عمره او تنکي ځوانان وي ، نادانه او بې حکمته به وي.
په ښکاره به ښې خبرې کوي، احاديث او ښه اقوال به رانقلوي.
قرآن کريم به وايې خو له مریو نه به یې نه کښته کېږي.
د دين نه به داسې خالي له دنيا لاړ شي لکه غشي چې د ښکار نه خالي وځي.
هر چېرته او هر زمان کې چې دې ډول خلکو سره مخامخ شوئ قتل يې کړي! بېشکه د خوارجو په وژلو کې اجر دی هغه چاته چې قتل يې کړي.

2- ( يَقْتُلُونَ، أَهْلَ الإسْلَامِ، وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثَانِ ).
الراوي : أبو سعيد الخدري | المحدث : مسلم | ا
المصدر : صحيح مسلم | صفحة او الرقم : 1064 | .
و ایضا أخرجه البخاري (4351)، ومسلم (1064).

ژباړه : خوارجو به مسلمانانو شهیدان کوي او بت پرستان او مشرکان به پرېږدي.

3 ۔ ( يَخْرُجُ فِيكُمْ قَوْمٌ تَحْقِرُونَ صَلاتَكُمْ مع صَلاتِهِمْ، وصِيامَكُمْ مع صِيامِهِمْ، وعَمَلَكُمْ مع عَمَلِهِمْ،.)

الراوي : أبو سعيد الخدري | المحدث : البخاري | المصدر : صحيح البخاري | الصفحة او الرقم: 5058
ژباړه : په تاسو کې به داسې یو قوم (ډله ) راوځي چې په ښکاره به داسې لمونځ، روژه او نيک اعمال کوي چې تاسو به خپل لمونځ، روژه او نيک اعمال ددوﺉ اعمالو په پر تله ( مقایسه) سپک ګڼئ.

4 ۔ ( يٙتٙعٙمـقُوْن فِی الدِيْنِ حٙتی يٙخْرُجُوا مِنْهُ.)
الراوي : عبدالله بن عمرو | المحدث : شعيب الأرناؤوط | مصدر : تخريج المسند | الصفحة او الرقم : 7038

ژباړه : خوارج به د دين په مسائلو کې داسې ژور بحث کوي چې په دې سره به ځانونه له دينه وباسي.

5۔ ( يٙخْرُجُوْنٙ عٙلٙی خٙيْرِ فِرْقٙةٍ مِنٙ النَاسِ. )

رواه مسلم الصحيح، کتاب الزکاة، باب ذکر الخوارج وصفاتهم، رقم : 1064 .

ژباړه : خوارج به په ھغه وختونو کې را ښکاره کیږي کله چې په خلکو کې تفرقه او اختلاف پیدا شي‘‘

6۔ ( يٙدعُونٙ اِلی کِتابِ اللهِ وٙليْسُوا مِنهُ فِي شيءٍ.)

ژباړه : خوارج به خلک د اللهﷻ کتاب طرف ته را بلي، مګر د الله ﷻ کتاب سرہ به د دوي ھیڅ تعلق نه وي.

رواه أبو داود، کتاب السنة، باب في قتل الخوارج، رقم : 4765 .

7 ۔ ( اِنْطٙلِقُوا اِلٙی آيٙاتٍ نٙزٙلٙتْ فِی الْکُفٙارِ فٙجٙعٙلُوْها عٙلی الْمُؤْمِنِيْنٓ. )
(من قول ابن عمر رضی الله عنه)
رواه: بخاري الصحيح
کتاب: استتابة المرتدين والمعاندين وقتالهم، باب قتل الخوارج والملحدين بعد إقامة الحجة عليهم.

ژباړه :خوارج د کفارو په حق کې نازِل شوي ایاتونو اطلاق په مسلمانانو باندې کوي، نو دوئ به مسلمانان ګمراہ، مشرک او کافر ګڼي دمسلمانان شهیدانولو لپاره .

8- عن أبی هریرة، عن رسول الله صلى الله علیه وسلم: ( أ قال ” أنه سَيَكونُ في آخِرِ أُمَّتي أُناسٌ يُحَدِّثُونَكُمْ ما لَمْ تَسْمَعُوا أنتُمْ ولا آباؤُكُمْ، فإيَّاكُمْ وإيَّاهُمْ.)
الراوي : أبو هريرة | المحدث : مسلم | المصدر : صحيح مسلم | الصفحة او الرقم : 6 .

ژباړه : ابو هریره رضي الله عنه د رسول ﷺ روایت کوي : ژر دی چې په آخره زمانه زما ده امت کې داسې خلک وې چې تاسو به داسې خبرې به کوي چې تاسو او د ستاسو پلارانو نوي اورېدلې.

تبصره : که چېرې موږ دخوارجو پورته ذکر شويو نښو ته په دقت سره کتنه وکړو نو دغه نښې ټولې په داعشيانو کې شتون لري.

نور بیا…..

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version