داعشي خوارج او تاجکستان

ماهر بلال

د خارجي فکر ټوله هڅه د اسلام کمزوري کول دي، نو باید څومره چې ممکنه وي د داعشي خوارجو کړنې او افکار وڅېړو او په مقابل کې یې مبارزه وکړو.

په اوس وخت کې د داعشي خوارجو کمزورتیا له هیچ چا پټه نده، دغه فتنه ګره ډله له هر لوري د مؤمنانو له ګوزارونو سره لاس او ګریوان ده، د دوی ۹۰ سلنه د خُراسان د رهبرۍ خلک د افغانستان اسلامي امارت د زړورو ځواکونو په عملیاتو کې مُردار شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي، په نورې نړۍ کې د نورو مخلصو مجاهدینو لخوا هم دوی په نښه شوي او له مینځه وړل شوي دي. د داعشي خوارجو دې کمزورتیا داعشیان اړ کړي چې له هغو نظامونو هم د مالي، جاني مرستې خیرات وغواړي چې د دوی د منهج پر اساس مُرتدین او مشرکین دي، په اوسني حالاتو کې د داعش د همدې خیرات غوښتلو برکت وو چې تاجکستان د داعشي خوارجو سره همکارۍ ته سینه وډبوله.
د داعشي خوارجو سره د تاجکستان، پاکستان او ځینې نورو کُفر پروره هېوادونو اوسنۍ ملګرتیا له هیچ چا پټه نده، تاجکستان بیا د کفارو په لارښوونه او د داعشي خیرات خورو د خیرات غوښتلو له مخې داعشو سره هر راز همکاري کوي، د آسیا په کچه داعش ډله کې اوسنی زیات نفوذ د تاجکستاني خوارجو دی، دا تاجک الاصله خوارجي اتباع د داعشیانو د هر ممکن برید برخه وي، د ایران، افغانستان او د ترکیې په بریدونو کې ډېری د تاجکستان داعشیان دي.
د داعش په ډله کې د تاجکستاني اتباعو دا زیاتوالی په خپل منځ کې څه لري، داسې هم نده چې تاجکستان دې داعش سره ډېره مینه ولري او بغیر له عوضه دې دومره لویه دوستي ورسره وپالي، ضرور دلته څه شته چې تاجکستان او داعش یې یو بل ته هیله لري؛ که اوسني حالاتو ته زیر شو نو دا ویل به صحیح وي چې د غرب د امر په اساس اوس له داعش سره د تاجکستان لخوا زیاته همکاري کیږي، یهود او نور غربي کفارو تاجکستان ته د داعشي خوارجو سره د همکارۍ په بدله کې ضرور شنه چراغونه ښودلي، چې نن یې د داعش سره په دومره لویه کچه همدردۍ ته زړه ښه کړی.
د داعشي خوارجو سره د تاجکي اتباعو د همکارۍ په جریان کې داعش د ترکیې په استانبول ښار کې برید وکړ؛ حمله کېږي یو کس مړ او یو څو نور ټپیان کېږي، کله چې پولیس عملیات پیلوي، مجرمین نیسي، د مجرمینو ترمنځ یو کس تاجکستان تبعه خیژي، له دې برید مخکې د افغانستان او ایران په بریدونو کې په تکرار سره د تاجک الاصله وګړو څخه استفاده شوې وه.
دا چې تېر او اوسني بریدونه داعش د څه لپاره کوي ظاهره خبره ده؛ د ترکیې په استانبول ښار کې د داعش د برید موخه د هغه مسلمانانو کړنې کمزوري کول وو، چې هغوی یې د فلسطین د دفاع لپاره کوي، دا او دې ته د ورته بریدونو امر داعشي خوارجو ته د خپلو بادارانو (اسرائیلو/یهودو) له لوري ورکول کېږي، چې داعش یې باید په ښه شان ترسره کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version