داعشي خوارجو پاکستاني طالبان استخباراتي ډله بللې

داعشي خوارجو په یوه تازه نشر شوي کتاب کې د پاکستاني رژیم پر ضد جنګېدونکي طالبان یوه استخباراتي ډله بللې ده.

دا خبرې د ”جمعیتیان: جمهوریت غوښتونکي مرتدین“ په نوم هغه کتاب کې شوې چې د داعشي خوارجو د قضا او افتاء برخې یوه لوړرتبه مسؤل لیکلی دی. په کتاب کې د پاکستان پر سیاسي ډلو د ارتداد فتوا لګول شوې او ترڅنګ یې پاکستاني طالبان هم اشارتًا ”د جهاد په نامه د استخباراتي نیابتي ډلو“ له جملې بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده، داعشي خوارجو تراوسه پورې عمومًا د پاکستاني طالبانو پر وړاندې نرمه ژبه کاروله، ځکه چې ځینې داعشي مشران هیله لري چې د دې جهادي تنظیم ځینې خلک به د ملګرتیا پر اساس د دوی لیکو ته ورشي. خو له دې وروستیو څرګندونو یې برېښي چې د صبر کاسه یې ډکه شوې او په پاکستاني طالبانو کې هیڅوک هم د خوارجو د ډلې عضویت او د مسلمانانو وژل نه غواړي.

هېره دې نه وي، کله چې د ابو بکر البغدادي لخوا په شام او عراق کې تش په نوم خلافت اعلان شو او په افغانستان کې یې هم ملاتړي راپیدا شول، نو د مجاهدینو پر سنګرونو داعشیانو بریدونه پیل کړل. د خراسان خوارجو د پاکستاني طالبانو د تحریک له مجاهدینو هم وغوښتل چې له بغدادي سره بیعت وکړي او د دوی په څېر له ځان پرته نور ټول جهادي تنظیمونه تکفیر کړي.

خو د پاکستاني طالبانو رهبري شورا د ۱۴۳۶هـ ق کال په رمضان میاشت کې په ۱۱۱ پاڼو کې د خپل تحریک رسمي دریځ په یوه مستدله رساله کې خپور کړ. په دې رساله کې پاکستاني طالبانو د قرآن کریم د آیتونو، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو او د امت د علماوو د اجماع په دلایلو سره د بغدادي لخوا اعلان شوی خلافت باطل او تش په نوم خیالي حکمراني وبلله او ټینګار یې کړی و چې نوموړی شرعي خلیفه نشي کېدای. د پاکستاني طالبانو د هغه وخت اعلامیه دلته لوستلای شئ.

د دې لپاره چې پاکستاني طالبان د داعشیانو رهبري د مجاهدینو او عامو مسلمانانو له وژلو انصراف کولو ته وادار کړي، نو هغه مهال یې په رساله کې داعشیانو او د هغوی مشرانو ته ډېر نرم او مؤدب الفاظ کارولي دي. خو نن وینو چې داعشي خوارجو د هغو نرمو او مؤدبو الفاظو ځواب په څومره بې ادبۍ او سپکه ژبه ورکړی دی – او لا معلومه نه ده چې د اخلاقو او شریعت له څومره نورو حدودو به یې په ځوابولو کې تېری وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version