داعش؛ یوه ناکامه پروژه لومړۍ برخه ابو رضوان أنصاري

#image_title

داعش يوه داسې پدیده ده، چې د جهادي ډلو د بدنامولو او ورانولو لپاره جوړه او وړاندې شوې وه.

د داعش پروژه چې د جهادي حرکتونو، ډلو او تنظیمونو د ناکامولو لپاره پلان شوې وه او غوښتل یې چې خلګ له دغو ډلو لرې کړي؛ الله جل جلاله دغه پروژه ناکامه او ختمه کړه، د دې حرکت له ړنګولو سره؛ د جهاد د هدایت او سعادت څراغ يې، د جهادي ډلو لپاره روښانه وساته.

په حقیقت کې، هر حرکت او فکر له خپلې بنسټیزې مرحلې څخه، خپلې موخې څرګندوي، داعش هم له خپل لومړني جوړښت سره سم دا ښکاره کړل؛ چې دا حرکت هېڅ ډول محدوديتونه په رسمیت نه پېژني.

داعش په دې هڅه کې و؛ چې د اسلامي تګلارې په پيلولو سره، د جهاد مقدسه لاره په ناسم ډول خلکو ته وړاندې کړي او د مجاهدينو پاکې موخې په ناپاکو او د مصلحت غوښتونکو سیاستونو ککړې کړي، خو الله سبحانه وتعالی چې خپل نور او هدایت تلپاتي کوي؛ دا حرکت یې ناکام کړ.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«يُريدونَ لِيُطفِئوا نورَ اللهِ بِأفواهِهِم وَاللهُ مُتِمُّ نورِهِ وَلو كَرِهَ الكافِرونَ»
(دوی غواړي چې د الله جل جلاله رڼا په خپلو خبرو پټه کړي، خو الله جل جلاله خپله رڼا بشپړوي، که څه هم کافران پرې خفه وي).

په دې آيت کې، الله سبحانه و تعالی جل جلاله په ډېره ښکلې توګه د جهاد مقدس لاره څرګنده او د جهاد د فکري لارې سپېڅلتيا يې ښکاره کړې ده، په ښکاره ډول يې بیان کړی چې ډېر کسان شته چې په ناپاک نیت د الله جل جلاله پر رڼا پرده غوړوي، خو الله به د دوی مخونه تور کړي او د دوی پروژې به ناکامې کړي.

د داعش پروژه هم له هغو رویکردونو څخه وه، چې د جهاد پاکه او سپېڅلې لاره یې بدناموله، خو باید ښه پوه شي چې الله سبحانه و تعالی به د رښتینو مجاهدینو په وسیله؛ دغه لاره پاکه او سپېڅلې وساتي.

هغه عوامل چې د داعش د ناکامۍ سبب شول:

داعش په خپل لنډ عمر کې ډېر جرمونه ترسره کړل او خپله پاڼه یې ډېره ناپاکه کړه، په دې لنډ عمر کې، د دې عواملو په شتون سره، د دې حرکت عمر او د حرکت لاره تر هغه لنډه شوه؛ چې د خلګو په فکر کې وه.

۱- د ثابتې ایډیالوژۍ نشتون:
داعش سره له دې چې استخباراتي چمتووالی، دفاعي او تهاجمي وسائل درلودل؛ خو د یوې ثابتې ایډیالوژۍ د نشتون له امله، ونه توانېده چې خپل عمر اوږد کړي او خپله ټاکل شوې لاره پای ته ورسوي.

د داعش غړي، چې ځانونه یې په دې لاره کې وقف کړي و؛ په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې دوی هېڅ يو ثابت فکر او تګلاره نه درلوده؛ چې دوی دې ثابت وساتي، پراګنده فکرونه او بېلابېلې ناسمې لارې، دې شومې پديدې ته د دې فرصت ور نه کړ؛ چې تر ډېره دې دوام وکړي.

۲- د خلکو او عام ولس د ملاتړ نه درلودل:
داعش له دې امله چې یو مردمي او دیني پدیده نه وه؛ له خلګو او د دوی د دیني باورونو سره په تضاد کې یې قدم پورته کړ، چې په ډېر لږ وخت کې یې خپل مردمي او دیني ځای له لاسه ورکړ او له صحنې لرې شوه.

ابو جلال
Exit mobile version