د شلمې میلادي پېړۍ څخه مستشرقینو ته تغیر ورکړل شو، نوم یې بدل شو او د اسلامیک ایجوکېشن په نوم د غربي پوهنتونونو برخه وګرځېدل. تر دې وروسته د مستشرقینو پروژه نور د استعمال لپاره ځکه ګټوره نه وه چې خپله په مسلمانانو کې داسې کسان ډېر شول چې د غرب ټولو ګټو ته ژمن وو او تر مستشرقینو د اسلام پر ضد ښه لوبېدل.
د مستشرقینو هغه تاوانونه چې اسلام ته یې رسولي دي:
۱- د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راپیدا کول، په اسلامي قلمرو کې د قوم په نوم خلک ویشل او مسلمانانو ته د قومي تعصب انګېزه ورکول.
۲- د مسلمانانو خپلمنځي دیني اختلافاتو ته لمن وهل او د هغوی د مذهبونو په خاطر یې د یو بل سره اخته کول.
۳- د مسلمانانو ترمنځ د قدرت په بهانه د یو بل سره اخته کول او د خلافت ټوټه کول، چې په ۷۵۶ میلادي کال کې مستشرقینو په دوکه او فریب وکولای شول چې اندلس یا اوسنۍ هسپانیا د خلافت څخه جلا کړي، په وړو ډلو یې ووېشل او بیا صلیبیانو ونیوله. همدارنګه ورپسې په همدې پیړۍ کې مراکش او الجزایر جلا کړل. د دوی د شیطانتونو په دوام، همداسې اختلافات د مسلمانانو ترمنځ ایجادېدل او خلافت ورځ تر بلې ټوټه کېده.
۴- صلیبي ځواکونو ته یې د مسلمانانو جاسوسي کول او د هغوی معلومات یې ورکول.
۵- د مسلمانانو د عقیدې کمزورۍ لپاره د مسلمان په جامه کې پر اسلامي فقه او حدیثو شکونه پیدا کول او پر هغوی ردونه کول.
۶- ددې کارونو ترڅنګ تر ټولو خطرناک کار د مستشرقینو له خوا دا و چې په مسلمانانو کې یې په غلطه عقیده او فکر خلک وروزل، چې وروسته همدا کسان تر مستشرقینو ډېر اسلام ته زیان ورسوه.
۷- بل خطرناک کار چې مستشرقینو د مسلمان په جامه کې وکړ، هغه دا دعوه وه چې اسلام او سیاست باید جلا وي. په اسلامي تاریخ کې هېڅ داسې قوي او معتمد عالم نه دی ویلي چې اسلام او سیاست جلا دي، خو همدا مستشرقینو په مسلمانانو کې دا عقیده خپره کړې ده.
مسلمان ځوانان باید پوه شي چې سیاست او اسلام جلا کول مطلق د کفارو نظریه او توطیه ده، چې مسلمان ملت ته پرته له زهرو بل هېڅ نه دي. اسلام بې له سیاسته نیم پاتې کېږي، ځکه د الله له لوري د اسلام د راتګ یو حکمت دا و چې پر ځمکه عدل قائم شي. او عدل قائم کول بغیر له حکومت څخه ناممکن دي. مخکې د اسلام له ظهور څخه همدلته واکمنو ظلمونه پیل کړي وو او د ځمکې پر مخ یې د ظلم تیاره خپره کړې وه، چې الله تعالی اسلام ته ظهور ورکړ او یو قوي حکومت جوړ شو او عدل قائم شو.
که رښتیا حکومت او دین جلا وای، نو بیا به سرور کائنات د خپلې پیغمبرۍ په وخت کې د حکومت چارې بل بادشاه ته سپارلې وای، خو حقیقت دا دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټول کارونه په خپله کول. کله چې اسلامي نړۍ ته د دین او سیاست د جلاوالي نظریه راغله، بیا اسلامي امت ښه ورځ ونه لیده او په تدریجي ډول یې خپل برم له لاسه ورکړ. یو مسلمان ځوان ته د کامل مؤمن پاتې کېدو لپاره دا عقیده مهمه ده چې دین، سیاست او حکومت یو له بل سره تړلي وبولي.
۸- مسلمانانو ته دا فکر ورکول چې اسلامي قوانین نور زاړه دي، خلافت د حکومت زوړ او تر وخت تېر شوی سیسټم دی، نو باید د پرمختګ لپاره غربي قوانین او د سیکولریزم تر عنوان لاندې نور بشري قوانین جوړ شي.
۹- د مستشرقینو پروژه بشپړه شوه، هغوی نور اړتیا نه درلوده چې غربیان د مسلمانانو په جامه کې وټاکي، بلکې په مسلمانانو کې یې لکونه شاګردان روزلي وو او هغوی د دوی فکر خپرولی شو. په ۱۹۲۴ میلادي کال کې د مارچ په درېیمه غربيانو د خپل روزل شوي شاګرد کمال اتاترک په واسطه خلافت ړنګ کړ او نور بیخي د خلافت نوم هم پاتې نه شو. په همدې ورځ خپل هغه ارمان ته ورسېدل چې سلګونه کاله یې لپاره زیار ګاللی وو، او هغه فارمول یې کامیاب شو چې د مسلمانانو ناکامي په اسلحه نه، بلکې د هغوی د عقیدې او فکر له منځه وړلو کې ده.
۱۰- شلمه پېړۍ د مسلمانانو د ناکامۍ او زوال وخت دی. غربیانو مسلمانان تیت او پرک کړل او د دې ترڅنګ یې نور مستقیم حکمرانۍ پر ځای د تش په نوم مسلمانان، چې د دوی فکر ور انسټال شوی، په سیکولریزم سمبال او د غرب ګټو ته ژمن وو، د مسلمانانو حکمرانان کړل. او د پردې تر شا غربیانو حکومت کاوه، چې تر نن پورې له سل کلونو اوښتې ده. غرب همداسې پر مسلمانانو حکومت کوي او د اسلامي هېوادونو معدن، اقتصاد، فکر او ګټې تر پښو لاندې کوي.
