داعش، اربکیان او قومي پاڅون

ډاکتر آصف

د امریکایانو لخوا پر افغانستان باندې د کرزي ګوډاګی دولت په تپل کیدو سره د امریکا د ډالرو په زور په هیواد کې یو درجن امنیتي ارګانونه تشکیل شول، مثلا، ملي پولیس، سرحدي پولیس، ملي امنیت، د چټک غبرګون پولیس، ملي اردو، سپیشل فورس، کمانډو، محلي پولیس(اربکیان)، قومي پاڅون او داسې نور.

د دومره ډیرو امنیتي ځواکونو په تشکیلاتو او ارګانونو له وجود سره سره بیا د محلي پولیسو یا اربکیانو او ورپسی د قومي پاڅون د جوړیدو انګیزه، موخه او اړتیا څه وه؟؟؟

د افغانستان د خلکو دښمنانو په ډول ډول پلمو سره د افغانانو وژنو لپاره مختلفي طریقي او پلانونه جوړوي، چی له جملی نه یی د محلي پولیسو (اربکیانو) او قومي پاڅون په نوم ځواکونه جوړول دي.

د محلي پولیسو(اربکیانو) تشکیل خاص د دی لپاره ایجاد شو چی که ولس له دولت او طالبانو سره له جګړو کولو خاموش او لاس په سر شوی دی او یو خاموش اکثریت تشکیلوي نو د اربکیانو په تشکیل سره افغان دښمنه قوتونو وغوښتل څو دغه غریب، بی وسلې او جنګونو ځپلي خلک هسي په هسی په جګړه کی لتاړ کړي. هغه داسی چی د اربکیانو په تشکیل سره چې د کلیو او بانډو له خلکو څخه جوړ شوی دی عملا یی د دولت له مخالفینو (طالبانو ) سره په جنګ کی ښکیل کړل، چې په دې سره دغه خاموش اکثریت د دولت په دې کار سره له خاموش اکثریت نه راپورته شول او متحرک شول ځینو یې د طالبانو خوا ونیوه او ځینو نورو د اربکیانو او دولت. په دې کار سره امریکایانو او او د هغوی ګوډاګيو امنیتي سرتیرو او نورو افغان دښمنه قوتونو ته د هغوی د وژلو جواز په لاس ورغی.

په ځینو نورو سیمو کې چې خلکو د اربکی ملیشو د جوړیدو سره مخالفت ښکاره کړ نو هلته افغان دښمنه قوتونو یوه بله نسخه جوړه کړه او د قومي پاڅون په نامه یې د خاموش اکثریت عام خلک د ډالرو په تطمیع کولو سره دې ته وادار کړل چې د مخالفینو پر خلاف د امریکایانو وسله په لاس کی واخلي او د طالبانو پر خلاف په جګړو کې ښکیل شي، چې بالآخره پاک او مسلمان خلک د دې کار په عکس العمل کې د طالبانو سره ملتیا وکړه. چې په نتیجه کې یې امریکایانو او د هغوی مزدورانو ته د دغو پاکو او مخلصو مسلمانانو د وژلو لپاره یوه ښه پلمه او ښه فرصت په لاس ورغی. په دې ډول سره غلیم غواړي افغانان په مختلفو طریقو سره ووژني او له دې غیرتي خاورې نه یې د تل لپاره پوپناه کړي.

د تعجب وړ خبره لا داده چې افغان دښمنه قوتونو د داعش ډله هم د بی ګناه افغانانو د وژلو لپاره د تیرې توري په شان یوه ښه وسیله ایجاد کړې ده، له یوې مخې داعش ډله د بی ګناه افغانانو، سپین ږیرو، سپین سرو، ماشومانو او ځوانانو ویني هیڅ بې هیڅه تویوي، مالونه یی چور کوي د ګډو او بزو رمې یی بیایی، او دا ټول غنیمت بولي، مرکزونه یی جوړ کړي، ډلې ډلې ګرځي، ډله ییز بریدونه کوي، خو د امریکا بی پیلوټه الوتکو سترګې ړندې، او غوږونه یې کاڼه دي نه پرې دا، جیټ، نه هلیکوپتري او نه هم بی دوه پنځوس پرې بمبار کوي او نه امریکایي سرتيري او نه هم دغه یو درجن امنیتي لښکري یی مقابلی ته ورځي، یواځي د خلکو په سترګو کی د خاورو اچولو لپاره هاخوا او دیخوا کله ناکله یو څه ډزه ډوزه وکړي او بیرته ستانه شي، نور یی دغه منحوسه ډله په خلاص لاس پریښې ده چی د افغانانو نسل وژنه وکړي.

د لا تعجب وړ بیا داده چې دا ټول ځواکونه نه ورځي خو له بله پلوه یې د مقابلی لپاره بیا د قومي پاڅون په نوم د ګوتو په شمیر څو بې عقله ځوانان راغونډول کیږی وسله ورکول کیږي او د یو څو ډالرو په بدل کې یې د هغوی د مقابلې لپاره د جګړې ډګر ته بیول کیږي، چی له یو اړخه عام خلک یا خاموش اکثریت نیم د قومي پاڅون او نیم نور د داعش خوا ونیسي، هم په خپلمینځي جګړو کې اخته شي یو بل سره ووژني او له بلې خوا څوک له اربکیانو ځانونه قربان کړي او څوک له قومي پاڅون نه، او څوک له داعش نه ځان قربان کړي او څوک له دولت نه او څوک د ډالرو لپاره ځان قربان کړی، مقصد دا چې په ډول ډول نومونو سره افغان وژنه صورت ونیسي او افغان دښمنه قوتونه یی صرف ننداره وکړي او خپلو موخو ته ورسیږي او خپلې سینې پرې یخې کړي او بس.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version