خوارِج څوک دي؟

ليکوال: ذاکر ناياب

خوارِج خو لا د راشدينو حضراتو له وخته زموږ دښمنان و. د دوی د کرکې او دښمنۍ د اثبات لپاره يو وار د حضرت عثمان‌ رضی الله عنه په وينو د قرآن کريم سرې پاڼې مشاهِده کړئ.

د خوارِجو دښمني څرګنده ده, دوی په مطلق ډول د اسلام له دوايرو وتلي دي. دا فِتنه ګر د ذُوالخوَيصَرهْ التميمي بچوڼي او د اسلام سختـرين دُښمنان دي. له دوی سره زموږ د دُښمنۍ تاريخ تر څوارلس سوه کلونو اوړي.

خوارِج نه دِين لري نه دُنيا. د دې کُورمَغزانو په ذِهنونو کې زهر ګډ دي او له مظالِمو او وحشَتونو پرته بله سودا نه لري.

د اِسلام د تاريخ ډېرې پاڼې د خوارِجو په جَبر او ظلم ډکې دي. اهداف يې تر کُفر لا بدتَر دي. د مسلمان وژنې لايحه او پروژه مخته وړي. دوی د شر اچونې او منافقت ډېره پخوانۍ سابقه لري.

داعش هم د خوارِجو نوی ورژن دی. د اِسلام وياړمن فوځ د دوی ورمېږونه په پڅو تورو ور غوڅوي. له دوی سره دښمني, مقابَله او مجادله د پياوړي اِيمان او اِسلام ثبوت دی.

داعِش د طاغـوت او شیـطان ملګري دي. له دوی سره تفکيري فکر مل دی. د خوارِجو دا ډله فقط د اسلام د بدنامۍ او مسلمان ځورونې لپاره سازه ده. دا لا مِثالي مُستَبِدين دي.

په افغانه مُسلمانه خاوره کې د خوارِجو او داعِشو ساه ګانې تَربتې دي, دوی په يوهٔ قدم اېښودلو درنه بيه پرېکوي او هغه د سر پرېکېدو بيه ده.

د اِيمان په رسۍ ملا تړونکيو!
د خوارِجو او داعِشو ګردنونه ورېبئ, په فِکري او فوځي دواړو حربـو کې يې مات او نابود کړئ.په دې دُنيا د ذلالـت طَوق ور واچوئ, په هغه دنيا د لعنت دوی قطعا د شفقت او مرحمت قابل نه دي.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version