خوارج ګستاخ؛ او خوړونکي حیوانات

بلال خپلواک

د خوارجو سرونه هغه څوک ښه په تورو وهلی شي، چې ایمان او غیرت یې فولادي وي. دوی دومره ذلیل حیوانات دي چې هېڅ کله یې رحم او شفقت په زړه کې نه راجوتېږي، همېش یې د حق پر مسیر تلونکې قافله باندې بي رحمه او وحشیانه ګوزارونه کړي دي.
د مسلمانانو وینې تویول ورته سعادت او عبادت ښکاري. دوی د تاریخ په پاڼو کې په بي شرمه او بې ادبه حیوناتو نامداره شوي دي. د دوی فکر او عقیده خارجي ده. خارجي په لغوي معنا سره خارجي ډیرن ته ویل کېږي. یا له طاعته او یا له کامل دین څخه وتونکي ته وایي. لومړۍ خارجي ؤ چې د الله تعالیٰ رسول ﷺ په وړاندې یې ګستاخي وکړه. او داسې کلمات یې په نجسه خوله وویل چې قلم یې له لیکلو څخه نجات غواړي؛ د دوی ظهور د نبي کریم ﷺ په ژوند کې وشو. حدیث شریف ډېر اوږد دی له همدې امله یې راوړل مناسب نه بولم. وایي یو ګستاخ چې له څیرې یې د خارجي عقیدې او فکر بوی حس کېده. نبي کریم ﷺ ته راغی ژورې سترګې یې وي. وتلی تندۍ یې ؤ. ګڼه ږیره یې وه. جګ او اوچت غومبري یې ول. سر یې خریېلی ؤ. د الله تعالیٰ رسول الله ﷺ یې په نا مناسبو الفاظو مخاطب کړ، د همدې وحشي او خارجي له تللو وروسته نبي کریم ﷺ وفرمایل. د دې سړي له نسبه به داسې خلک را پیدا شي. چې قرآنکریم به لولي خو له اسلام به داسې وځي لکه غشی چې له ښکاره وځي. مسلمانان به قتلوي او بت پرستان به یعنې کافران به پرېږدي. که ما د دوی د راوتلو زمانه ومونده. د عادیانو په شان به یې ووژنم یعنې بیخ تهداب او بنیاد به یې ورک او ختم کړم؛ د حدیث شریف له الفاظو ښکاري چې د دوی قاتلین به ډېر نېک او پاک انسانان وي. زمونږ د اسلامي هېواد استخباراتي ځوانانو کړنې د تاریخ په زرینو کرښو به ثبت او ولیکل شي؛ ځکه دوی له داسې چا سره مجادله او جکړه کوونکي دي چې هغه لوی ګستاخان او بي ادبه حیوانات دي. د دوی هدف او مقصد د مسلمانانو وژل او د هغوی درانه او با وقاره علماء چې د ټولنې خیر خواهان او الله تعالیٰ ته خوښ انسانان دي، له منځه وړل دي
د داسې علماوو شتون ورته لوی عذاب او دردناک زخم دی. څوک چې د علماوو توهین کوي او د هغوی وینې تویول غواړي، له خارجي فکر او عقیدې څخه یې رنګ اخیستی دی، د داسې غلام درنده ګانو وژل روا دي. د دوی په وړاندې به هغه ځوانان جنګېږي چې د ایمان خاوندان وي. غزا کوونکي زلمکي به د تورو شپو وړانګې له مسلمه اُمت څخه ټولوي او په وړاندې به یې سپین سپیڅلی سهار را اعاده کېږي. ان شاءالله

اې مجاهدو ځوانانو!

تاسو داسې چا سره په جنګ او قتال بوخت یئ. چې ذره ایمان یې زړه کې نشته او ترې وتی دی. بهترین جهاد دی. سرونه ترې ووهئ. دا زمونږ او ستاسو وجیبه ده.

اې مجاهدو ځوانانو!

تاسو داسې چا سره په قتال بوخت یئ چې ګستاخ بي ادبه او د حیواناتو له جملې نه شمیرل کېږي.
تاسو یې په وژلو مکلف یئ. ګړندي ګوزارونه پرې وکړئ. ترڅو د ځمکې له تل څخه ورک او مردود شي. که تاسو د دوی له لاسونو څخه د شهادت په لوړ مقام مشرف شوئ. تر دې لوړ او غوره مقام نشته. که دوی مو ووژل او مراکز مو ورته محوه کړل هم به غازیان، قهرمانان او أتلان یئ، هم به د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو کې ولیکل شئ.
ګرانو هیوادوالو! د دې ستر فتنې د محوې او ختمولو په تکل خپلو امنیتي او دفاعي سرتیرو أتلانو ته دعاءګانې وکړئ. د دې باطل ملعون فکر او عقیدې په شنډولو کې ورسره همکار پاتې شئ. د توفیق او د خیر لاس ورکړئ؛ په همدې کې ستاسو هېواد والو برکت او خیر نغښتی دی.

د دې سترې دجالي فتنې د محوه او ورکېدو په هیله!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version