خوارج که د مسلمانانو په مخ تور داغ؟

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې موږ او تاسو د نړیوالو له خلو څخه داسې خبرې اورو، ګواکې مسلمانانو یو په بل له ظلم او تیري څخه کار اخستی او خپل منځي شخړې کوي. نړیوال د دې جنګ او ظلمونو نسبت یواځې مسلمانانو ته کوي، مګر دوی په خپلو شرمیدلو او ټیټو سترګو هیڅ کله هم دیته نظر نه ده کړی، چې کوم جنګونه دي هغه زمونو له نسله پیداوار او زمونږ په لاس جوړه شوې ډله/خوارج یې کوي. نه خو په ځان باندې کومه ګرمه اړوي او نه هم خپل ځان د جګړې له کسانو څخه حسابوي، یواځې ورته د شر په غونډۍ ناست دي او خوارج د مسلمانانو د شهیدانولو او ختمولو لپاره استعمالوي. دوی/کافران خوارجو ته د یوه خلي/خرما اهمیت هم نه ورکوي، کنه ولې یې د دومره خوارجو په وژل کیدو. خپله خله چوپه وساتله. یواځې یې له خوارجو څخه د کرایې غوایان جوړ کړي او د خپل وس مطابقت ګټه ورڅخه پورته کوي. دوی/خوارج هم په خپل کار کې دومره له اخلاص څخه کار اخلي، چې له خپل ورکړل شوي سهم څخه هم زیات کار تره سره کوي، لکه څنګه چې یې د بوکمال عامه وژنه وکړه. بوکمال د سوریې په ختیځ کې پروت ښار ګوټی ده، چې د دیرالزور مربوط دی او د فراط سیند له عراق سره د بوکمال په حدودو نښتی، چې د عراق له تدمر سره پوله لري او په سوریه کې د نفتو تر ټولو غني سیمه بلل کیږي، چې تر ټولو لوی کوهی پکې د کونیکو په نوم یادیږي. بوکمال په 2014م کال کې د جبهة النصرة او جیش الحر په ګډو عملیاتو کې د اسد رژیم له منګولو څخه آزادي تر لاسه کړه، جبهة النصرة هلته د اداري چارو سمبالښت په غاړه واخست او د الهیﺉة الشرعیة د تشکیل لپاره یې ابواللیث امیر او مسؤل مقرر کړ.
صدام الجمل چې د احفاء الرسول په نوم ټولي مسؤل وو، په سیمه کې د شرعي هیﺉت له لوري په ناروا کړنو، بې ځایه وژلو او اختطافونو مجرم وپیژندل شو، چې له سیمې وتښتید او د داعشو له یوه امیر سره یې بیعت وکړ. دواعش څې له پخوا څخه موقع ته په طمع وو، نو دا یې د ځان لپاره لوی فرصت وباله او د بوکمال په لوري یې خپل لښکرونه روان کړل، هغوی/لښکرونو هم لومړی ځان وژوکې حملې تر سره کړې او بیا یې په عامه توګه د مسلمانانو په وژلو پیل وکړ، چې په لسو ساعتونو کې یې 180 کسان ووژل او خپل ځانونه یې په دې کړنو سره د همیشني جهنم مستحق وګرځول او د اسلام رنګ یې د ټولو نړیوالو مخې ته د یو دهشت په رنګ ور وپیژانده.
همداسې یې په رقة ښار کې عامه وژنه وکړه. رقة د سوریې په شمال خوا کې پروت دی او د سوریې تر ټولو لوی او تاریخي ښار دی، چې د تیلو لوی لوی څاګان پکې دي، داعش چې سوریې ته را ننوت نو لومړی یې په دې ښار باندې د قبضه کولو ارداه وکړه، ځکه دوی نه غوښتل چې د دوی د مزعوم خلافت مرکز دې عراق وي، ځکه دوی له هغو احادیثو څخه ویره درلوده، چې د عراق د فتنو په حق کې ویل شوي وو، نو دوی غوښتل چې د امت له دې تنقیده ځان وژغوري. رقة ښار د جبهة النصرة او احرار الشام له لوري د سوریایي نظام څخه ونیول شو، مګر داعشیانو بیرته وغوښتل تر څو دا ښار هم تر خپلې ولکې لاندې راولي او د خپل ځان لپاره ور څخه ګټه واخلي، د څو ورځو محاصرو وروسته دوی/داعش وتوانیدل چې رقة ښار ته ننوځي او هلته یې د احرار الشام او جبهة النصرة 170 تنه محاصره کړل، دوی/خوارجو ورته په کلکو وعدو سره وویل، چې که تاسو مونږ ته وسلې په ځمکه کیږدۍ نو مونږ او تاسو به د وینو توییدلو څخه په امن یو. دوی/مجاهدینو هم د خوارجو په وعدو باور وکړ او د څو ورځو مشورو وروسته یې خپلې اسلحې د دوی په مخ کې کیښودې، مګر دوی په دې ځای کې هم ورسره غدر وکړ، لاسونه یې ورته څټ ته وتړل او 170 نفر یې په یوه ځای په اسلحو او چړو شهیدان کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version