خوارج له صدر إسلام څخه، د نن ورځې تر دواعشو پورې/شپږمه برخه

عبدالرحمن محمود
د خوارجو معتقدات او د مسلمانانو وینه ځان ته روا بلل، او کافران ورته ویل.

قدیم خوارج په دې عقیده وو چې ایمان د قول او د زړه له تصدیق و عمل څخه جوړ دی، که چا یو واجب پرېښود، یا یې یوه ګناه وکړه، لږ برخه د ایمان یي ولاړه، چې لږ ایمان یې ولاړی، ټول ورسره ځي، نو که څوک یو واجب پریږدي او یا یوه کبیره ګناه کوي، هغه کافر دی، د ګناه کبیره په تفسیر کي دوی یوه خوله نه دي، بعضي یي وایي، کبیره ګناه هغه ده چي حد پکي راغلی وي، لکه غلا، زناء، قتل. بعضي یې وایي، چې یوه کوچنی ګناه چې څوک یې دائم کوي او توبه ورڅخه ونه باسي هغه سړی کافر دی.
خلاصه دا چې ګناهکاره مؤمن د أکثریت خوارجو په نزد کافر دی، او داسې کافر دی لکه مشرک کافر، فقط د خوارجو یوه ډله د “اباضیة” په نوم ده، هغوی وایي کافر دی، خو په دې معنی چې کفران د نعمت یې کړی، په دي معنیٰ نه چې له ملت یعني اسلام څخه وتلی دی. امام أبو الحسن الأشعري لیکي( و من قول أکثر الخوارج أن كل ذنب مغلظ كفر، و كل كفر شرك، و كل شرك عبادة الشيطان)
د اکثریت خوارجو دا خبره ده، او دا یې عقیده ده چې هره لویه ګناه کفر ده، او هر کفر شرک دی، او هر شرک د شیطان عبادت دی.
د دوی یو شاعر وایي (و من يكن مضيعا لواحد — منها استحق هلكة المعاند
لأنه إن هدم البعض انهدم — جميعه و ذا هو القول الأتم)
كه چا یو له دغو پرېښود(قول په خوله، تصدیق په زړه، عمل په اعضاوو) هغه د کافر په څېر د وژلو مستحق دی، ځکه چې ایمان کله لږ ونړیږي ټوله نړیږي، او همدغه مسلک او عقیده زموږ کامله ده.

دوی دلیل په دې آیت شریف وایي، چې الله جل جلاله فرمایلي دي( وهل نجازي إلاالكفور. سورة سبأ) موږ جزاء نه ورکوو، نه مګر یواځې کافرانو ته یي ورکوو، نو جزاء خو الله تعالی ګناهکارانو ته هم ورکوي(ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاءه جهنم) که څوک یو مؤمن په قصد سره و وژني، د هغه جزاء دوزخ دی، نو قاتل ګناهکار دی، الله تعالی جزاء ورکوي، أو جزاء یواځي کافرانو ته ورکول کیږي، نو نتیجه دا ده چي ګناهکار هم کافر دی.
همدا ډول دوی وایي چې الله جل جلاله فرمایلي دي( يوم تبيض وجوه، و تسود وجوه، فأما الذين اسودت وجوههم أكفرتم بعد إيمانكم.الاية أل عمران) د قيامت په ورځ به بعضې مخونه سپین او بعضې به تور وي، هغه کسان چې مخونه یې تور وي هغوی ته به وویل شي چي تاسي د ایمان وروسته بیرته کافران سواست؟
نو ګناهکاره انسان فاسق دی، او د فاسق په هکله دوی وایي(والفاسق ممن وجهه مسود بالمعصية فيكون كافرا) فاسق له هغو څخه دی چي مخ یې په ګناه تور وي، د چا چې مخ په ګناه تور وي، هغه کافر دی.

بل دوی دلیل په دې ایت شریف وایي چې ( وسيق الذين كفروا إلى جهنم زمرا …. و سيق الذين اتقوا ربهم إلى الجنة زمرا. سورة الزمر) کافران دوزخ ته شړل کیږي، أو متقیان جنت ته. د قیامت په ورځ فقط دغه دوه قسمه خلګ دي، نو ګناهکار خو متقي نه دی، چې په متقيانو کي داخل نه شو، نو په کافرانو کي داخل دی.
بل دوی دا دلیل وایي، چې الله جل جلاله فرمایلي دي(خلقكم فمنكم مؤمن و منكم كافر) الله تعالی تاسې پیدا کړي یاست، بعضې ستاسې څخه مؤمنان دي او بعضي کافران، دریم قسم نشته، نو ګناهکار په کافرو کې داخل دی.

همدا افراط او غلو في الدین چې هر ګناهکار ته دوی کافر وایي او واجب القتل یي بولي، د مفاسدو اساس دی، له همدې خباثت څخه دا جرئت پیدا کیږي چې پر ټول أمت مسلمه باندي د کفر أو ارتداد ټاپه ووهي، کټ مټ لکه د نن ورځي داعشي خوارج چې پر ټول أمت مسلمة باندي يې د کفر او ارتداد حکم کړی او هر چېرته چې مسلمانان وي، دوی هلته ورسره په جنګ وي.

د قدیم خوارجو مارقه وو د شبهاتو ځواب
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version