خوارج له صدر إسلام څخه، بیا د نن ورځې تر دواعشو پوري

لیکوال: عبدالرحمن محمود

دريمه برخه.
د خوارجو لومړی ظهور، أو ورسره د هغه وخت د مسلمانانو خپل مینځي مشکلات.

خوارجو پر هغه مهال لومړی ظهور وکړ چي کله حضرت علي کرم الله وجهه أو حضرت معاویة رضي الله عنه و یو اتفاق أو صلحي ته سره نږدي شول، د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته حضرت علي کرم الله وجهه خلیفة د مسلمانانو أو أمیرالمؤمنین و ټاکل سو ، حضرت معاویة رضي الله عنه چي دا وخت پر شام باندي أمیر أو والي وو ، د حضرت عثمان رضي الله عنه د قاتلينو د قصاص غوښتنه يي وكړه، حضرت علي كرم الله وجهه ورته وويل لومړى بيعت وكه، بيا به د عثمان قاتلين قصاص كړو، په همدي باندي ددوى دواړو تر مينځ اختلاف راغى، جنګونه وسوه، چي تفصیل یي په دا ډول دی.
د حضرت علي رض لښکر و (صفين) نومي ځای ته ورسید ، حضرت معاویة رض ته حال ورغی ، هغه د خپل لښکر سره ورته راووت ، د حضرت علي رض د لښکر تعداد یو لک أو شل زره وو ، او د حضرت معاویة رض د عسکرو شمیر نوي زره و.
وبالآخرة د دواړو فریقينو تر مینځ جنګ شروع سو ، جنګ ټوله ذي الحجة میاشت متصل روان وو ، البتة د جنګ کیفیت داسي وو چي فقط یو یو ټولی به د هري ډلي و جنګ ته راوتی ، په ورځ کي به یو وخت یا سهار او یا ماښام ، او کله کله به دوه وخته جنګ کیدی ، ټول لښکر یي جنګ ته نه را باسه د قتل عام او یو مخیز هلاکت د وجهي ، او په دي أمید چي ممکن سوله وسي ، د محرم الحرام میاشت چي څنګه را داخله شوه دواړو فریقينو و سولي ته تلوار وکړ ، په أکثریت سره د سولي کوښښ هغه صحابه کرامو کاوه چي په دواړو ډلو کي یي حضور درلود ، مګر حضرت علي رض او حضرت معاویة رض دواړه پر خپل موقف ټینګ ولاړ وه ، حضرت علي رض و معاویة رض ته ویل لومړی بیعت وکه ، حضرت معاویة بيا ویل چي کله دي د عثمان قاتلین ووژل بیا بیعت درسره کوم.
خلاصه دا چي د سولي خبرو هیڅه نتیجه ورنکړه ، جنګ بیرته هماغسي روان سو لکه مخکي چي روان وو ، ټولی ټولی به جنګ ته راوتی ، لومړۍ هفته/أونیزه. همداسي جنګ روان وو ، تر دي وخته ددوی تر مینځ أویا جنګونه شوي وه ، وروسته تر یوي هفتي حضرت علي رض اعلان وکړ چي صبا چهار شنبه به ټول لښکر و جنګ ته وځي ، حضرت معاویة رض خبر سو ، په همدي شپه ټولو خپلې أسلحې راواخیستي ، د جنګ لپاره یي تیارولي ، عمروبن العاص الأموي خلګ و جنګ ته هڅول چي په صبا کي ښه په میړاني سره جنګ وکړي.
په صبا کي جنګ شروع سو ، جنګ تر ماښامه پوري په ډیر شدت سره مستمر روان وو ، فقط د لمانځه پر وقت یي وقفه د جنګ کول.
په دوهمه ورځ کي هم جنګ هماغسي روان وو ، خو راتلونکي شپي ته جنګ ډیر زور واخیست ، و دي شپې ته په تاریخ کي لیلة الهریر وایي او دا شپه د جمعي مبارکي وه ، په دي شپه دومره شدید قتال وسو چي مخکینی ورته هیڅ ښکاریدی ، ابن کثیر رح ددي شپي په باره کي وایي( ستونې وچ شوه ، تورې پڅي شوي ، نیزي او غیشې ختم سوه ، حتی دوه کسان به سره په جنګ وه ، ستړي به شوه بیا به دواړو آرام وکی ، د آرام وروسته به یي بیا جنګ شروع کی تر څو چي په وینو به سره سول ، همدغه حالت روان وو د جمعي شپه سهار سوه ، لا هم جنګ روان وو ، د څاښت پر وقت أهل عراق د حضرت علي رض ډله پر اهل الشام د حضرت معاوية رض پر ډلي منتصره أو غالبه شوه ، په دي جنګ کي د دواړو جانبینو څخه د (ابن أبي خیثمه په روایت) أویا زره کسان په شهادت ورسیده ، پنځه څلویښت زره د حضرت معاویة رض د ډلي او پنځه ویشت زره د حضرت علي رض د ډلي وه. إنا لله و إنا إليه راجعون.
ددي لویي فاجعي ورورسته یو شمیر ذي درایته کسان چي په دواړو طرفو کي وه ، د جنګ له اږدیدو او استمرار څخه ډیر سخت وویریدل ، هسي نه چي د مسلمانانو لښکر ټول همدلته ووژل شي ، أشعث بن قیس الکندي و خپل قوم أهل الکوفة ته داسي خطبه وړاندي کړه.
( أی ټولی د مسلمانانو ، تاسو هغه څه ولیدل چي تیره ورځ پیښ سوه ، په رب قسم چي پر ما څومره عمر تیر شوی ما داسي سخته او هلاکونکي ورځ نده لیدلي ، دا زما خبره دي شاهد و غائب ته ورسوي چي صبا موږ یو توافق کوو ، دا جنګ به عرب فناء کړي ، او عزتونه به لوټ شي ، او په الله قسم چي زه خپل پر ځان نه ویریږم ، بلکي پر دي ویریږم چي د مسلمانانو ښځې او عیال به د چا و لاسونو ته ولویږي ؟ )
اهل الشام ږغ وکړ أی عراقیانو که تاسو موږ ووژنئ زموږ د أهل و عیال لپاره څوک شته ، که موږ تاسي و وژنو ستاسو د أهل و عیال لپاره څوک شته ؟ نور له الله څخه و ویریږئ ، پر دې پاته لښکر د مسلمانانو رحم وکئ.
کله چي د أشعث خبرې و حضرت معاویة رض ته ورسیدلي ویي فرمایل: په رب د کعبي قسم چي حق خبرې یي کړي دي ، که چیري موږ صبا هم په جنګ مشغول سو روم به زموږ پر أهل و عیال باندي هجوم راوړي ، او فارس به د عراقیانو پر اهل و عیال هجوم ور وړي ، ددي درک یواځي د بصیرت څښتنان کولای سي.
عمرو بن العاص و حضرت معاویة رض ته وویل چي و علي رض ته قرآن کریم ور ولیږه ، د الله و کتاب ته یي را وبوله ، همداسي وشوه ، د شام خلګو قرآنونه را واخیسته ، د آسانو په غاړو پوري یي و زړول ، د دمشق تر ټولو لوی قرآن کریم چي لسو کسانو را اخیستی وو هغه یي هم راوړ ، بیا یي پر اهل العراق ور ږغ کړل أی عراقیانو زموږ او تاسو تر مینځ د الله کتاب دی ، د هغه و فیصلي ته به غاړه ایږدو .
د دواړه فریقینو پر محاکمة أو صلحه اتفاق ، أو د خوارجو وارخطایي أو ظهور… نور بیا

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version