خوارج د مطبوعاتي جګړې له مخې!

لیکوال: خاکسار پکتياوال

څنګه چې هره جګړه دوه اړه لري، چې یو یې نظامي برخه ده او بله یې مطبوعاتي یا فکري جګړې په نوم یادیږي، نو همداسې نني خوارجو هم په دواړو جګړو کې ځانونه ښکیل کړي او غواړي چې مسلمانان ضعیفه کړي. مطبوعاتي جګړه هم د نظامي جګړې په څیر له خطر څخه ډکه او د دښمن د شهرت او پیاوړتیا لپاره یو مهم راز ده، لکه څنګه چې څه کلونه وړاندې، امریکا د افغانستان په اشغال کې له همدې جګړې کار واخست او د افغاني نسله ځوانانو فکرونه یې ور بدل کړل. افغانانو به بلآخر اشغال ته آزادي ویل، آزادي ته اشغال او هغو کسانو ته چې آزادي یې غوښته دهشت ګر ویل نعوذ بالله، زمونږ افغاني نوامیس او افغاني کلتورونه یې له خاورو سره خاورې کړل. مګر دا چې د ظالمانو فریبونه د یو څه وخت لپاره ښه په کش کې روان وي او وروسته د خلکو له پوهنې څخه، په دوی کې دومره کمزوري راځي، چې خپل وګړي یې هم ورباندې له باور کولو څخه ډډه کوي، نو امریکا ته هم په ډیره کمه موده کې خپله مطبوعاتي جګړه د خپل سر بلا وګرځیدله او د دې په ځای چې خلک ور باندې باور وکړي، خلکو به د دوی خبر رسونکي/خبریالان رټل او په ډیرو سپکو الفاظو سره به یې یادول، له همدې امله خو دوی/امریکایان مات او د الله په نصرت له دې ګران هیواد څخه د تل لپاره وشړل شول، مګر دا چې خوارج/داعشیان د دوی پیداوار او د دوی له قدم څخه یو قدم هم بل خوا نه ږدي، نو دوی هم په مطبوعاتي جګړو پیل کړی او غواړي چې د مسلمانانو ځوانان پرې وغولوي. دوی له مطبوعاتو څخه په څو قسمه استفاده کوي، لومړی دوی د خلکو په مخ کې ځانونه ډیر فعال معرفي کوي، مګر دا فعالیت د دوی په افرادي تکثیر/زیات والي دلالت نه کوي، بلکې دوی هر یو له زیاتو حسابونو څخه استفاده کوي او خلکو ته دا په نظر کې ور ولي ګواکي دوی په خپله مبارزه کې ډیر زیات او خورا فعال خلک دي. جیش الانصار چې د دوی یو فعال مبارز دی، اعلان کړی وو، چې ټول هغه وروڼه چې حسابونه یې غیر فعال دي، نو له ټاکنې نیټې سره سم دې خپل حسابونه فعال او مبارزې ته دې دوام ورکړي. د ده په ځواب کې سنة عراقیه ارهابیة چې داعشي فعال دی داسې ویلي وو. زه له یوولسو حسابونو سره ستاسو په خدمت کې حاضر یم. نو تاسو فکر وکړﺉ چې هر یو له دوی څخه دومره زیات حسابونه لري، آیا د دوی مطبوعاتي جګړه به مخې ته لاړه نه شي؟ او دوی به په انټرنيټي څانګو کې فعال معرفي نه شي؟
دوهم هغه کار چې دوی ورڅخه استفاده کوي، د خپل ځان په حق کې له درغو څخه کار اخستل او خپل ځان خلکو ته داسې معرفي کول، ګواکې دوی په درې اویا ډلو کې یواځینۍ هغه ډله ده چې په حق دي. ابو العیناء الخراساني داسې لیکي: په هغه ذات مې قسم چې زما روح د هغه په لاس کې ده، یو صالح سړي خوب لیدلی وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې بغدادي ته ووایه تر څو محکم شي. همدا رنګه په یو بل ټویټ کې محمد السبیعي وایي، قسم په الله چې یوه صالح سړي نبي علیه السلام په خوب لیدلی وو او ده ته وایي چې بغدادي ته به د سمندر واک هم ورکول شي او امریکا به هم په سختو بریدونو سره ماتوي.
دریم له هغو کارونو څخه چې دوی یې په مطبوعاتي جګړه کې تر سره کوي، د خپلو مخالفینو په نښه کول دي. کله چې داعش/خوارج وغواړي، چې یو څوک په نښه کړي نو لومړی له خپلو غیر رسمي پاڼو څخه د هغه په ضد نشرات وکړي او بیا له خپل رسمي حسابونو څخه، بیا د هغه/مخالف په نوم یو جعلي اکاونټ جوړ کړي او له هغه اکاونټ څخه داسې نشرات وکړي، چې له اسلام سره مخالف وي او د دوی رسمي حسابونه بیا پرې د همدې نشراتو له امله د تکفیر حکم لګوي، مګر دا چې مونږ په لومړیو کې وویل، چې د دوی زور په لومړیو کې وي او وروسته یې زور ختمیږي، نو همداسې د دوی/خوارجو زور هم ختم شوی او هیڅوک هم پرې باور نه کوي. الله دې دوی تل همداسې ذلیله او رسوا کړي آمین یا رب العالمین.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version