خوارج د مسلمانو پرګنو سخت زړي دښمنان دي

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
څنګه چې مونږ د خوارجو په موضوع، د ځانګړو عنوانونو لاندې، د قلم په څوکو د کاغذ سپینې پاڼې ډکوو او غواړو چې د خوارجو اصلیت ټولې دنیا ته څرګند او ښکاره کړو، نو اوس به تاسو ته د دوی کفر خوښونکي ظلمونه او وحشتونه، چې په مسلمانانو یې کړي وو، بیان او ستاسو مخې ته به یې روښانه کړو، باستعانة الله تعالی و عونه.
لومړی: خوارجو د رستین عامه وژنه وکړه. رستین د حمص د ریف یو ښارګوټی ده، چې د داعش له ورتګ وړاندې، د دې سیمې خلکو د داعش په ضد مظاهرې وکړې او نه یې غوښتل چې داعشیان دې، دې سیمې ته داخل شي، مګر کله چې دا سیمه د داعشیانو/جهنم سپیو په ولکه کې راغله، نو لومړی یې د خالد بن الولید د لواء مشر همام الدیک وواژه او وروسته یې هغه کسان په شهادت ورسول، چې د دوی په ضد مظاهرو کې یې ګډون کړی وو. دوی په دې برید کې د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون 16 بې ګناه مسلمانان ووژل او ځانونه یې بیا ټولو دنیاوالو ته ور وپیژندل چې دوی له مسلمانانو سره سخته دښمني لري او په هر ځای کې یې عامه وژنه کوي.
همداسې یې په جرابلیس کې د لواء التوحید عامه وژنه وکړه. جرابلیس د سوریې په شمال ختیځ د حلب په ریف کې پروت ده. جرابلیس ته له ننوتلو سره سم داعشیانو له سخت ظلم څخه کار واخست او د لواء التوحید له ډلې څخه یې په یو ساعت کې اتیا نفره ووژل، بیا یې د هغوی سرونه په سیخونو کې ورکړل او له هغوی سره یې یادګاري انځورونه واخستل.
بل یې د حارم په زندان کې عامه وژنه وکړه. حارم د ادلب په ریف کې یو ښارګوټی ده. کله چې په دې ځای باندې د بغدادي پلویانو ولکه ټینګه کړه، نو ځايي خلک یې په ډول ډول بهانو سره بندیان کړل، مګر کله چې مجاهدینو دوی له سختو بریدونو لاندې راوستل او دوی د دې سیمې خوشې کولو ته اړ شول، نو لومړی یې ټول زندانیان هغه که سیاسي وو او که جنایي ووژل. په دې کسانو کې یې 66 نفره په داسې ډول سره وژلي وو، چې لاسونه یې تر شا تړل شوي وو انا لله و انا الیه راجعون.
همدا ډول یې د کفر حمزة په ښار ګوټي کې په معهد الکهرباء کې عامه وژنه وکړه. کله چې داعش د حلب د کفر حمزة له ښارګوټي څخه وشړل شول، نو دلته یې دومره ظلمونه څرګند شول، چې په هیڅ کافر کې به د داسې کارونو کولو زړه نه وي او نه به یې څوک وکړي. دوی چې کله دا ځای پریښود، نو د پلټنې په صورت کې په معهد الکهرباء نومي ماڼۍ کې هغه جسدونه وموندل شول، چې دوی له ځان سره په ډول ډول بهانو بندیان کړي وو او د ماشومانو/کم عمره هلکانو په ګډون 170 نفره وژل شوي وو. الله دې له دوی/خوارجو سره حساب شدید وکړي.
بل یې د حلب په روغتون کې عامه وژنه وکړه. کله چې د حلب خلک د داعشیانو له جنایاتو څخه په تنګ راغلل او د دوی په ضد یې سولییزه مظاهره را وباسله نو داعشیانو دوی ټول د حلب روغتون ته را وغوښتل او هلته یې ټول ووژل، چې شمیره یې تر 230 کسانو رسیده او په دې ډلو کې داسې ماشومان هم وو، چې عمرونه یې تر دولس کلنۍ څخه کم وو، مګر داعشیانو ورباندې هیڅ کوم رحم او ترحم ونه کړ او په یو ځای يې د دومره زیات تعداد خلکو قتلونه په خپلو غاړو واخستل. الله تعالی دې د دوی هغه کارونه چې دوی یې د کافرانو د خوشحاله کولو په خاطر کوي، د دوی په ضد استعمال کړي او الله تعالی دې له دوی څخه د دې ټولو شهیدانو انتقام واخلي. مګر مونږ به د الله تعالی په مرسته اوس له دوی څخه زمونږ په ګران هیواد کې د دې ټولو پیښو انتقام اخلو او هر ځای کې به یې وژنه کوو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version