خوارج (داعش) زمونږ د علماوو ریښه له منځه وړي.

عابد احمدزی

پېړۍ تېرې شوې، زمانې بدلې شوې او زیات خلک له خاورو سره خاورې شول، مګر د تاریخ ټکي لا تر اوسه تازه او له ټولو حقایقو یې وخت په وخت پرده پورته کړې وي.

خوارجو په هره زمانه کې زمونږ په علماوو وحشیانه او بُزدلانه بریدونه کړي، د علماوو سربېره یې زمونږ پاک صحابه د ګران محبوب (ﷺ) د چمن ګلان او د اسلامي خلافت امیران هم په شهادت رسولي.

د دوی له شهادتونو او د خوارجو له دې بُزدلانه کړنو څخه سلګونه بلکې زرګونه کلونه تېر شول، مګر د تاریخ داسې پاڼې دي چې مونږ ته یې د اوسنيو پېښو په شان په نظر کې راښیي.

نو کله چې د خوارجو افعال (کړنې) بدلیدونکې نه دي، نو د همدې لپاره یې په اوسنۍ پیړۍ کې هم د علماوو په شهیدانولو پسې خپله نجسه توره را ایستلې او وخت په وخت زمونږ علماء شهیدانوي، چې د هغوی له جملې څخه یې تېر کال د افغانستان په زړه (کابل) کې هم یو بُزدلانه برید تر سره کړ او د هغه برید موخه یې زمونږ لوی عالم فخر المسلمین عالم دین او د خوارجو ځپونکی شخصیت په نښه کړ او د الله تعالی دیدار ته یې د ډېرو طالب العلمانو له څنګ څخه وصل کړ.

الله تعالی دې د ده شهادت په خپل در بار کې قبول، وارثانو ته صبر جمیل او قاتلانو ته یې د دې ټولو کارونو بدله ور کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version