خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | اتلسمه برخه

بهاند ایمن

#image_title

د خوارجو د پلان شوي برید په نتېجه کې، چې د رسول الله ﷺ د دریو تنو مشهورو ملګرو د شهادت په پار یې جوړ کړی وو، یوازي ابن ملجم خپل هدف تر لاسه کړ.

 

ځکه برک التمیمي چې د معاويه رضی الله عنه د وژلو مسؤولیت یې منلی و، هغه وخت یې په معاویه رضی الله عنه برید تر سره کړ، چې هغه د سهار د لمانځه لپاره مسجد ته په لاره و خو د برک د توري وار د معاويه رضی الله عنه په پښه ولګېد، چې سطحي ټپي شو او د دوهم بريد وخت په لاس ورنغی، ځکه چې د معاویه رضی الله عنه د ساتونکو لخوا ونیول شو.

 

برک التمیمي معاویه رضی الله عنه ته وویل:

د یوه زیري په بدل کې ما پرېږده!

او هغه داچې نن علي رضی الله عنه ووژل شو.

 

معاويه رضی الله عنه ورته وویل:

ستا ملګری به هم له ناکامي سره مخ شوی وي.

برک وویل: نه، علی رضی الله عنه کوم ساتونکي نه لري.

 

سره له دې هم برک ووژل شو.

 

او پاته شو د عمروبن العاص رضی الله عنه د وژلو مسؤول کس، چې عمرو التمیمي و. د نوموړي خارجي خپل هدف هلته له لاسه ووت، چې په همدې شپه عمرو بن العاص رضی الله عنه ته سخت مرض پېښ شو. سهار یې لمونځ په کور ادا کړ.

 

دا چې د امامت لمونځ په همدې سهار د خارجه بن ابي حبیبه رضی الله عنه په غاړه شو، نو عمرو التمیمي ګومان وکړ چې همدا عمرو بن العاص دی، نو یې برید پرې وکړ او خارجه رضی الله عنه یې په شهادت ورساوه.

 

وروسته عمرو بن العاص رضی الله عنه امر وکړ!

د دې خارجي سر هم له تنې جلا او ووژل شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version