له ډېرې مودې راهیسې، د پاکستان دولت هڅه کوي چې د ټي ټي پي د موجودیت په اړه په ملي او نړیواله کچه دا مسله راپورته کړي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان له خاورې څخه په استفادې پاکستان ته ننوځي او هلته له خپلو عملياتو او فعاليتونو څخه وروسته بېرته افغانستان ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري دې تور ته همېش داسې ځواب ورکړل شوی، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان داخلي ستونزه ده او د افغانستان خاوره د هیڅ کوم ګاونډي هېواد پر ضد نه کارول کېږي، البته یو شمېر هغه کډوال چې د پاکستان له ظلمونو او وحشتونو څخه تنګ شوي وو، د ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې دوی په داسې حال کې افغانستان ته د مهاجرينو او پناه غوښتونکو په توګه راغلي وو چې امریکايي ځواکونه او متحدین یې هم په افغانستان کې موجود وو، او هغه پاکستاني کډوال چې په خوست او ځینو نورو ځایونو کې دا مهال اوسیږي، هغوی خو نه وسلې لري او نه هم له تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي سره کوم تړاو لري، د دوی ژوند هم د کډوالو د نړېوالو قوانینو له مخې په هغه ډول تېرېږي په کوم ډول چې کډوال په پاکستان، ترکیه او نورو هېوادنو کې ژوند کوي.
د داسې دولتي او سرکاري تورونو د حقیقت او د هغوی د ځوابونو د پوهېدو لپاره، ځینې په حقایقو ولاړې داسې پوښتنې راپورته کیږي، چې شايد په ټولنیزو رسنیو کې د ړندو او بې کفایته فعالانو او د ژورنالیزم د لوړو برجونو څخه د سرکاري فرمایشاتو مطابق د لوړو او بې ځایه دعوه کوونکو خبريالانو د سترګو خلاصولو او پوهېدو لپاره په کار راشي، ان اريد الا الاصلاح ماستطعت وماتوفيقی الا بالله
لومړۍ پوښتنه: پاکستان دعوه کوي، چې موږ په (۲۷۰۰) کيلومتره سرحد باندې دولس فوټه لوړ او پنځه فوټه پنډ مضبوط اغزن تارونه په داسې انداز لګولي چې انسان څه، بلکې د ځنګل يو کوچنۍ حيوان هم پکې نشي داخلېدلای، همداراز په هرو دوو سوو او درې سوو ميټرو کې يوه قوي پوسته هم وجود لري، هره پوسته له بلې پوستې سره مخابراتي اړیکه لري او ګزمې ترسره کوي، همداراز په ټول سرحد باندې سړکونه هم تېر شوي دي.
او د هرو لسو پنځلسو پوستو په منځ کې يو ستر پوځي کمپ هم جوړ شوی، چې هلته د تازه دميو پوځي سرتېرو سره سره هرقسم خوارکي توکي او ټول طبي خدمتونه او اسانتياوې شتون لري، او په هره پوسته کې پنځه شپږ مسلح او چمتو پوځيان ناست وي، چې د جي تري، درازکوف، اېل اېم جي په شمول په ګڼو پرمختلليو او عصري وسلو سمبال وي، همداراز په هره پوسته باندې د اويا اتيا لکو روپيو په قيمت داسې لېزري کمرې نصب شوي چې که چېرته د شپې په تکه توره تیاره کې په پنځه سوه میټره کې يوه مرغۍ وزر هم ورپوي، نو دا هم د دوی په کنټرول کې وي. په هرو شلو او دېرشو ميټرو کې د شپې پرمهال نوی پرمختللی سنسري نظام د اتومات ګروپونو په شکل کې فعال دی چې د ژوندي شي له راتګ سره يې رڼا نوره هم زياتېږي، د دې نوي سسټم په مټ د شپې پرمهال د سرحد ساحه ښه څرګنده لیدل کیږي. پدې سربېره په ځمکه باندې یې داسې عجیب يو برقي او سنسري نظام فعال کړی چې که چېرته کوم ژوندی حيوان اغزن تار ته نېږدې راشي، نو دا سېسټم پوستې ته د هارڼ (زنګ) ورکولو په شکل کې خبر ورکوي، همدارنګه د پاکستان د دفاع وزارت رسمي او معتبرو سرچينو د دې خبرې تاييد کړی چې د پاکستاني رياست له لوري د سرحد د ساتنې او څارنې لپاره اته سوه کوچنۍ او غټې ډرون الوتکې ځانګړي شوي دي، چې په دې کې د مرمیو او توغنديو د توغولو او همداراز د جاسوسۍ هرډول سيستمونه او آلات نصب شوي دي. د دې ټولو انتظاماتو باوجود له سرحد څخه لېرې په يو کيلومترۍ کې په پرمختللیو وسلو سمبال د ځانګړو کومانډویي ځواکونو او پوځي سرتېرو قطعات هم په مختلفو سيمو کې په کمينونو کې د دې لپاره ناست وي چې که چېرته کوم تروريست د دې ټولو حصارونو له ماتولو څخه وروسته بیا هم راداخل شي، نو د هغه علاج به په کمين ځايونو کې د ځانګړیو ځواکونو په مټ کېږي، د دې ټولو انتظاماتو څخه وروسته پاکستان امريکا ته دا اطمینان ورکړ چې د سرحد لپاره ځانګړې شوې ستاسې د زرهاوو ملين ډالرو له مصرفولو څخه وروسته موږ تاسې ته بشپړ اطمینان درکوو چې اوس نو په ډیورنډ کرښه باندې يوه مرغۍ هم زموږ له ليدو څخه پرته وزر نشي رپولای.
بايد ووايو، چې پورته ذکر شوي امنيتي تدابير او انتظامات کوم خيال نه بلکې د سترګو ليدل شوی يو ښکاره حقيقت دی، چې پدې کار او لوړ انتظام باندې د پاکستاني رياست ادارې په یقیني توګه د ستاينې وړ دي. حقيقت دا دې چې دا ډول انتظامات خو د روس په څېر پرمختللي هېواد د اوکراین د منظم پوځ په وړاندې (چې د امریکا په شمول د ټولې اروپا ملاتړ هم له ځانه سره لري او په هرقسم وسلو او وسایلو سمبال دی) ندي برابر کړي او نه هم اسرايلو دا ډول انتظامات د حماس د باعزمه مجاهدینو په خلاف برابر کړي.
اوس لومړۍ پوښتنه دا ده؛ چې د داسې سختو او پرمختلليو انتظاماتو او حصارونو باوجود د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين څنګه د پاکستان په خاوره قدم کېښودلای شي، او بيا تر چترال، سوات، پېښور، ډېره اسماعيل خان، ډېره غازي او آن تر بلوچستان پورې ځي او کامیاب بريدونه کوي. دا فلسفه لږترلږه زما د نیمګړې پوهې څخه لوړه ده، بالفرض که چېرته د پاکستان دا دعوه د څو دقيقو لپاره ومنل هم شي، چې په واقعي توګه د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين د افغانستان له خاورې څخه په استفادې پاکستان ته داخلېږي، پداسې حال کې چې زموږ د معلوماتو له مخې د افغانستان اسلامي امارت په سرحد باندې پنځه سلنه کار هم ندی کړی.
نو په داسې حال کې د تحريک طالبان پاکستان د مجاهدینو د فعالیت ټوله پړه په ځای د دې چې د افغانستان په اسلامي امارت واچول شي، بايد په خپل ګرېوان کې وکتل شي.
که چېرته يو لور ته د پاکستان ادارې د پورته ذکر شويو انتظاماتو باندې د ستاينې ور دي خو بل لور ته بیا که د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين د دې ټولو انتظاماتو او حصارونو باوجود د سرحد په اوښتو کې کاميابېږي، نو هغوی خو بیا په زرهاوو ځله د ستاينې وړ دي.
او بل لور ته، د کتونکو په وړاندې دا د تحريک طالبان پاکستان د مجاهدینو د حقانيت او سپېڅلتوب يو ستر دليل هم دی، چې صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم ته سمندرونو لارې ورکړې وې او د تحريک طالبان پاکستان مجاهدينو ته بیا د آسمانڅکو غرونو په منځ کې د دې ټولو انتظاماتو، حصارونو او سختيو باوجود لارې پيدا کېږي چې د سمندري لارو څخه ډېرې سختې دي، نو آیا د داسې سختو انتظاماتو باوجود د پاکستاني دولت له لوري د تحريک طالبان پاکستان د مجاهدینو پړه په اسلامي امارت اچول يو ستر ښکاره حماقت او همداراز د تحريک طالبان پاکستان د مجاهدینو په وړاندې د خپلې ماتې اعلان ندی!؟
دوهمه پوښتنه: د پاکستان معتبرو سرچينو ادعا وکړه چې ریاستي ادارو د اکتوبر مياشتې په وروستۍ لسیزه کې د باجوړ او دير په سرحدي سیمه “درګۍ” کې د ملاکنډ ولایت د والي مرستیال “محترم استاد قرېشي صاحب” او همداراز د نوموړي د زوی او زوم په شمول نهه تنه مجاهدين په شهادت ورسول، چې وروسته د ټي ټي پي معتبرو سرچينو هم د دې خبر تائيد وکړ، او همداراز د ملاکنډ ولایت والي محترم مولوي عظمت اللّٰه لالا صاحب هم د دې خبرې تائيد وکړ او وويل چې ياد مجاهدين د باجوړ له مرکزونو څخه د سړک په لار د سوات په لور روان وو، چې دا د دې خبرې ښکاره دلیل دی چې په سوات، باجوړ او دير کې د تحريک طالبان پاکستان ګڼ شمېر مرکزونه او مجاهدين شتون لري او همداراز په همېشنۍ ډول په يادو سيمو کې په په پوځ او امنیتي ارګانونو باندې د مجاهدینو بریدونه يادې دعوې ته لا تقویت وربښي، اوس د دې بریدونو او مرکزونو پړه او تور په اسلامي امارت باندې اچول له عقل څخه ډېر لوړ دی.
درېیمه پوښتنه: د تحريک طالبان پاکستان له تنظیمي جوړښت او لايحو څخه دا معلومېږي، چې دوی پاکستان په دوه برخو (جنوبي زون او شمالي زون) تقسیم کړی، په جنوبي زون کې کوهاټ، بنو، ډېره اسماعيل خان، ټول بلوچستان، سند او د جنوبي پنجاب مربوط ساحې شاملې دي، او په شمالي زون کې بیا ملاکنډ، پېښور، مردان، هزاره او شمالي پنجاب راځي، هر ډوېژن ته يې د ولایت او هر تحصيل ته يې د ولسوالۍ حیثیت ورکړی دي، د دې تقسیم د بيانولو مقصد دا دی چې شاوخوا پر پنځلسو واليانو او په لسهاوو ولسوالانو باندې يې دا لازمه ګرځولې چې دوی بايد د جنګ په عملي ميدان کې قرار او شتون ولري، چې د دې ښکاره دلیل د رهبري شورا غړی محترم مفتي مزاحم صاحب چې د تحريک طالبان پاکستان مخکینی نائب امير او وزير دفاع هم تېر شوی، او دا مهال د جنوبي زون د نظامي کمېسيون مسؤل هم دی، نوموړي په يو ويډيويي پيغام کې په ښکاره توګه ويلي چې ما د جنوبي زون د مختلفو مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چېرته چې له سرحد او مرکزي ساحو څخه پرته په هره سيمه کې د طالبانو مراکز شتون لري، طالبان په ښکاره توګه په بازارونو، حجرو او مسجدونو کې ګرځي، او ځايي خلک هم خپلې فیصلې د تاڼو په ځای د طالبانو د ځايي قاضيانو له لارې حل کوي. همداراز د رهبري شورا ګڼ شمېر نور غړي هم د مرکزنو په ځای د جنګ په عملي ميدان او محاذ کې موجود دي، چې له دوی څخه يو يې مولوي طه صاحب دی چې د رهبري شورا د غړيتوب ترڅنګ دا مهال د احتسابي کمېسيون د غړي په توګه د محاذونو په څارنه بوخت دی، د رهبري شورا يو بل غړی محترم بلال فاروقي صاحب چې د زون د استخباراتو مسؤل او د اقتصادي کېمسیون مسؤل هم تېر شوی، دا مهال په محاذونو کې د مجاهدینو سره څنګ په څنګ قرار لري، آيا د پاکستان رياست په دې حقيقت ندی خبر، او که پاکستان په قصدي توګه په اسلامي امارت باندې الزامونه او تورونه لګول خپل عبادت ګڼي!؟
څلورمه پوښتنه: موږ وينو چې مولانا فضل الرحمن صاحب او همداراز نور ګڼ شمېر سياستوال تل د دې وېرې څرګندونې کوي، چې د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين په دومره لويه کچه په قبايلي سيمو کې موجود دي چې آن د شپې پرمهال خو په اکثرو بازارونو او څلور لاريو کې د طالبانو حکومت وي، او د حکومتي ولکې او کنټرول په نوم هيڅ شی وجود نلري. بلکې په دې وروستيو وروځو کې خو د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين د خېبر ایجنسۍ، باړې، متنو او همداراز د کرمې او اورکزيو ايجنسيو په عام سړکونو او چوکونو کې په مسلح شکل ګزمې ترسره کوي او ګڼې ويډيويي صحنې يې هم خپرې شوي دي. او په ځانګري توګه د ډېره اسماعيل خان او بنو ولايت خو ډېره سيمه د طالبانو په ولکه کې ده، د اکتوبر په ۲۶مه د ډېره اسماعيل خان ولايت کمشنر او نورو امنيتي ادارو دا خبرداری ورکړی و، چې حکومتي وګړي دې د ډېره اسماعيل خان او ټانک په عمومي سړک د سفر کولو پرمهال ډېر احتياط وکړي، د شپې پرمهال دې سفر نه کوي، آيا دا ټولې خبرې د دې ښکاره دلیل ندی چې د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين د پاکستان په خاوره دا وخت موجود دي!؟
پنځمه پوښتنه: د پاکستاني رياست ګڼو لوړپوړو چارواکو څو څو ځلې په عمران خان او جنرال باجوه باندې دا ډول نيوکې کړي چې دوی د جنرال فيض حميد په مټ چې د اسلامي امارت په درېيمګړي توب چې تر يو کال پورې کوم مذاکرات روان وو، پدې جريان کې تر دېرش زرو پورې طالبان ملاکنډ ډوېژن او قبايلي سيمو ته داخل شوي وو، که چېرته دا نيوکې او څرګندونې حقيقت ولري، نو بیا پکار ده چې د اسلامي امارت په ځای له يادو ذکر شويو اشخاصو سره حساب وشي، دلته ولې د انصاف لمن پرېښودل کېږي!؟
شپږمه پوښتنه: ستاسې به ياد وي چې پدې وروستيو کې په خېبر ایجنسۍ، تيراه، جنوبي او شمالي وزیرستان کې ګڼې ډرون حملې وشوې، چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر عام خلګ شهيدان او زخميان شول، په میرعلي بازار کې يې بې درېغه فاسفورس بمونه وغورځول او دا بهانه يې وکړه چې ګواکې دلته دهشت ګرد موجود دي، همداراز په لکي مروت، ميانوالي، ګنډاپور، ټانک، بنو، صدې، ايف آر پېښور، پېښور، مردان، دير او شانګلې کې مجاهدين په ازاده توګه خپل تګ راتګ او جهادي ژوند کوي، آيا دا مجاهدين هم په دومره لويه کچه له افغانستان څخه داخل شوي او په سلهاوو کیلومتره واټن څخه له تېرېدو وروسته يادو سيمو ته داخل شول، او نمبر ون استخباراتي ادارو ته هیڅ معلومات ونشول. آيا د تحريک طالبان پاکستان مجاهدين پيريان دي چې دې ادارو ته کوم خبر ندی ور رسېدلی.
اصلي خبره دا ده، چې ریاستي ادارې د خپلو ډېرو ظلمونو، وحشتونو له امله د مظلوم پاکستاني ولس د مال او عزت داړه ماران جوړ شوي دي او د دې مظلوم ولس په معدنونو او قومي ذخايرو باندې يې د ولکې له امله خپل حيثيت بايللی دی، او د هرې کورنۍ څو وګړي پدې عزم د تحريک طالبان پاکستان په لیکو کې شاملېږي چې نور نو دا وحشي داړه ماران او ظالم رژيم د ډنډې څخه پرته د بل شي په زور نه پوهېږي، له همدې کبله د تحريک طالبان پاکستان په ليکو کې هره ورځ د پام وړ پرمختګ ليدل کېږي، چې دا د دوی په برياليتوب او کاميابۍ کې يو پټ راز ثابتېدلای شي.
له دې څخه پرته نورې پوښتنې هم را ولاړېدلای شي، مګر خو چې څوک په ريښتيني مانا د حق په لټه کې وي، د هغوی لپاره يو دلیل هم بسنه کوي، خو د ضدي او ناپوهه خلګو علاج بیا ناممکن دی. له الله تعالی څخه دعا کوو چې دا خاوره د امن او ثبات ټاټوبی وګرځوي او په اسلامي نظام او سپېڅلي امارت يې ونازوي. آمين يارب العالمین
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد واٰله وصحبه اجمیعین