بلوچستان، چې د طبیعي زیرمو یوه بډایه خزانه ده، د پاکستان تر ټولو لوی، خو تر ټولو وروسته پاتې، محروم او له پامه غورځول شوی ایالت ګڼل کېږي. دا پراخه او ستراتېژيکه سیمه، د بلوڅ قوم تاریخي ټاټوبی دی. یو غیرتي، اصیل او باعزته قوم چې له څو لسیزو راهیسې د خپل هویت، خپلو طبیعي شتمنیو او انساني حقونو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.
په داسې حال کې چې د بلوچستان خاوره د سرو زرو، ګازو، مسو، سکرو او نورو قیمتي منابعو ډکه ده، خو هلته ژوند کوونکی ولس یې له بېوزلۍ، بېعدالتۍ، تاوتریخوالي او سیسټماټيک ظلم سره مخ دی. نه ښوونه، نه روغتیا، نه پاکې اوبه، نه د کار زمینه او نه هم سیاسي ازادي. دا ټول هغه عوامل دي چې بلوڅ ولس یې مجبور کړی، څو له خپل درانه فرهنګ او تاریخي ارمانونو سره سم، د یوه باعزته ژوند لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.
بلوڅ ملت له اوږدې مودې راهیسې له سیاسي محرومیت او جبري خاموشۍ سره مخ دی. د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ، د بلوچستان د برخلیک په اړه اکثره پرېکړې خپله کوي، پرته له دې چې د دې سیمې د اصلي اوسېدونکو نظر ته ارزښت ورکړل شي.
هغه بلوڅ مشران چې غواړي د خپل ولس ستونزې راپورته کړي او د حق غوښتنه وکړي، له سختو خطرونو سره مخامخ کېږي. ډېری یې یا اختطاف، بندي او یا هم په مرموز ډول له منځه وړل کېږي. د بشري حقونو سازمانونه هم وخت پر وخت راپورونه خپروي چې د “جبري ورکېدنو” تر ټولو ډېرې پېښې په بلوچستان کې ثبتېږي او تر شا یې اکثره وخت د پاکستان پوځ، آی ایس آی او نورو استخباراتي ادارو لاس وي.
داسې سیاسي فضا، چیرې چې د خبرو، انتخاب او تصمیم نیولو حق نه وي، بلوڅ ځوانان دې ته اړ کوي چې د بېلتون غوښتنې، پاڅون او وسلوال مقاومت لور ته لاړ شي. دا مبارزه د واک غوښتنه نه، بلکې د بقاء، عدالت او د یو مظلوم ملت د حیثیت دفاع ده.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی، چې د سرو زرو، مسو، سکرو، ګازو، او نورو طبیعي زیرمو ستر کانونه لري. خو له بده مرغه، دا شتمني د دې خاورې اصلي خلکو ته نه، بلکې د مرکزي حکومت، پوځي شرکتونو او نړیوالو قراردادیانو جېبونو ته ورځي. بلوڅ ولس د خپلې خاورې له طبیعي ثروتونو بېبرخې دی؛ په داسې حال کې چې له بلوچستانه د میلیاردونو روپیو منابع استخراجېږي.
دا اقتصادي بېعدالتي، د استثمار یوه بربنډه بڼه ده چې ولس یې نه یوازې بېوزله کړی، بلکې له نظام، دولت او مرکزي واکه یې کرکه پیدا کړې ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په پرلهپسې ډول راپورونه خپاره کړي چې پاکستاني امنیتي ادارې په بلوچستان کې د ولسي فعالانو، زدهکوونکو، ژورنالېستانو او نورو غږ پورته کوونکو اشخاصو پر ضد ظالمانه اقدامات کوي.
خلک بېمحاکمې نیول کېږي، کلونه کلونه تري تم وي، شکنجه کېږي او آن وژل کېږي. هغوی چې ورک شي، د دوی مړي یا هېڅ نه پیدا کېږي، یا هم وروسته له شکنجې مړه شوي په ویروونکو شرایطو کې موندل کېږي، د دغو جبري ورکېدنو شاته د پاکستان استخباراتي ادارې یا امنیتي ځواکونه لاس لري. دا عمل نه یوازې د انساني کرامت خلاف دی، بلکې یو ملت یې رواني، سیاسي او ټولنیز ډول له سخت بحران سره مخ کړی دی.
په بلوچستان کې د بیان ازادي سخته تر پښو لاندې شوې ده. هر هغه څوک، که فعال، سیاستوال، لیکوال یا محصل وي، چې د خپلو سیاسي، اقتصادي یا کلتوري حقونو غوښتنه وکړي، سمدلاسه د “بېلتون غوښتونکي” یا “ترهګر” په نوم تورن کېږي.
دا ستراتیژي د پاکستان پوځي رژیم له لوري یوه منظمه هڅه ده، څو د بلوڅ ولس مشروع مبارزه بدنامه کړي، د نړیوالو پام ترې واړوي او د فزیکي ځپلو لپاره پلمه ومومي. د ترهګرۍ د تور لاندې، زرګونه خلک نیول شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.
نو ويلای شو چې؛ بلوچستان یوازې د زیرمو سیمه نه، بلکې د یوه مظلوم، خو باعزته ولس ټاټوبی دی چې له لسیزو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. دا ولس باید پوه شي چې د خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او بشري حقونو دفاع نه جرم دی، نه ترهګري، بلکې یو مشروع انساني حق دی. همدا درک به د خپل برخلیک ټاکلو، ملي هویت ژوندي ساتلو او له استبداده د خلاصون لاره ورته خلاصه کړي.
له بلې خوا، د پاکستان پوځي رژیم هغه ظالمانه کړنې چې د جبري تری تم، اقتصادي استثمار، سیاسي محرومیت او فرهنګي ځپنې بڼه لري، باید نورې پټې پاتې نه شي. دا حقایق باید نړیوالو ته ورسول شي، څو پوه شي چې د ترهګرۍ تر پردې لاندې څه ډول یو ملت له خپل طبیعي حق، عزت او آزادۍ بېبرخې شوی دی.
نړیوال بشري بنسټونه، رسنۍ او مسؤل هېوادونه باید خپل مسؤلیت ادا کړي. دا یوازې د بلوچستان موضوع نه ده، بلکې د نړیوال وجدان ازموینه ده. دا وخت دی چې نړۍ د بلوڅ ولس غږ واوري، د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي او د پاکستان د پوځي رژیم ظلمونه وغندي. د نړيوالو چوپتيا، نوره د زغملو وړ نه ده.
