المرصاد ځانګړی: د خراساني خوارجو لیکو کې د بهرنیو اتباعو تریخ ژوند

 

داعشي خوارج خپلو لیکو ته د ځوانانو راجذبولو لپاره ډیرې لویې دعوې کوي. بهرمېشتي خالي الذهنه ځوانان هم د خپل عمر او تجربې د کمښت له امله د دوی د ”خلافة علی منهاج النبوة،“ د شریعت د نفاذ او جهاد لوړو او مقدسو شعارونو ته په کتلو ژر په دام کې پرېوځي او ورسره یوځای کیږي. خو اصلي حقیقت هغه وخت په سترګو وویني کله چې د خوارجو له لیکو سره په فزیکي ډول یوځای شي.

المرصاد تازه له امنیتي سرچینو له خراساني خوارجو سره د یوځای شویو بهرنیو اتباعو د ژوند د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي او دا دی نن یې خپروي.

یوه امنیتي مسؤل المرصاد ته ویلي چې د خراسان داعشي خوارج لومړی هڅه کوي چې په آنلاین نړۍ کې د خپلو مزخرفو تبلیغاتو له لارې خلک مالي کومک ته وهڅوي، ځکه چې دمګړۍ له زیاتو مالي مشکلاتو سره مخ دي. د مقابل شخص په تړاو تر معلوماتو او ډاډ ترلاسه کولو وروسته هڅه کوي چې مستهدف کس د خوارجو په اصطلاح ”هجرت“ ته وهڅوي، ”بالقوه جلبېدونکو کسانو ته په پیغامونو کې غوړې وعدې ورکول کیږي، ورته ویل کیږي چې دلته ډېر ښه صمیمانه ژوند دی، تمکین دی او شریعت نافذ دی“.

د امنیتي مسؤل په خبره، ”وروسته غولېدونکي کس ته لارښوونه کیږي چې خپل منزل ته د رسېدو لپاره ځينې ځانګړي او اوږده تدابیر غوره کړي. له همدې ځایه د غولول شوي کس د امتحان مرحله پیلیږي او تر هغو د جاسوس په سترګه ورته کیږي تر څو چې یې په ’دارالهجرة ‘کې د داعشي خوارجو په کورونو کې څو میاشتنۍ امتحاني دوره نه وي تېره کړې“. داعشي خوارج هغه ځای دارالهجره بولي چې دوی پکې اوسیږي، او بهرنی کس ورته راغوښتل کیږي.

یاد امنیتي چارواکی زیاتوي، ”خپل مقصود هیواد / سیمې ته تر رارسېدو وروسته داعشي خوارج غولول شوی کس په یوه کور یا حوېلۍ کې د بندي په ډول ساتي. په دې حوېلۍ کې پر دوی ټینګار کیږي چې د خوارجو د ځینو مشخصو مبلغینو ویناوې، کتابونه او د داعشي خوارجو د رسمي منهج رسالې وګوري. غولول شوي کس ته اجازه نه وي چې له کوره ووځي او یا له خپلې کورنۍ سره تماس ونیسي. داعشيان له نوي غولول شوي کس څخه د احتمالي زیان کمولو په هدف په حوېلۍ کې درې یا څلور کسان یوځای سره ساتي او د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې یو ځايي کس ګومارل کیږي، چې هممهاله د دوی په حرکاتو هم نظر ساتي“.

د یاد مسؤل په وینا، د بندیانو په شکل ساتل کېدونکي ”مهاجرین“ حتی د دې حق نه لري چې د خپل مستقیم مسؤل او یا نورو مسؤلینو د اصلي نومونو پوښتنه وکړي، ”که کوم کس د یوه مسؤل اصلي نوم وپوښتي او یا د منهج انحراف ته یوه کوچنۍ اشاره وکړي، نو د جاسوس ټاپه پرې وهل کیږي“.

په تېره ربیع الاول میاشت کې د المرصاد لخوا د ”و شهد شاهد من اهلها“ تر عنوان لاندې په خپره شوې ویډیو کې د یو شمېر تاجکستاني داعشي بندیانو اعترافونه هم د امنیتي مسؤل د څرګندونو تائید کوي. په یاده ویډیو کې نیول شویو داعشیانو ویلي چې د دوی د بندیانو په حیث ساتل کېدل، د پوښتنو او له ځایه د ښورېدلو هیڅ حق یې نه درلود.

امنیتي مسؤل وايي چې د امکاناتو او توان د کموالي له امله د داعشي خوارجو رهبري ټینګار کوي چې بهرني اتباع دې د مالي مرستو راټولولو او تبلیغاتو په برخه کې کار وکړي، ”تر امتحاني دورې تېرولو وروسته له غولول شوي بهرني تبعه غوښتل کیږي چې په خپله مورنۍ او اشنا ژبو تبلیغات پیل کړي او کوښښ وکړي چې د ځان په څېر نور کسان د هجرت د ژوند په نوم جهنمي زندګۍ ته رادعوت کړي“.

امنیتي سرچینې په بېلابېلو ژبو د خراساني خوارجو د تبلیغاتو لامل یو هم همدا بولي چې له خراساني خوارجو سره یوځای شوي د ګوتو په شمېر بهرني اتباع له دې پرته بل کار نه لري چې په خپلو ژبو لیکل او ترجمه وکړي.

المرصاد ته یاد امنیتي مسؤل د خوارجو د ادعاوو او حقیقت ترمنځ د زیات توپیر په اړه وايي، ”داعشیان په اول سر کې بهرنیو احساساتي ځوانانو ته د صمیمانه ژوند، پراخ تمکین او د شریعت د نفاذ غولوونکې خبرې کوي، خو کله چې خلک ورته راشي، د صمیمیت لیدلو پرځای د جاسوس په سترګه ورته کتل کیږي، د تمکین ساحه یې د خوب تر درو څلورو خونو پورې محدوده وي او د شریعت نفاذ یې دا وي چې په مسجدونو، روغتونونو او مکتبونو کې بېګناه ښځې، ځوانان او ماشومان وژني“.

المرصاد ته یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې د داعشي خوارجو په منځ کې د تریخ او ناوړه چلند او د عمل او قول ترمنځ د ځمکې او اسمان د فرق تر لیدلو وروسته ګڼ شمېر بهرنيو اتباعو په خپله خوښه امنیتي ځواکونو ته ځانونه سپارلي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version