الله جل جلاله زموږ لپاره کافي دی.

محمدنبي سلطاني

قران کریم  برکتي دئ، د انسانانو لپاره لارښود دئ، د انسانانو د خلاصون دریعه ده، د انسانانو لپاره زېری دئ، د انسانانو لپاره عبادت دئ، د انسانانو لپاره هدایت دئ، د انسانانو لپاره شفاء دئ، د انسانانو لپاره رحمت دئ، د انسانانو لپاره احسان دئ، د انسانانو لپاره پند دئ، د انسانانو لپاره نصیحت دئ، د انسانانو لپاره حکمت دئ او د د انسانانو لپاره فلاح، بریا، سمون، خلاصون، ډاډ او اطمنان دئ. د بېلګي په توګه ئې تاسو لاندي ایتونه ولولئ، چي د متقي انسان د ډاډ، اطمنان او د پوخ باور په اړه الله جل جلاله فرمايي:

قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَىٰنَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ. (سورت التوبه: ایت، ۵۱)

ژباړه: ورته ووايه: هيڅكله له هغه پرته څه نه رارسېږي چي الله راته ليكلي، هغه مو مولا دئ او مؤمنان خو بايد پر الله توكل وكړي.

په مور ته ایت کي متقي انسان ډاډ او اطمنان ورکوي،چي هيڅكله كوم داسي مصيبت نه درسېږي چي الله تعالى له مخكي نه وي درته ليكلى، كه دا مرگ وي، ژوبله وي او يا كوم بل مصيبت.

په لاندي ایت کي بیا الله د خپلو متقي انسان د ډاډ او باور په پار وايي، چي الله جل جلاله د رحمت، سرلوړۍ او لوړتیا كومه برخه کومو خلكو ته ورکي بیا داسي څوک نسته چي ورڅه وايې خلي او که څه ورڅه واخلي بیا داسي څوک نسته چي وريې کړي؛ الله جل جلاله فرمايي:

ما يَفْتَحِ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍۢ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ. ( سورت الفاطر: ایت،۲)

ژباړه:  الله چي د رحمت كومه برخه د خلكو لپاره پرانيزي نو هيڅ بندوونكى ئې نسته او څه چي بند كړي نو له ده وروسته ئې هيڅ لېږونكى نسته، او هغه باحكمته عزتمن دئ.

الله تعالى چي د خلكو لپاره د رحمت كومه دروازه پرانيزي؛ نو هيڅوك ئې بندولای نه سي او چي بنده ئې كړي نو هيڅوك ئې پرانستلای نه سي، ځکه چي الله جل جلاله باحكمته او عزتمن دئ.

په لاندي آیت کي بیا د ژوی او  حیواناتو د مثال په بیانولو سره، چي خپل رزق پر اوږو نه ګرځوی، خو بیا هم چي سهار په وږي نس را ووزي ماښام په ماړه نس بيرته خپل ځای ته ځي، الله جل جلاله فرمايي:

وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . (عنکبوت: ۶۰)

ژباړه: او څومره ژوي داسي دي چي خپله روزي (پر خپلو اوږو) نه وړي، الله هغوى ته روزي وركوي او تاسو ته هم، او هغه پوه اورېدونكى دئ.

هو تاسو به هم د مځکي پر سر ډېر حیوانات لیدلي وي، چي خپل رزق او روزي پر اوږو نه وړي، باغ او پټى نه لري، گودام او ذخېره نه لري؛ خو الله ورته رزق وركوي.

د یونس د سورې په لاندي ایت کي بیا د زیان او ګټي ډاډ خپلو بندګانو ته ورکوي او ورته وايي: كه الله جل جلاله زيان درورسوي نو له ده پرته ئې بل لیري كوونكى نسته او كه د كومي ښېگڼي اراده درته وكړي نو د ده د فضل هيڅ تموونكى نسته؛ فرمايي:

وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. (سورت یونس: ایت، ۱۰۷)

ژباړه: او كه الله جل جلاله كوم زيان در ورسوي نو له ده پرته ئې بل لري كوونكى نسته او كه د كومي ښېگڼي اراده درته وكړي نو د ده د فضل هيڅ تموونكى نسته، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته خوښه سي وررسوي ئې او هغه مهربان بخښونكى دئ.

زموږ په اړه پرېکړه د الله جل جلاله له لوري کيږي، د ده خوښه ده، چي خپل فضل او رحمت د چا په برخه کوي؛ نو کوي ئې.

د هود د سورې په لاندي ایت کي بیا ډاډ خپلو بندګانو ته ورکوي، چي په مځکه كي هيڅ داسي خوځېدونكى نسته چي روزي ئې د الله پر ذمه نه وي؛ نو تاسو ئې هم غم مه کوی، ستاسو روزي درکوم؛ الله جل جلاله فرمايي:

وَمَا مِن دَآبَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِى كِتَٰبٍۢ مُّبِينٍۢ .(سورته هود: ایت، ۶)

ژباړه: او په مځکي كي هيڅ داسي خوځېدونكى نسته چي روزي ئې د الله پر ذمه نه وي او هم ئې د تقرر په نېټې پوه دئ او هم د پرېښودو په نېټې، ټول په يوه څرگند كتاب كي دي.

د زمر د سورې په لاندي ایت کي خپلو مومينو بندګانو ته وايي، چي د هري ستونزي او هر خطر په وړاندي باید تاسو باور ولرئ، چي الله تعالى راته كافي دئ، له ده پرته د اعتماد، طمعي او توكل بله مرجع نسته، څوك چي غواړي په كوم ذات توكل وكړي نو له الله تعالى پرته د معتمد توكل بله مرجع نه سي موندلى؛ فرماي:

أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ. ( سورت الزمر: ایت، ۳۸).

ژباړه: ووايه: آيا پام مو نه دئ كړى چي كه الله د كوم تاوان اراده راته وكړي هغه چي تاسو ئې (مرستي ته) دربلئ آيا دوى ئې د تاوان رفع كوونكي دي؟ او كه د كومي پېرزويني اراده راته وكړي آيا دوى ئې د پېرزويني تموونكي دي؟ ووايه: الله راته كافي دئ، توكل كوونكي پر ده توكل كوي.

داباید زموږ پوخ باور وي، چي په ټولو دنیاوي او اخروي چارو کي الله تعالى راته كافي دئ، له ده پرته د اعتماد، طمعي او توكل بله مرجع نسته، له هغه څه پرته چي الله تعالى راته ليكلي او مخكي له مخكي ئې راته مقدر كړي، بل هيڅ مصيبت نه رارسېږي، الله مو مولا دئ، هغه  هیڅکله موږ يوازي نه پرېږدي او هغه زموږ هلي ځلي نه ضائع كوي، د الله تعالى له اذن نه پرته هيچا ته كوم مصيبت نه رسېږي او په هره پرېكړه او فيصله كي ئې زموږ لپاره خير مضمر دئ.

الله تعالی محمد نبي سلطاني

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version