افغان امنیتي ځواکونه د داعش په وړاندې! مفتي حماس انقيادي

#image_title

د اسلامي امات له حاکميت او بريا را وروسته؛ ګاونډ او نور ډېر هيوادونه کوښښ کوي، چې په هره معنی وي؛ ستونزې جوړې او په هيواد کې شته امنیت اخلال کړي، افغانان تر روحي فشار لاندې راولي او يو ډول وېره خپره کړي.

د نړۍ استخبارات کوښښ کوي، چې په کور دننه افغانستان کې ډلې جوړيږي کړي او د اسلامي امارت پر وړاندې يې را پورته کړي، چې د هغوی له جملې څخه؛ د داعش په‌ نوم خارجي او کرایي ډله ده، نړیوالې استخبارتي کړۍ غواړي؛ چې د دوی په توسط يو ډول ورانی جوړ کړي.

داعش تل کوښښ کوي، چې په هيواد کې د افغان اولس د ګڼې ګوڼې پر ځايونو او د اسلام په‌ ديني مراکزو شوم او ناوړه بريدونه تر سره کړي، خو لله الحمد! د افغانستان اسلامي امارت استخباراتي او کشفي ارګانونو يې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې ده، دوی هيڅکله خپلو شومو موخو ته نه پرېږدي.

استخباراتي او امنيتي ځواکونو تل هڅه کړې، چې د دې خونخواري ډلې د اولس او نظام پر وړاندې پلانونه خنثی او پر وخت يې ځواب ووايي، چې په دې برخه کې د استخباراتي ځواکونو هڅې د تقدير او ستايني وړ دي، د هيواد استخباراتي او امنیتي ځواکونه تل کلک هوډ لري، چې داعش ته ماتې ورکړي او له منځه یې یوسي.

افغان مؤمن اولس هغه اسلام او عقايد؛ چې داعش هڅه کوي ترویج یې کړي، له اصلي اسلام سره په ټکر کې ګڼي، سربېره پر دې؛ ټول هغه کارونه چې داعش یې کوي، د افغانانو د عقایدو او رواجونو پر ضد دي او د افغانانو له وژلو پرته بله هيڅ سوژه نه لري.

افغان ځوانانو د تېرو ۱۹ کلونو په ترڅ کې زده کړې کړي، هغوی نور د ۲۰ کاله وړاندې په څېر نه دي، هغوی د داعش د اساساتو او ماهیت په هکله ښه پوهېږي او نور به هېڅکله هم د‌ داعش په‌ پدیدو ونه غوليږي، افغان اولس د هيواد د استخباراتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او د داعش پر ضد یې هڅې ستايي.

امنیتي ځواکونو په زړورتیا او وقار سره؛ د داعش پر وړاندې، له افغانستان او افغانانو څخه د دفاع په برخه کې خپله وظیفه ترسره کړې ده، هغوی د داعش د مشرانو په وژلو سره د یادې ډلې ټول پلانونه ویجاړ کړل.

عاصم جلال
Exit mobile version