اسلامي نړۍ ته د داعش خدمتونه؟!

اوله برخه
طاهر احرار

عراق:
امريکا په دې بهانه چې عراق د ډلييزې وژنې وسلې لري، په (2003) کال کې په دې هیواد بريد وکړ، خو وروسته معلومه شوه، چې په عراق کې دا ډول وسلو شتون نه درلود.
نو امريکا د خلکو توجه بدله کړه، چې غواړي د صدام حُسين د استبدادي رژيم پر ځاى يو ډیموکراتيک حکومت رامنځته کړي.
د وخت په تېرېدو نسبي آرامي رامنځته شوه، خو د خلکو غوښتنه دا وه، چې امريکايان دې له عراقه خارج شي، که څه هم دې غوښتنې تاوتريخوالى را مینځته کړ، خو بيا هم امريکايي سرتيري له یاد هیواده ووتل.
امريکا د بېرته راګرځېدو لپاره د سُني، شيعه فسادونه رامنځته کړل او داعش يې را پيدا کړ، چې يوځل بيا د امريکا د فوځي حضور لپاره ښه موقع پيدا شوه

داعش:
داعش په لومړي ځل په ډېرې چټکۍ سره خور شو، تردې چې نړيوال تنظيم وګرځېد، بين المللي او غربي مطبوعاتو ښه تبليغ ورته وکړ، د خبرونو د سر کرښه او د هرچا د مجلس موضوع داعش و.
د امريکا مرستې او ډالرو او د دوى وحشت او ظُلمونو هم داعش ته زیات شهرت ورکړ.
په امريکا کې د جنګ د مطالعاتو يو مرکز چې په نړۍ کې جنګونه بررسي کوي (Instetuit of WAR Analysis) په عراق کې د داعش جنګ داسې تجزيه کړی:
امريکا د داعش سره د جنګ په بهانه (2000000) عراقيان معيوب او یا ووژل، د عراق د تېلو (%42) ﺯېرمې بمبار او وسوځېدې، د عراق د فوځ (%50) فوځي موټر تخريب شول، د عراق د فوځ تقريباً (%85) اسلحه تخريب او يا استعمال شوه، د عراق فوځي تعميرات (%80) ويجاړ شول، په همدې بهانه د عامو خلکو (%54) کورونه ویجاړ او يا ﺯيانمن شول.
يواﺯې د داعش سره د جنک په بهانه د عراق مسلمانانو بالخصوص سُنيانو ته (6) مليارده ډالره خساره او زیان ورسېد. دا په عراق کې د خلکو لپاره د کاﺫب خلافت مالي او جاني خِساره وه.
دا چې دوى پخپله د عراق د خلکو سره څه وکړل؟
په دوهمه برخه کې به يې مطالعه.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version