استشراق وپېژنئ؛ له ګواښونو او موخو یې خبر شئ! (لومړۍ برخه)

عبد الباسط عبد الصمد

استشراق په لغت کې له شرق څخه اخیستل شوی، شرق د لمر ختو یا ختیځ اړخ ته وایي، سین د استشراق په کلمه کې د هغه څه مانا ده، چې په ختیځ کې روان دي.

په اصطلاح کې استشراق یو علم دی چې د ختیځ د خلکو ژبې، عادتونه، کلتور، ټولنې، پرمختګونه، اوسني او پخواني ټول لوستل او ځان پرې د نیوکې په موخه خبرول دي.

د استشراق د لغوي او اصطلاحي پېژندنو له یو بل سره نږدې اړیکه ده، ځکه د لویدیځوالو یوه ډله په دې هڅه کې وه چې په ختیځ کې زده کړې وکړي، له دې امله د استشراق کلمه عامه شوه او دا ډلې یې د ختیځ په لور ولېږلې، دا د لویدیځ د تاریخپوهانو او لیکوالانو یو ټولی وو چې ختیځ کې د خلکو د ژوند یو اړخ یې څېړه او د هغوي عادتونه، تاریخ، دین او ټولنیز ژوند په اړه یې پلټنه کوله.

پراخه مانا یې استشراق دی، خو هلته یوه بله خاص مانا هم لري چې د منځني ختیځ د ژبې، تاریخ، عقیدې، قانون، کلتور، حضارې او تمدن سره اړیکه لري، له دې امله پرديو په دې اړخونو کې مطالعې پیل کړې.

د استشراق د خپرېدو او نشرېدو کوم ځانګړی وخت مالوم نه دی او نه د پلټونکو له خوا ورته یو ځانګړی وخت په نښه شوی، یوه ډله د عیسی علیه السلام د پیدایښت لومړۍ پېړۍ ته اشاره کوي او ځينې د صلیبي جنګونو پیل د استشراق پیل ګڼي، ځکه د صلیبي جنګونو له امله د لویدیځ خلک ختیځ کې د اسلامي سیاست او دین سره بلد شول او د ختیځ خلک د لویدیځوالو په راتګ سره له مسیحیت سره بلد شول، یوه بله ډله د استشراق د پیل وخت اندلس کې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ وینې توییدونکي جنګونه ښيي، کله چې الفونسو شپږم د طلیطلې ښار ۱۰۵۶م- ۴۴۸هجري کال کې ونیو.

ځینې د استشراق پیل د هجري شپږمه پېړۍ بولي، ځکه هغه وخت کې په لومړي وار د قرآن ترجمه لاتیني ژبې ته وشوه، خو ځینې نور بیا د استشراق پیل د قسطنطینې له فتحې چې په ۱۴۵۳ز کال کې شوې وه ښيي، ځکه په هغه وخت کې د نصرانیت خپراوي پر وړاندې د مسلمانانو له لورې چټک ګامونه پورته کیدل، یوه ډله تاریخپوهان بیا د استشراق پیل د ۱۳۱۲ز کال ښيي کله چې د لویدیځ مسیحیانو یو رسمي قانون په کلیسا کې تصویب کړ چې د استاذانو یوه ډله به د اکسفورډ، پولینیا او سامانکا په پوهنتونونو کې د عربي، عبري او سریاني ژبو زده کړه خلکو ته ورکوي.

دا ډول د استشراق پیل او د مستشرقینو کوښښونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد پیل شول، د قرآن ترجمه او همدارنګه د ادبي او علمي کتابونو ترجمې او ډول ډول تاریخي لیکنې یې د کتابتونونو څخه د لویدیځ پو لور د ۱۸مې پېړۍ پورې نقل کړې او وروسته لویدیځ د یو اشغالګر په توګه په اسلامي نړۍ مسلط شو، د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د مستشرقینو یوه غونډه په پاریس ښار کې په ۱۸۷۳ز کې جوړه شوه.

د استشراق تعریف عالمانو په ډول ډول کړی، خو یو تعریف یې په دې ډول دی چې، لویدیځوالو د ختیځ علم د نیوکې په موخه زده کړ تر څو په ختیځ او په ځانګړی ډول په اسلام تورونه ولګوي، د خلکو ذهنونو کې د اسلام په اړه شکونه او شبهې پیدا کړي، عقاید یې ګډوډ کړي، کمزورتیاوې یې په نښه او د یو اشغالګر په توګه پرې مسلط شي.

نور بیا..

استشراق عبد الباسط عبد الصمد مهم

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version