نن په شعوري او یا غیر شعوري ډول، د اسلام د دښمنانو لخوا هر ډول او په ښکاره ویرونکي لارې چارې د پروپاګند لپاره کارول کېږي. د اسلام پیروان په عجیبو او بېلابېلو نومونو یادېږي. بېلابېل سپکاوي، لقبونه او ټوکې پرې کېږي.
بېشکه، که د مؤمنانو باور پر خپل ځواکمن او مرسته کوونکي رب نه وای، نو دا خلک به وړاندې له وړاندې له منځه تللي وای. دا د مؤمنانو نېکمرغي ده چې دوی د الله وحدانیت او د هغه د مرسته کوونکي ذات پر ایمان لري او د پیغمبر مصطفی صلی الله علیه وسلم د شفاعت یقین لري، او همدغه دلیل دی چې دوی تر اوسه پورې ثابت او تلپاتې دي.
د افغانستان اسلامي امارت یوه مجاهد سره خبرې روانې وې. هغه وویل چې د اسلامي تاریخ په لړ کې، د مادي اسبابو په رڼا کې، ډېر کم داسې فرصتونه شوي چې مسلمانان په مادي لحاظ هم هغومره ځواکمن او غښتلي پاتې شوي وي لکه څومره چې دوی په ایمان کې ځواکمن او ټینګ وو، بلکې مسلمانان همیشه په مادي لحاظ کمزوري پاتې شوي دي. خو خبره دا ده چې دا مادي کمزوري هم د الله تعالی یو نعمت ده.
د انسان فطرت داسې دی چې کله هغه ناروغ شي، نو په هغه وخت کې خدای ډېر یادوي او هغه ته نږدې کېږي، نسبت هغو ورځو ته کله چې روغ او ځواکمن وي.
نو د امکاناتو دا کمزوري هم د الله جل جلاله یو نعمت ګڼل کېږي. دا داسې هم پوهېدل کېدی شي چې الله تعالی خپلو فرمانبردارانو او د اسلام وفادارو ته د بېلابېلو وسایلو له لارې نېکمرغۍ ورکوي. خو باید دا هم وګورو چې د مسلمانانو دا کمزوري مادي وسایل په خپل اغېز کې هم کمزوري دي؟ نه، هیڅکله داسې نه ده؛ د مسلمانانو دا مادي وسایل که په حجم او شمېر کې لږ یا کمزوري وي، خو په خپل اغېز کې د مکې مکرمې د هغو وړو ډبرو په څېر دي، چې الله تعالی د ابابیل په وړو څېړو کې واچولې او لوی فیلان یې پرې تباه کړل.
دا همدا علت ده چې کله د اهلِ ایمان لخوا د اسلام د دفاع یا د اسلام د دښمنانو د پروپاګند په وړاندې کومه خبره کېږي، نو دښمن زموږ د توقع نه زیات تکلیف محسوسوي.
لکه څنګه چې ابرهه د وړو ډبرو په خوړلو چیغې وهلې او ژړل یې؛ د ابابیل کیسه د دوی د ځواک له پلوه ډېره زړه راښکونکې او د ایماني پیاوړتیا نښه ده. د ابابیل د پېښې د پوهېدو لپاره، موږ باید یوه داسه پوښتنه وکړو چې ظاهراً ساده ده، خو په منځ کې ژوره فکري معنا لري: څو ابابیلان پکار دي چې د جګړې لپاره ترې یو لوی فيل جوړ شي؟
د دې پوښتنې دوه اړخونه دي: لومړی ساینسي، او دویم نظریاتي.
که یوازې د ساینسي لحاظه وزن ته پام وشي، نو د یوې ابابیل اوسط وزن شاوخوا ۲۰ ګرامه دی. په داسې حال کې، د جنګې فیل وزن شاوخوا څلور تر پنځه زره کیلوګرامه وي. په دې توګه د ابابیلو او پیلانو ترمنځ دا توپیر په حیرانوونکي ډول لوی دی. که یوازې د وزن له مخې یې وګورو، نو شاوخوا ۲۲۵ زره ابابیل به په ګډه د یو جنګي پیل د شاوخوا ۵۰۰۰ کیلوګرامه وزن سره برابر شي. دا یوازې یو عددي مقایسه ده، چې هدف یې د حیاتي یا عسکري اړخ ثابتول نه، بلکې یوازې د جسماني توپیر څرګندول دي.
خو اصلي خبره د وزن نه، بلکې د معنا او نظرېې ده. د دې پوښتنې نه لرې شو چې آیا ابابیل په فزیکي لحاظه فیل ته ماتې ورکولی شي که نه، موږ ګورو چې په دې جګړه کې د ابابیلو او فیلانو د ځواک اصلي تعریف څه دی؟
لکه څنګه چې قرآن مجید په سورۀ فیل کې یاده پېښه موږ ته ښيي، ځواک یوازې د جسماني عظمت نوم نه دی، بلکې اصلي ځواک په اختیار او حکم کې دی.
د کعبې شاوخوا نه پوځ و، نه وسله، نه جسماني ځواک و او نه عسکري روزنه، یوازې د الله جل جلاله کور وو، او یا د اسلام یوه نښه. او همدغه حیثیت یې اصلي ځواک ګڼل کېږي. همداسې، ابابیلو نه خپله کوم منظم پوځ درلود، نه د دوړو او تلوارونو یا ګولیو او میزایلو زېرمه یې لرله. نه یې جسماني ځواک د جګړې وړ و، او نه یې چا څخه کومه عسکري روزنه ترلاسه کړې وه. ابابیل یوازې د کعبې د ساتنې لپاره استول شوی و. د هغه سره یوازې د الله حکم و، او همدغه حکم یې اصلي ځواک و.
له بلې خوا، ساینسي اصول ښيي چې شاوخوا ۲۰ ګرامه وزن لرونکی ابابیل په خپل مخوکو کې یوازې یو تر دوه ګرامه پورې وزن پورته کولی شي، او هغه هم دومره چې د هغه الوتنه زیانمنه نه شي. یعنې که دوه یا درې ګرامه زیات وزن پورته کړي، د ابابیل الوتنه اغېزمنه کېدای شي. یو تر دوه ګرامه وزن ډېر لږ دی. دا ډبره نه کوم وسله ده او نه کوم تباه کونکی چاودېدونکی توکی. دا یوازې یوه وړوکې ډبره او معمولې ذرّه ده. خو کله چې دا وړوکی ذرّه د الهي حکم او د الله د مشیت لاندې حرکت کوي، نو خپل مادي حدونه پرېږدي او د ځواک یو لوړ سمبول ګرځي. د همدې لپاره، د ځواک مفهوم بدلېږي.
ظاهراً د نړۍ منطق دا ښيي چې څوک ځواکمن وي، څوک چې وسلې ولري غالب دی، او څوک چې لښکر ولري فاتح دی. خو د فیل پېښه موږ ته بل منطق ښيي. دلته لوی جسم بې معنا کېږي، د پیل جسامت بې ارزښته کېږي، د لښکر شمېر اهمیت نه لري، او اصلي مرکز یوازې یوه خبره پاتې کېږي: الله جل جلاله څه غواړي؟ هغه څوک لوړوي او څوک ټیټوي؟ د هغه مشیت څوک فاتح او څوک شکست خوړلی ویني؟
د همدې لپاره، په دې پېښه کې ابابیل یوازې یو مرغی نه پاتې کېږي، بلکې یو پیغام ګرځي. یو داسې سمبول، چې ښيي که څوک د حق سره وي، نو حتی کمزوری هم ځواکمن کېدای شي. همدا علت ده چې دا پوښتنه یوازې د حیاتي علومو یا طبیعت پورې نه پاتې کېږي، بلکې د فکر، ایمان او نظرې پورې تړل کېږي. په عددي لحاظ سره که ۲،۲۵۰۰۰ زره ابابیل وي یا دوه سوه لکه… اصلي حقیقت دا دی چې الله جل جلاله کله وغواړي، نو حتی یوه وړوکې مخلوق ته هم د تاریخ د پرېکړه کوونکي رول ورکوي.
دا کیسه په اصل کې د ابابیل او فیل نه ده، بلکې د ایمان او مادیت د مفهوم کیسه ده. دا موږ ته ښيي چې ځواک یوازې په مادي پیمانو کې نه باید اندازه شي. ځکه اصلي ځواک هغه دی چې نه ښکاري، خو موجود دی، ګوري، پرېکړې کوي او د تاریخ لوری بدلوي. نو اهلِ ایمان باید د دښمن د وسلو او پروپیګنډې څخه نه وویریږي. د جګړې په میدان کې د اهلِ ایمان یوه ویشتل شوې مرمۍ او په رسنیو کې ویل شوی یو لفظ هم د دښمن په زرګونو سرتېرو او پاڼو باندې دروند تاثیر لري. لکه څنګه چې د ۲۰ ګرامه ابابیل ۲ ګرامه ډبره د ۵۰۰۰ کیلوګرامه پیل او پر هغې ناست ابرهه لپاره بس وه.
د همدې لپاره، کله چې کوم رښتینی مجاهد او د دین خدمتګار د دښمن د میداني او ابلاغي حملو دفاع کوي یا د هغوی پر ضد اقدام کوي، نو دښمن ځواک او پروپاګنډه همداسې ریزه ریزه کېږي، لکه څنګه چې د ابرهه جسم ریزه ریزه او له منځه تللی و.
