آیا افغانستان د پاکستان د احسان پوروړی دی؟

#image_title

محمد نعمان

پاکستان له افغانستان سره د خپلو ټولو کړو جنایتونو باوجود لا هم داسې چلند او فکر کوي لکه افغانستان یې چې ډېر زیات احسانمند او پوروړی وي، خصوصاً پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل وروسته د افغان کډوالو پالنه دوی خپل لوی احسان بولي، مګر حقیقت بل ډول دی.

 

په حقیقت کې باید پاکستان د افغانستان او افغانانو احسانمند وي او دا احسان ومني، ځکه که افغانان د شورویانو پر وړاندې نه وای ودرېدلي، نو اوس به پاکستان د نړۍ له نقشې او جغرافیې وتلی وای، ځکه پاکستان په هیڅ ډول هم د شوروي پر وړاندې د ودرېدو تاب نه درلود.

 

بله موضوع داده چې پاکستان د افغان کډوالو په سر په کراتو له نړۍ څخه امتیاز اخیستی. دوی چې د افغان کډوالو په نومونو کومې بسپنې او مرستې ترلاسه کړي، د هغو لس سلنه یې هم افغانانو او کډوالو ته نه دي ورکړي، بلکې خپله یې لګولې دي.

 

د دې ترڅنګ د شورویانو پر ضد د افغان جهاد پرمهال هم چې د مجاهدینو سره کومې مرستې کېدې، نو د پاکستان له لارې به کېدلې، چې پاکستان به خپلې زړې او له کاره لوېدلې وسلې افغان مجاهدینو ته ورکولې او د افغان مجاهدینو په نوم راغلې وسلې یې یا خپلو عسکرو ته ورکولې او یا یې هم زېرمه کولې.

 

لنډه دا چې پاکستان په خپل څو اویا کلن تاریخ کې داسې کومه کارنامه او احسان نه دی کړی چې د افغانانو په خیر دې وي. پاکستان باید دا ومني چې دوی له لومړي سره تراوسه پورې د افغانستان پر ضد دسیسې جوړې کړي. هره لحظه یې د افغانستان د نابودۍ توطیې کړي. دوی هیڅ وخت د افغانستان خیر نه دی غوښتی او نه یې هم غواړي.

 

افغانستان له نړۍ او پاکستان څخه کوم شهکار نه غواړي. افغانستان دا ورته وایي چې پاکستان په سیمه کې بې امني پالي او دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او د نړۍ د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی تهدیدونه او خطرونه دي. افغانستان وایي چې یا دې پاکستان په خپله خوښه له دغه ناوړه کاره لاس واخلي او یا دې هم نړۍ ورباندې فشار راوړي چې پاکستان خپل چلند بدل کړي.

  1. یادونه: پورته لیکنه د لیکوال خپل نظر دی
هرماس الافغاني
Exit mobile version